کور / تازه خبرونه / د کندهار د باغ پل د نړيدلو له خطر سره مخامخ دی

د کندهار د باغ پل د نړيدلو له خطر سره مخامخ دی

د کندهار د ارغنداب پر سيند ولاړ باغ پل چې د روسانو له لوري جوړ سوى دا مهال کندي کندي سوى دى.
د باغ پل د پاسه هره ورځ په زرګونه موټران د کندهار يو شمېر ولسواليو او د لوديځو ولايتونو ته تګ را تګ کوي.
باغ پل د پاسه کندي کندي سوى او کله چې لوى بار وړونکي موټرونه پرې تېريږي نو لړزه کوي چې د انجينرانو په وينا دا لړزه يې د نړيدو امکان ډېروي.
اوس مهال اړينه ده چې حکومت په ځانګړي ډول ولايتي اداره دغه پل ژر تر ژره ترميم کړي.
که چېري دولت دا کار نه کوي نو د ملي سوداګرو څخه تمه کيږي چې په دي برخه کې اقدامات تر سره کړي.

د يادوني وړ ده چي د پله امنيتي ساتونکي په يوه وار تر لسو زياتو بار وړونکو لاريو ته د تګ اجازه ورکوي يا له هرات څخه راتلونکي لارۍ پر پله دريدو ته مجبوروي چي دا کار د پل د نړيدلو خطر نور هم زياتوي.

باغ پل کندهار image image