کور / خبرتیا او پيغامونه / د نبي کريمﷺ سيرت (دُرمکنون) ۱۳۰ کاله زړه نسخه اوس چاپ سوه

د نبي کريمﷺ سيرت (دُرمکنون) ۱۳۰ کاله زړه نسخه اوس چاپ سوه

 دُرمکنون Duremaknon
د حضرت رسول کريم له سيرو څخه د ابن سيدالناس "نورالعيون" چي پاړسي ژباړه ئې "سرورالمحزون" وه، اوس په پښتو ژبه د "دُرمکنون" په نامه، چي له نن څخه يوسلو دېرش کاله دمخه پښتو سوى سيرت دئ د علامه رشاد اکاډيمي له خوا چاپ سوی دی.
سريزه، مقابله او حاشيې یې الحاج استاد محمدمعصوم هوتک ترسره کړي دي.

Duremaknon by Masom Hotak دُرمکنون
د ترلاسه کولو پته:

کابل: ميرويس ميدان (کوټۀ سنګي)، د دريمي ناحيې کوڅې ته څېرمه، مينه يار مارکېټ-دانش کتابپلورنځى.
کندهار: افغان کتاب پلورنځى: سردار مدد خان څلور لاري، د افغان بيسيم دفتر لاندي، دوهم دوکان.
مذهبي کتاب پلورنځى-ارګ بازار کندهار
کابل کتاب پلورنځى-ارګ بازار کندهار