کور / تازه خبرونه / کندهار والي: په هر صورت بايد کندهار ته برېښنا ورکول سي

کندهار والي: په هر صورت بايد کندهار ته برېښنا ورکول سي

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د افغانستان د برېښنا شرکت تجارتي رئيس ته وويل چي په روژه کي بايد له هري ممکنه لاري څخه کندهار ته برېښنا ورکول سي، تر څو په دې مبارکه مياشت کي خلک له ستونزو سره مخ نه سي.کندهار برېښنا
د افغانستان د برېښنا شرکت تجارتي رئيس انجنېر عبدالوکيل ناصري نن کندهار ته سفر وکړ او د کندهار والي سره وکتل. نوموړي وويل چي کندهار ته يې د برېښنا د وضعي د څېړلو لپاره سفر کړی او زياته يې کړه په نژدې راتلونکي کي پلان لري چي په کجکي دوهم توربين فعال کړي. د دوهم توربين د فعاله کېدو لپاره بايد د ۴۵ ورځو لپاره برېښنا قطع سي چي تر پوره دوې مياشتي وروسته به کجکي د ۵۲ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا پيدا کړي چي له دې برخي څخه به ۲۰ مېګاواټه برېښنا کندهار ته ورکول سي.
ښاغلي ناصري زياته کړه چي په کندهار کي د لمريزي برېښنا تدارکاتي چاري يې بشپړي کړي دي او تر اختر وروسته به د دې پروژې ګټونکی شرکت اعلان کړي. هغه زياتوي چي د لمريزي برېښنا پروژه به په يو کال کي بشپړه سي او له دې سره به کندهار له ۱۰ مېګاواټه برېښنا څخه برخمن سي.
ناصري وايي چي له کابل څخه تر غزني پوري د برېښنا د پايو ۹۰ فيصده کار بشپړ سوی او ۴۰ فيصده د مزو د غځولو چاري يې بشپړي کړي دي. 
د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل چي په کجکي کي د دوهم توربين د فعاله کېدو پر مهال د برېښنا له قطع کېدو سره بايد د کندهار برېښنا رياست ته امکانات برابر سي، څو رياست وتوانيږي چي کندهار ته برېښنا ورکړي. هغه زياته کړه چي په هيڅ صورت بايد له کندهار څخه برېښنا قطع نه سي، ځکه په داسي ګرم موسم کي د برېښنا قطع کول لويه ننګونه ده.
نوموړي داراز زياته کړه چي د برېښنا په برخه کي ډېر کله صلاحيتونه په مرکز کي انحصار سوي وي او د برېښنا رياست کارونه له خنډ و ځنډ سره مخ کيږي چي په آينده کي بايد دا ستونزه هواره سي او تدارکاتي چاري همدلته ترسره سي.
ښاغلي عزيزي وويل چي کندهار ته يې د والي په توګه د راتګ يو کال وسو، خو لا هم د لمريزي برېښنا د پروژې چاري ټکنۍ دي. نوموړي ټينګار وکړ چي دا پروژه بايد ژر تر ژره پيل سي، تر څو دغه ولايت له برېښنا څخه برخمن سي.