کور / سياسي / د پاکستان او طالبانو د اتحاد ماتول

د پاکستان او طالبانو د اتحاد ماتول

د پاکستان او طالبانو د اتحاد ماتول
له (والسټريټ ژورنال) څخه
ليکوال: زلمی خليل زاد
ژباړن : زکريا پوپل

په بهرني سياست کي کله کله کلييزي لحظې او طلايي فرصتونه را مينځ ته کېږي . دا کار هغه وخت شونی دئ، چي رواني پېښي محدوده کړکۍ رامينځ ته کوي، چي دهغې لاري کولای سو مهمي لاسته راوړني ولرو . کله کله دا فرصتونه بېخي ښکاره او څرګند وي، چي دهغه جملې څخه کولای سو دبرياليو عملياتو دترسره کېدو وروسته حالت ديوې بېلګي په توګه ياد کړو . زياتره وختونه دغه طلايي فرصتونه ژر تېرېدونکي وي او يوازي د هغه دتېرېدو وروسته سياست وال دې خبري ته متوجې کېږي، چي فرصت دلاسه تللی دئ . 
د ولسمشر اشرف غني او دافغانستان د نورو لوړپوړيو مقاماتو سره په کابل کي زما دوروستو خبرو اترو په نظر کي نيولو سره، زه په دې باور يم چي د می په ۲۱ د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکي دبريد په نتيجه کي د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژني، داسي طلايي فرصت رامينځ ته کړی دئ چي د هغه څخه په ګټه اخستني سره بالاخره کولای سو دا تضمين کړو چي پاکستان به د حقاني شبکې او افراطي طالبانو څخه د ملاتړچاري په بندولو کي همکاري وکړي . 
ددې سره هم، دپاکستان په سياست کي دغه ډول ټاکونکي اغېز ته دلاس رسي په موخه، بايد افغانستان او دامريکا متحد ايالتونه نور ګامونه هم واخلي، تر څو پر اسلام اباد فشار نور هم زيات کړي . که داسي ونه سي نو رامينځ ته سوی فرصت به له مينځه ولاړ سي . 
په تېر کي هم داسي فرصتونه راغلي او تللي دي . دغه ډول کلييزه لحظه په ۲۰۰۱ کال کي پر افغانستان د امريکا دمتحدو ايالتونو تر بريد وروسته راغلې وه. له هم هغه  وخته چي دامريکا دمتحدوايالتونو تر مشرۍ لاندي ائتلاف، په ۲۰۰۱ کال کي طالبان نسکوره کړل، تر ۲۰۰۴ کال پوري ( يعني تر هغه وخته پوري چي دافغانستان خلګو دريس جمهور حامد کرزي دانتخاب دپاره رايه ورکړه )، د امريکا متحدو ايالتونو ډېر ښه فرصت لاسته راوړی و . 
واشنګټن په هغه وخت کي چي کومه کړکۍ خلاصه سوې وه، له پامه وغورځوله . کله چي ددې کار لومړنۍ نښي نښانې څرګندي سوې، چي پاکستان په خپله خاوره کي طالبانو ته پناه ورکړېده، واشنګټن دې ته تمايل ونه ښود چي ټاکونکي ګامونه واخلي . ما، د جورج ډبليو بوش په دولت کي ديوه لوړپوړي چارواکي په توګه، په بې شمېره بحثونو کي دغه ډول  پوښتني راپورته کولې : آيا دا ډول پناځايونه په حقيقت کي شتون لري ؟ آيا دپاکستان ريس جمهور ( په هغه وخت کي پرويزمشرف و) رسماً هغه تاييد کړي دي ؟ او آيا دا مسئله دومره اهميت لري، چي دپاکستان سره همکاري په خطر کي واچول سي ؟ 
زما نظر دا و، چي پاکستان يو دوه ګونې خطرناکه او خاينانه لوبه مخته کړېده او په دې اړوند بايد پوښتنه ځني وسي . خو د ځينو دغه ډول ( واقعي يا فرضي ) لامولونو د مخه، چي پاکستان د القاعده په وړاندي مبارزه کي مهمه ونډه لري، دافغانستان دپاره دامريکايي ځواکونو دپاره دتدارکاتو د ترانزيت د مسير په  اړوند دپاکستان رول او د پاکستان د افراطي اسلامګرايانو په وړاندي  ددغه هيوادمبارزه ( که څه هم په بې ميلۍ مخ ته تله )، دمتحدوايالتونو مشرانو د طالبانو څخه دپاکستان دملاتړ شواهد په نظر کي ونه نيول . په پايله کي ئې داسي وسول، چي د طالبانو لوړپوړيو مشرانو دپيښور، کراچي او کوټي په شان ښارونو کي په ازادانه ژوند کولو پيل وکړ . 
د ۲۰۰۵ کال څخه، طالبان او دحقاني شبکه، چي په القاعده پوري تړلې وه او په پاکستان کي ځای پر ځای وه، ځان سره سمبال کړ او دمتحدوايالتونو او افغانستان دځواکونو په مقابل کي ئې بلواګري او ورانوکي کارونه پيل کړل . دافغانستان ددولت کمزورې حکومتولي، قطعاً د بلواګرانو دماتولو دپاره دنا توانۍ مهم عامل دئ . خو دطالبانو توانايي تر ټولو لومړۍ دپاکستان د استخباراتي او پوځي سازمانونو په ستراتېژيکو پرېکړو پوري اړه لري، چي دغه ډلي ته ئې پنا ځايونه ورکړه او ددوی څخه ئې ملاتړ وکړ . 
پاکستان، پر افغانستان دخپل تسلط د تضمين او د افغانستان او هند ترمينځ د اړيکو د محدودولو دپاره طالبان د خپل پراکسي ( نماينده )، په توګه ويني . دغه ډول اسلام اباد باور نه لري، چي په کابل کي اوسنی امريکا پلوه دولت دي د امريکا متحدو ايالتونو دپوځونو تر وتلو ورسته ، پرځای پاته سي . تير کال، پاکستاني مقاماتو خپلو افغاني سيالانو ته داسي قرار داد وړاندي کړ، چي په هغه کي دراتلونکو کلنو دپاره د دوو اړخيزو اړيکو دپاره نوي شرايط په نظر کي نيول سوي وو . ددغو شرايطو ځيني برخي دپاکستان څخه د افغانستان د حکومت دتابعيت سبب کېدل . په داسي حال کي چي د اوباما حکومت د متحده ايالاتو دځواکونو د وتلو پروګرام ته لادوام ورکوي، اوداسي توقع کېږي چي د روان کال تر اخره به ددغو ځواکونو شمېر د لسو زرو څخه پنځو زرو ته را ټيټ سي، خو واشنګټن د پاکستان په وړاندي بېله لاره په مخ کي نيولې ده . د امريکا کنګرې پاکستان ته پر پوځي مرستو لازيات محدوديتونه وضع کړي دي، او ددغو محدوديتونو علت دابولي چي پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو په چاره کي ناکامه سوی دئ . دغه راز کنګرې پاکستان ددې څخه هم منع کړی دئ، چي دامريکا دمتحدو ايالتونودمرستو څخه د اف ۱۶ دپيرلو دپاره ګټه واخلي .
دبله پلوه، داسي ښکاري چي ولسمشر اوباما دپاکستان لخوا د حقاني شبکې څخه ملاتړ او دافغانستان د سولي په بهير کي د اسلام اباد دخنډ رامينځ ته کولو ته  دپاکستان سره د متحدو ايالتونو داړيکو په ټاکلو کي لومړي توب ورکړی دئ .
د منصور دوژلو طريقه، دپاکستان او دامريکا دمتحدو ايالتونو داړيکو دبدلون ښکارندويه ده . د ۲۰۰۴ کال راپديخوا متحدو ايالتونو د پاکستان په خاوره کي دبې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي، خو هغه بريد چي پر منصور  ئې کړی دئ، د ټاکل سوي محدودې څخه تېر سوی دئ او دپاکستان په جنوب  لويدځ کي دبلوڅستان په ايالت کي دامريکا لومړنی بريد دئ . د مخکنيو بريدونو په خلاف دا دمتحده ايالاتو لښکر نه بلکي د سيا سازمان و، چي پر منصور باندي بريد ئې همږغی او عملي کړ . واشنګټن ددې بريد په کولو سره پاکستان ته دا روښانه پيغام واستوه چي : که پاکستان د طالبانو دملاتړ دپاره خپل سياست بدل نه کړي، نو به د ځپونکو ګامونو سره مخامخ سي .
دامريکا دمتحدو ايالتونو لخوا دبې پيلوټه الوتکو دپراخو بريدونو دلاري پر پاکستان دفشار ډېرېدل، ددې پيغام استولو يوه طريقه ده، خود هغو سره  بايد  سياسي او اقتصادي فشارونه هم ملګري وي . په مالي برخه کي پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان څخه دملاتړ دشاملو هيوادونو دنړيوال ملاتړ او دنړی وال صندوق دشاملو سازمانو او نړی وال بانک دملاتړ څخه برخمن دئ . پر هغه سربېره متحد ايالتونه کولای سي ددغي بودجې دلږولو دپاره، دپيسو د نړيوال صندوق دملاتړ دپروګرام دنوي کولو دلاري، چي د سږکال په دوبي کي ختمېږي، مخالفت وکړي . واشنګټن بايدپاکستان ته اخطار ورکړي، چي که د تروريستانو او افراط ګرانو څخه خپل پوځي ملاتړ ونه دروي، او دافغانستان د دولت او طالبانو ترمينځ د سولي خبري اتري او مصالحه اسانه نه کړي، نو د اقتصادي بنديزونو د ډېرېدو سره به مخامخ سي . يو بنسټيز ګام کېدای سي د هغو پاکستاني مقاماتو پر سفرونو محدوديتونه او اقتصادي بنديزونه واوسي، چي د بلواګرانو سره په لاس لرلو تورن وي او دهغو حقوقي شخصيتونو ( شرکتونو ) او پوځي اشخاصو حسابونه هم وتړل سي، چي د بلواګرانو په مالي تاميناتو تورن دي . 
اوس متحدوايالتو نو پاکستان د ناټو څخه دباندي ديو اصلي متحد په توګه ټاکلی دئ . دپاکستان اوسنيو کړنو او سياستونو ته په کتلو سره، دا ځای دپاکستان دپاره مناسب نه دئ او په عوض کي ئې وړ داده، چي دا هيواد دبهرنيو چارو وزارت  د هغو هيوادونو په لست کي ثبت سي، چي د ټروريزم څخه ملاتړ کوي . 
متحد ايالتونه بايد دنړی وال ملاتړ دتضمين په خاطر د پاکستان دمحکومولودپاره، داسي اطلاعات په نړی واله کچه خپاره کړي، چي دطالبانو او نورو بلواګرانو څخه د پاکستان ملاتړ او دغه راز دمخدره موادو په قاچاق کي دپاکستان لاس لرل ثابتوي .
بالاخره ولسمشر اوباما بايد دمتحدو ايالتونو د جديت دښودلو په خاطر د  خپلي پريکړي څخه په شا سي او په افغانستان کي دمتحدوايالتونو دځواکونو اوسنۍ کچه وساتي او اجازه ورکړي چي دده ځای ناستی د ځواکونو د کچي په اړوند په راتلونکي کي پريکړه وکړي . دغه  ګام او په افغانستان کي قوماندانانو ته په روان جګړيز فصل کي دافغانستان د ځواکونو څخه دملاتړدپاره دخپلو ځواکونو دکارولو په چاره کي دلا زياتي انعطاف منني دپاره اجازه ورکړي، نو به دا وښيي چي بلواګرانو او اسلام اباد ته داخطار ورکولو دپاره دامريکا عزم په کومه کچه دئ .