کور / تازه خبرونه / کندهار والي: د معارف ستونزه د ولس په غوښتنه هوارېدای سي

کندهار والي: د معارف ستونزه د ولس په غوښتنه هوارېدای سي

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي دا څرګندوني نن سهار له مشورتي بورډ سره په ناسته کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. نوموړي وويل د کندهار معارف زياتي ستونزي لري او په دې اړه ولايت مقام ته ډېر شکايات سوي دي چي په هواري کي به يې کوټلي ګامونه واخلي، خو د معارف ستونزه تر ډېره حده د ولس په هلوځلو او غوښتنو هوارېدای سي. نوموړي زياته کړه چي که د کندهار خلک له معارف سره علاقه ولري، نو له حکومت سره په همکارۍ کولای سي چي د معارف ستونزي هواري کړي، خو له بده مرغه ولس په دې برخه کي ډېر چوپ دی.

 

د غونډي په پيل کي ګډونوالو بېلابېل نظريات وړاندي کړل. د موی مبارک خطيب وويل چي کندهار ته د والي له راتګ سره په ډېرو برخو کي اصلاحات راغلي دي او ولايت مقام اصلاحاتو ته پوره ژمنتيا لري، خو کندهار ولايت نور کار ته هم ډېره اړتيا لري. هغه زياته کړه چي اداري فساد، له ادارو څخه پرله پسې نظارت، د ادارو له خوا د يوې-بلي اوامرو او غوښتنو ته غاړه نه ايښودل او د ادارو تر منځ نه همکاري د کندهار لپاره لويي ستونزي دي. هغه وويل چي ولايتي اداره بايد دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

د منازعاتو د هواري په برخه کي د ولسمشر سلاکار وزير حاجي اغالالي دستګيري وويل چي ولايتي ادارې د کندهار د بهبود لپاره خپله اراده څرګنده کړې ده، خو د ادارو نظارت بايد زيات سي او په دې ولايت کي بايد ډېري انکشافي پروژې پلي سي. نوموړي وويل چي له کندهار څخه بايد يو ګډ هيئت کابل ته راسي او له ولسمشر سره د کندهار ستونزي شريکي کړي.

 

نوراحمد قرانمل وويل چي کار بايد اهل کار ته وسپارل سي، خو له بده مرغه دې اصل ته ډېره توجه نه ده سوې. هغه زياته کړه چي يوازي تېر کال ۳۷۴ تنه له تعليم او تربيې پوهنځي څخه فارغ سول، خو لا هم په ښوونځيو کي نه ګمارل کيږي او پر ځای يې د دوولسم فارغين د ښوونځيو آمرين يا استادان دي.

 

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل چي په دې وروستيو کي له خلکو سره د پوليسو چلند په نسبي ډول سم سوی دی، ځکه د خلکو شکايات د پخوا په پرتله کم سوي دي، خو د ادارې په اصلاح کي بايد ولس پوره پوره همکاري وکړي. نوموړي زياته کړه چي ولايتي ادارو د دې ولايت د مشرانو او سپين ږيرو په مشوره اقدامات کوي او هر وخت تاسو کولای سئ چي خپلي مشورې او سالم انتقادونه تر ولايت مقام پوري راورسوئ.

 

ښاغلی عزيزي زياتوي چي د فساد په له منځه وړلو کي د ولس همکاري زياته مهمه ده، ځکه همدا ولس د نامشروع غوښتني په موخه مامورينو ته رشوت ورکوي. که ولس د فساد مخه نيول غواړي، نو بايد هيڅ مامور ته رشوت ورنه کړي.

 

هغه زياته کړه: ستاسو په مرسته هڅه کوم چي په موجوده امکاناتو ستونزي تر ممکنه حده هواري کړم، خو کوم مسايل چي په مرکز پوري اړه لري، هغه به د يوه ګډ هيئت په ډول له ولسمشر سره شريک کړو. تاسو اماده واوسئ، زه له مرکز سره خبري کوم چي له ولسمشر سره د ليدني وخت راواخلي. کله چي وخت معلوم سو، نو د يوې مشخصي اجنډا له مخي به له ولسمشر سره د دې ولايت ستونزي شريکي کړو.

12 bijlagen