کور / اسلام / د داعش پخوانۍ ريښه او د مباح الدم عقیده

د داعش پخوانۍ ريښه او د مباح الدم عقیده

Shabir Ahmed Qayoumi شبيراحمد قيوميليکنه: شبیراحمد قیومي
د اسلام سپېڅلی دین له تفرقې اچووني، وېري خپروني او د فساد د خپرولو څخه خلک راګرزوي او برعکس د ميني، ترحم او پاکو کارونو کولو لور ته خلک رابولي. دا چي کوم خلک دغه اصل په پام کي نه نیسي، په ښکاره ډول د اسلامي اوامرو څخه سرغړونه کوي او غیرمسلمو ته د اسلام او مسلمان انځور غلط معرفي کوي.
الله تعالی فرمايي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُو، آل عمران، ۱۰۳
اې مؤمنانو تاسي ټول د الله ج پر رسۍ (قرآن کریم) منګولي ټینګي کړئ او په خپل منځ کي تفرق مه اچوئ.
او فرمايي: ولَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ، البقرة: ۱۱
او تاسي په مځکه کي فساد مه کوئ.
پورته آیتونه په ښکاره د هغو خلکو د کارونو غلط ثابتوي کوم چي د مسلمانانو په منځ کي د مختلفو لارو له مخي تفرقې اچوي او په مځکه کي فساد خپروي. د دې له پاره چي ښه وپوهېږو، دا خلک څنګه تفرقه او فساد خپروي، لږ وضاحت ته اړتیا پیدا کېږي:
له کله چي شوري اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ افغانان، په ځانګړي ډول ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه اړ سول چي افغانستان پرېږدي او داسي سیمو ته مهاجرت وکړي چي هلته له پخوا څخه عقیدوي او فکري کړکېچ شتون درلود.
دغه مهاجرت په افغانستان کي د یو شمېر ګوندونو جوړېدو ته زمینه برابره کړه. دغه ګوندونو له عربو، پاکستاني او ځینو نورو عقیدوي مشرانو له خوا اداره کېدل. دغو ګوندونو د افغانانو له کمزورتیا او اړتیا څخه په استفاده شخصي عقیدو ته د رابللو رنګ خپل کړ او خلکو ته ئې د خپلو خپلو ځانګړو تګلارو او تګلورو په اړه بلني او تبلیغات شروع کړل. د دې سره سره ئې په بدل کي د سرپناه، روغتیا، ښووني او څه ناڅه نغدي بسپني مرستي هم کولې.
افغانانو چي له پخوا څخه ئې د اسلام له پاره قربانۍ ورکړي وې او لا ئې هم ورکولې، دا وخت د وطن د آزادۍ ننګ هم ور د غاړي و، نو په دین کي د لږ توپیر په زغمولو ئې چندان غوږونه نه ګورول او نه ئې د خبري ژروتیا ته دومره غوچ پام کاوه، نو ځکه ئې غوره وګڼل چي د دغو ډلو او ګوندونو سره لاس یو کي، ځان، کورنۍ، اولادونه سنبال او وساتي او افغانستان له شوریانو خلاص کړي.
که څه هم دغه ډلي او ګوندونه په فزیکي ډول په افغانستان کي وو او یا ئې د افغانستانه بهر د افغان جوړوني په نوم خلک جلبول، ولي وروسته ثابته سوه چي د دغو ګوندونو کار او موخه د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغانانو پاشلتیا، نفاق او تفرقه اچول دي، تر څو وکولای سي له موقع په استفاده خپلو موخو ته په آسانه سره ورسېږي.
دغو ډلو او ګوندونو به کله د مجاهد په نوم خلک د جهاد له پاره رابلل، کله به ئې د مهاجر په نوم، کله به ئې د موحد او کله به ئې مؤمن په نوم.
څنګه چي د وخت اړتیا وه، دغو ډلو او ګوندونو کله په یوه نامه فعالیت کړی، کله په بل نامه. دغو ډلو چي پخوا به ئې د خلکو تر منځ مذهبي، عقیدوي او فکري بې اتفاقي رامنځ ته کول، څو وخت وروسته ئې د طالبانو په تحریک کي هم خپل فعالیت پیل کړ.
هغه خلک چي تل ئې په افغانستان کي د خپلي شخصي عقېدې د پراختیا هڅي کړي، لکه ښاغلی عبدالله عظام عرب، ښاغلی مولوی جمیل الرحمن، ښاغلی اسامه بن لادن، ښاغلی عبدالرب رسول سیاف او داسي نور… . د دغو خلکو له هم هغه پخوا څخه هڅه دا وه چي لومړی تعیلمي مرکزونه ونیسي، هلته خپل نفوذ ډېر کړي او وروسته خلک خپل ګروهي ته دعوت کړي، چي ښه بېلګه ئې دعوت پوهنتون او ورته نور دي.
د دغو خلکو نفوذ، لکه څنګه چي تمه کېدل، لومړی په ختیځ ولایتونو کي زیات سو، ځکه چي هلته ئې له ډېر پخوا څخه د خلکو له اړتیا او کمزورتیا څخه په استفاده خپلي ريښې ټینګي کړې وې. دوی په دغو ولایتونو کي په پوهنتونونو، مدارسو، ښوونځیو او ورته نورو تعلیمي ځایونو کي خپل اساس جوړ کړی و.
د پورته عقیدې پیروانو دا وخت هم د افغانستان د دولتي سسټم په ټولو ادارو کي، په لوړه کچه وي، منځنۍ او یا ټیټه، بربنډ خپل شتون تثبت کړی دی.
دغه ډله خلکو به همېشه د هغو خلکو د خون د مباحتیا له پاره دلیلونه لټول، کوم چي د دوی د عقیدې خلاف وو. که څه هم د افغانستان د اساسي قانون د لومړۍ، دویمي، دریمي او یو سل و دېرشمي مادې مطابق، زموږ دین اسلام او مذهب حنفي دی، خو دغو خلکو له دغه اصل څخه په سرغړوني کوښښ کړی چي خپل مذهب ته، چي وهابیت یا سلفیت دی، په افغانستان کي پراختیا ورکړي.
دغه خلک بې له هغو کسانو، چي په ګروه وهابي یا سلفي وي، مرګ یا وینه ئې مباح (مرګ ئې رواه) بولي، نو ځکه که ئې وسوځوي، یا ئې غاړي پرې کړي او یا ئې راوځړوي او یا ئې هم په بمنو والوزوي، ځان مسؤل نه بولي او نه ئې ګرم ګڼي، بلکي په دې فخر او سرلوړی کوي، ځکه چي دوی ئې وینه بهېول رواه (مباح الدم) ګڼي.
د وخت په تېرېدو سره دغو ډلو په مختلفو نومونو فعالیت کړی، خو اوس ئې د داعش په نامه فعالیت ته دوام ورکړی.
داعش هم دغه پخوانۍ مخینه لري چي هدف ئې د خپل شخصي عقېدو نفوذ او د نورو عقیده لرونکو کسانو له منځ وړل دي او یا ئې په منځ کي نفاق اچول دي او په اصل کي واک تر لاسه کول دي.
په ټولیزه توګه ویلای سو چي هغه خلک، لکه داعش، چي د مسلمانانو تر منځ نفاق اچوي، په مځکه کي فساد او وېره خپروي، په ښکاره ډول د اسلامي اوامرو څخه سرغړونه کوي، چي ښه بېلګه ئې د تېري ورځي د ننګرهار پېښه وه چي په سره غرمه ئې د ولس په مخ کي یوه کورنۍ/پوسته په اور کي وسوځول.
که ئې چېري پوسته سوځلې وي، هم د دغه ځای خلک ګرم بلل کېږي، ځکه چي د محکمې او اسلامي شریعت په شتون کي ئې یو شمېر خلکو او شخصي املاکو ته اور واچاوه، په داسي حال کي چي د دغه ځای خلکو ورته کتل او هیڅ ممانعت ئې و نه کړ، ځکه چي له هیواد څخه دفاع د اساسي قانون د پنځمي مادې مطابق د افغانستان د هر وګړي دنده ده.
او که ئې چېري کور سوځلی وي، بیا هم د دغه ځای خلک ګرم او مسؤل بلل کېږي، ځکه چي د دوی په موجودیت کي یوه کورنۍ او د هغوی شخصی املاک سوځل د اسلام نافذه قوانینو، پښتني دودونو ستره بې ننګي ده.
که چېري ځايي خلک لار ورسره یو نه سي، هیڅ امکان نه لري، چي داعش دي پر خپل سر دومره ستر ناوړه کار وکړي.
نو انګېرنه دا ده چي د سیمي خلک به لا تر اوسه هم د مباح الدم د عقیدې ښکار وي چي داعش په دغه سیمه کي پرله پسې غورځنګونه کوي.
و من الله توفيق