کور / تازه خبرونه / امریکا د پوهنې وزارت څخه ۶.۲ میلیونه ډالر مرسته بیرته وګرځوله

امریکا د پوهنې وزارت څخه ۶.۲ میلیونه ډالر مرسته بیرته وګرځوله

لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو له مخي د امريکا پراختيايي اداره د افغانستان له پوهني وزارت سره ژمنه سوې ۶،۲ مليونه ډالره مرسته د وزارت لخوا د شرطونو نه پوره کولو او په کار کي د بې کفايتۍ له امله بيرته وګرځوله.USAID Afghanistan

 له کله چې ښاغلې اسدالله حنیف بلخې د پوهنې وزارت په چوکې کیناستې نو بیا له هغې ورځې را په دیخوا د نوموړي وزارت او تمویل کونکې ادارو تر منځ اړیکې خړی پړی شویدي. له همدې جملې څخه یې د امریکا د پراختیایی اداريUSAID سره یې اړیکې دومره خرابې شویدي چې نوموړې ادارې خپل تقریبا ټولې وعده کړې مرسته بیرته وګرځه ولې. 

 د پوهنې وزارت سره د یو تفاهم لیک له مخې د امریکا پراختیایی ادارې USAID په کال ۲۰۱۳ کې د ۳۰ میلیونو ډالرو مرستې وعده او تفاهم لیک لاسلیک کړې ووه چې دا مرسته به د افغانستان د کاري ځواک د پیاوړتیا د پروګرام (AWDP) لپاره په  مصرف رسیږي او دا پروګرام د سپتمبر ۲۰۱۳ څخه شروع او د سپتمبر ۲۰۱۷ کې پای ته رسیده ولې د پوهنې د وزیر ښاغلي اسدالله بلخي د بی کفایتي، د مدیریت نه شتون، او د تفاهم لیک خلاف د خپل سرې کړنو له وجې د امریکا پراختیایی ادارې د خپل ذکر شوې مرستی څخه لومړې ۱۸.۵ میلیونه ډالره د  27-Dec-2015نیټه وګرځه ول او اوس یې دا دی د روان کال د جون په میاشت کې د نوموړی پروګرام ۶.۲ میلیونه ډالر نور هم بیرته وګرځه ول. یعني مجموعي له ټولو ۳۰ میلیونو ډالرو څخه یې ۲۴.۷ میلیونه ډالر بیرته وګرځه ول. 

 او اوس له ۳۰ میلیون ډالرو مرستو څخه یواځي  ۵.۳ میلیون ډالر پاتي دي  او دا ۵.۳ میلیونه ډالر یې هم په دی وجه پوهنې وزارت ته  پریښودل تر څو په اوس کې د افغانستان د کاري ځواک د پیاوړتیا د پروګرام AWDP روانې پروژې په تکمیل ورسول شي.