کور / تازه خبرونه / د زابل پر والي بريد حقيقت نلري

د زابل پر والي بريد حقيقت نلري

جنرال نورزى:افغانمل په کمين کې نه دى ختلى.بسم الله افغانمل
د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزى وايې چې د دي ولايت والي د طالبانو په کمين کې نه دى ختلى بلکي وايې چې طالبانو د سړک څخه درې کيلومتره ليري ډزي وکړي.
نوموړى وايې چې شاجوى ته پر لاره په دغه موټريز کاروان کي خپله دى هم وو خو وايې چې نه والي او نه هم نور لوړ پوړي دولتي کسان په کمين ختلي دي.
مل پاسوال ميرويس نورزي د زابل د والي بسم الله افغانمل دا ادعا چې ګني په کمين کي ختلى دى ناسمه بولي.
د زابل والي بسم الله افغانمل ويلي دي چې په کمين کې وختى او بيا نښته هم رامنځته سوه.