کور / سياسي / د سولي مذاکراتو ولې دومره وخت ونيو؟

د سولي مذاکراتو ولې دومره وخت ونيو؟

ليک هارون زاخېلوالHaroon Zakhailwal هارون زاخيلوال

اکثره ورونو وخت پر وخت پوښتنې او تبصری کوي چه د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې مذاکراتو پروسه ولې دومره اوږده شوه ؟

د ورته پوښتنو دقيق جواب کومه رسمي سرچينه ورکولی شي اما زما د پيريانو د معلوماتو او شخصي تحليل مطابق خبره داسې ده چه :

-يو خو دا پروسه معمولي پروسه نه ده . يوه ډيره مهمه ملي مسله ده. وخت خو به حتمي نيسي.

د دې نظام د راتللو شپاړلس کاله وشول او حزب د شپاړلسو کلونو نه په نظامي مبارزه کې بوخت وو. له نظامه بهر وو. اوس چه سوله کيږي د شپاړلس کلونو خبره خو به يو څو مياشتي نيسي په يو ورځ يا يو دم خو نه کيږي.

ـبله مهمه خبره چه زما په نظر د مذاکراتو د پروسی د اوږديدو لامل شوه د حزب مقابل اړخ يا حکومت دی.

زما د خبرې هدف دا نه دی چه حکومت سوله نه غواړي يا مخالفت کوي بلکې هدف مې د حکومت جوړښت دی.

د حزب اسلامي او دولت جوړښت سره ډير فرق کوي. حزب يو تنظيم او د ملي وحدت حکومت بدبختانه د څو اطرافو او اشخاصو شريک يو غير طبعي حکومت دی.

که حزب ته کومه خبره راجع شي يا ترې په کومه نقطه وروستې پوزيشن وغوښتل شي نو حزب بې له ځنډه په مناسب وخت کې پريکړه کولې شي ځکه چه د حزب د مشورې او تصميم ګيرۍ د مرجع (اجرائيه شورا ) ټول محترم غړي هغه شخصيتونه دي چه د خپل عمر پنځه ديرش،څلويښت حتی پنځه څلويښت کلونه ې د حزب له ادرسه د خپل ولس په چوپړ او د خپل هېواد لپاره په مبارزه کې تېر کړی. هر يو ې عالم شخصيت او د ځلانده سابقي خاوند دی. د ښي اداري او مديريت تجربه د هر يو طرۂ امتياز ده. هر يو ې د حزب اسلامي او مجاهدينو له ادرسه په مختلفو وختونو کې په مهمو څوکيو پاتې شوې او د درندو درندو مسوليتونو سرفرازه او بريالي وتلي دي . نو چه هر کله ورته يوه نقطه راشي ډير زر پرې تصميم نيولې شي .

زما د معلوماتو له مخی اکثريت وخت د اجرائيه شورا د محترمو غړو فيصله متفقه وي ځکه چه ټول الحمد لله يو ستر او سپيڅلې هدف لپاره مبارزه کوي . کولای شي ډير زر يو بل په ډيره اسانه قانع کړي.

همدا راز حزب يوازی يو مشر ، رهبر او امير لري. د فيصلي او پريکړي واک ې دوهم شريکوال نلري. داسې نه ده چه پنځوس سلنه اختيار ې د بل چا سره او پنځوس د ده سره دی. بلکي د حزب اسلامي افغانستان د اساسنامې مطابق د وروستۍ فيصلې ټول واک لري . کولای شي چه ډير زر بې له کوم ځنډ او تاخير څخه د خپل پراخه علم ، پوهي فراست او مثالي تجربي په اساس فيصله او وروستۍ پريکړه وکړي.

اما که بل خوا وګورو ولسمشر محمد اشرف غني سوله غواړي. دا ې هيله ده چه مذاکرات زر کامياب شي . د سولې لپاره لېوالتيا او اخلاص ې تر شک لاندې نه دی ، د حزب هئيت سره ې هر ځل ډيرې ښې ليدنې او ناستي شوې. د مشر خوا ته ې هر ځل ډير په اخلاص او درنښت خطونه استولې. اما مجبوريتونه ې ډير دي. فيصله ې زر سر نه نيسي ځکه چه حکومت ې ځانته نه دی.

پنځوس سلنه ورسره بل څوک شريک دی .

خپل ټيم ې هم داسې نه دی چه يو ګوند او يو نظر وي او يا د ډير وخته يو ځای پاتې شوې وي بلکې د مختلفو ډلو او ګوندونو خلک دي چه ايله په تېرو انتخاباتو کې سره يو ځای شوې…

د دولت لخوا د مذاکراتو د فريق مهمه برخه د امنيت شورا ده. د امنيت شورا سلاکار ښاغلې محمد حنيف اتمر هم سوله غواړي . د مذاکراتو په اړه ې په نيک نيتۍ شک نه کوو اما د څومره ځنډ سره چه د دولت د جوړښت له وجې ولسمشر غني په غټه سطحه مخامخ کيږي ، اتمر ترې د امنيت د شورا په سطحه خلاص نه دی.

ورته خبره د سولي شورا له ادرسه هم ده. د سولی شورا مشر پير صيب سيد احمد ګيلاني خپل اخلاص او سولې ته ژمنتيا بار بار ثابته کړی. پير صيب مشر ته ډير اخلاص لري. سوله ې ستر ارمان او خواهش دی. د سولی شورا رياست ې د همدې هدف لپاره منلي چه سولې ته کار وکړي .

د پير صيب د اخلاص د اثبات لپاره همدا بس دی چه څه وخت مخکې ې ښکاره اعلان وکړ چه که چيرې د حزب سره سوله ونشوه زه د سولي شورا رياست پريږدم . اما څومره چه پير صيب مخلص دی دومره د سولی شورا د ټولو غړو تر منځ هم فکري او هم اهنګي نشته.

د سولې شورا جوړښت هم د ملي وحدت حکومت پشان دی.

د ملي وحدت د حکومت د هر برخوال استازي پکې موجود دی. هر يو ې جلا نظر او جلا غوښتنی لري چه دا کار د ځنډ او کله کله د اختلاف سبب ګرځي .همدا وجه ده چه ډير ځله په يوې وړې نقطې هم د سولی شورا ډير وخت ونيسي او د ډير ځنډ وروسته ې نهايي کړي.

د پورته ذکر شوو لاملونو تر څنګ د ځنډ يو مهم لامل د ملګري ملتونو ، ناټو ، د اروپايي هېوادنو ټولنې، د امريکا او يو شمېر هېوادنو جريان کې اچول دي . اګر چه د حزب اسلامي د دوی سره هيڅ سر و کار نشته مګر د ملي وحدت حکومت مکلف او پر دې مسول دی تر څو ياد سازمانونه او هېوادونه په جريان کې واچوي چه دا جريان اچول پخپله وخت نيسي

نو که په لنډه ې راټوله کړو نو د مذاکراتو د ځنډ لامل حزب نه بلکې د حکومت جوړښت او مجبوريتونه دي؛ خو د دې خبري مطلب دا په هيڅ صورت هم نه دی چه مذاکرات خدای مه کړه ناکاميږي يا خدای مه کړه نور ډير ځنډ به ونيسي بلکی که الله ج کول ډير زر به دا پروسه کاميابه شي او ډير زر به الله ج په ګران هېواد کې سوله راولي.

درنښت