کور / تازه خبرونه / پکتيا: په دوو جلا چاودنو کې لس ملکي خلک ووژل شول

پکتيا: په دوو جلا چاودنو کې لس ملکي خلک ووژل شول

 

دپکتيا ولايت په څکمنيو ولسوالۍ کې دځمکني ماين د دوچاودنو له امله لسملکي وګړي ووژل شول .

دياد ولايت چارواکي وايي ،چې دغه چاودنې دهغو ماينونو له امله شوې ،چې وسلوالو طالبانو دجګړې پر مهال امنيتي ځواکونو ته ځای پر ځای کړي و .Mine explosion ماين چاودنه

دياد ولايت وياند نقيب احمد اتل  وايي، چې دلومړی چاودنې کسان له څمکنيو ولسوالۍ څخه ګردېز ته روان و، چې پر ماين وربرابرل شول .

نوموړی وايي په دې پېښه کې پنځه کسانو وژل شوي ،چې ټول ديوې کورنۍ و .

خو ديادې کورنۍ يو خپلوان سيد پاچا طوطاخېل وايي په دې ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ مشر ډاکتر احسان، دهغه ورور، زوی، مور میرمن او دتره زوی  وژل شوي دي .

نوموړی وايي چې دغه ډاکتر دسيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکی و ،چې څوکاله ېې په څمنکيو ولسوالۍ کې شخصي روغتون لاره .

له بلې خوا ددې چاودنې وروسته ديادې ولسوالۍ په بګياړ سيمه کې په تراکتور موټر باندې ورته چاودنه شوې ،چې پنځه تنه پکې وژل شوي دي .

نقيب احمد اتل وايي وژل شوي کسان ټول ملکي وکړي و،چې ددمزدورۍ څخه وروسته دکور پر لور روان و.

ياده دې وي ،چې له څو ورځو راهيسې وسلوالو طالبانو دګردېز او پټان په لويه لاره له امنيتي سرتېرو سره جګړې پيل کړې دي .