کور / شعر / عزم

عزم

عـــزم yousaf khedmargar mazdorzoi مزدورزوی
مونږ لا مـنزل وهـو پـه شـپـو کې سـبا نه پـیـژنـو
پـه تـورتـمـــو کې د څــو شــمـو رڼـا نـه پــيـژنـو
ستا دکمڅیو په ښکلا باندې چې پوه نه شي څوک
رنـګـه نان…ـزکې جــوړه شــوې ښـکلا نـه پـيـژنــو
زمونږ د بـڼ ښکلي ګلونه يـي پـه مونږه لـو کـړل
هــر ږیــرور تـه مــلا وایــو مــلا نــه پــيـژنــو
تندي مو مات شي ترږمۍ کې ستا وربل پـه لـټـه
پـه بیـلـتانـه کې د خـوبـونـو رښـتـیا نـه پـيـژنـو
پوه یم چې مل وي سره ګلان تیرو اغزیـو سره
مـونـږ پـسرلـو کې د اغـزیـو ســودا نـه پــيـژنـو
نورخدمتګاره عزم ټینګ کړه تـقـدیرلاس کې واخله
نور د وصال پـه لار کې دم او فـتـوا نه پـيژنـو

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی