کور / شعر / ژاړي قلم وايي قلم ته ـ منظوم نکل

ژاړي قلم وايي قلم ته ـ منظوم نکل

ahmadwaliachakzai

ژاړي قلم وايي قلم ته
حيران يم زه و دې ستم ته
زه بازاري سوم په پيسو سوم
ارزښت مي کم په سرو ټکو سوم
د پتنګانو شمعه نه يم
په تاريکۍ کي ډېوه نه يم
منبع د علم پوهي نه يم
جام زه د حق د کوهي نه يم
سوم زه اوزار د ظالمانو
يم ستمګر پر کمزورانو
ژاړم زه خپل پر حالت ژاړم
د خپل عفت پر ميت ژاړم
دويم قلم ورته ګویان سو
ويل مطرح چي کوم بيان سو
پکښي چي ګډ نن هر ښاغلی
هغه دی اوږد او ډېر پېچلی
خو د حل لاره يې ساده ده
و هر قلم ته توصيه ده:
بيکاره هغه سياهي ده
ضايع ضايع هم رسوايي ده
پر ښو چي امر یو څوک نه کړي
له بدو منعه چي څوک نه کړي
واوره قلمه اې غمګينه
وينا ښايسته او نازنينه
و هر تاريک ژوند ته ده شمعه
ښو ته بلل له بدو منعه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲۴مه نېټه، بون 

______________________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه