کور / راپور / مقدساتو،یووالي او پر نظام ولسي باور ته زیان

مقدساتو،یووالي او پر نظام ولسي باور ته زیان

دځینو رسنیو ناسمو خپرونو او بې بندوباره څرګندونو زموږ مقدساتو،یووالي او پر نظام ولسي باور ته سخت زیان رسولی. دسیاسي احزابو نماینده ګان

Jabar naimi
دا څرګندونې نن ورځ دسیاسی احزابو لسګونو نماینده ګانو لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د نوموړي په دفترکې دمشورتې دناستې پرمهال په ډاګه کړي،دوی دسیمه ییزې ادارې وروستۍ هر اړخیزې هلې ځلې اوتلاشون وستایل، د امنیت، ښې حکومتوالۍ، انکشاف،ښوونې او روزنې او د برښنا په سکتورنوکې دځینواړینو وړاندیزونو دشریکولو ترڅنګ د ولایتي ادارې له رهبرۍ وغوښتل چې پر حکومت د ولسي باور د تر لاسه کولو په موخه دې په یادو برخوکې کوټلي ګامونه پورته شي.


دسیاسي احزابو نماینده ګانو دیو شمېر رسنیو ناسمې خپرونې او په رسنیو کې دځینو اشخاصو لخوا بې بندوباره څرګندونې د افغانیت،اسلامي، ملي یووالي او پرمختګ پرزیان یادې کړي، په سیمه ییزه کچه يې د ولایتي ادارې او په ملي کچه يې دملي یووالي له حکومت په دې برخو کې دمثبتو تغیراتو د راوستلو او یا ددا ډول زهر شیندونکو رسنیو په کار دبندیز لګولو غوښتنه وکړه، ددوی په وینا اوس مهال یو شمېر رسنۍ داسې خپرونې او پروګرامونه نشروي چې نه یوازې د نظام په ګټه نه دي بلکې دنظام پرضد د عامه ذهنیت د پارونې او دمخالفینو په ګټه دتبلیغ د ترسره کولو لامل شوي

.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د سیاسي احزابو د نماینده ګانو د هر اړخیزو مشورتي خبرو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته وویل ولایتي اداره هوډمنه ده اوپه خپل ټول توان سره هڅه کوي څو په هغو ځایونوکې چې اصلاحاتو او سمون ته اړتیا ده اصلاحات رامنځته کړي.
همداراز ښاغلي نعیمي د بې عدالتیو دمخنیوي، د امنیت،ښې حکومتوالی اوانکشاف په برخو کې دشویو پرمختګونو په اړه هم دسیاسي اخزابو له استازو سره اړین معلومات شریک او له هغوی يې په دې برخو کې د زمینه سازۍ او ګډو هلوځلو په موخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
لغمان والي دوی ته دخپلې وینا پرمهال زیاته کړه چې له تاسو سره لوی قوت دی خو پرځای استعمال يې ښه مدیریت ته اړتیا لري چې دا وړتیا په تاسو کې شته ،تمه ده څو په ټول توان سره دملي ټولګټو پروژو دتطبیق لپاره دعامه ذهنیت په جوړونه او ملاتړ راخپلولو کې دخپل حکومت سره اوږ پر اوږه کار وکړئ.


ددغې مشورتې غونډې په وروستیو کې د سیاسي احزابو له لوري یو پریکړه لیک هم لاسلیک او صادر شو چې پکې د ولایت او ملي یووالي حکومت د ورستیو هڅو او تلاشو څخه د ستاینې ترڅنګ په لغمان کې دبنسټیزو پروژود تطبیق په برخه کې د ټولو وزارتونو او نړیوالومرستندویه ادارو څخه دځانګړې پاملرنې ،دحکومت او سولې عالي شورا د وروستیو سوله ییزو هڅو،تلاشونو او همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواک څخه دملاتړ ،په امنیتي،دفاعي او قضايي ارګانونو کې دژورو اصلاحاتو د رامنځته کیدو او په وسلوالو مخالفینو دجګړې دبندیدو غږ شوی ؤ.