کور / سياسي / جمعه خان همدرد: هيچا ته د هيواد په سرنويشت د لوبو اجازه نه ورکوو

جمعه خان همدرد: هيچا ته د هيواد په سرنويشت د لوبو اجازه نه ورکوو

Juma khan hamdard Germany جمعه خان همدرد جرمنيپه آلمان کې د ښاغلي جمعه خان همدرد سره د میشتو افغانانو غونډه جوړه شوه.

د روان کال د اګست د میاشتې په ۱۴ نیټه د آلمان د هیورت په ښار کې د افغانستان د روانوحالاتو او د سولې د بهیر تر سرلیک لاندې یوه درنه غونډه جوړه شوه، چې د آلمان سر بیره پکې د ګڼ شمیر اروپائي هیوادونوڅخه سیاسي ، کلتوري او مخه ورو افغانانو ګډون کړی ؤ.
د غونډې د ویندوئي چارې ښاغلي ډاکټر شیر ولي شیر او عزیز سرشار پر مخ بیولې.

غونډه د قرآن مجید د سپيڅلو آیاتونو په تلاوت سره د ښاغلي سید هاشم پاچا  له خوا پیل شوه .
ورپسې ښاغلي استاد سید حسن سعید د هرکلي تر څنګ په خپله  وینا پرانيسته.image
ښاغلي عبدالله احسان ددروند مشر الحاج جمعه خان همدرد لنډه پيژندګلوي ولوسته دغه راز ښاغلي امین الدین  سعیدي د هیواد د  حالاتو په باب په زړه پورې لنډه وینا واوروله،ورپسې ښاغلي سید عمر پاچا صیب پخپله وینا کې د غونډې په ارزښت خبرې وکړې.
په دغه لړ کې ښاغلي عزیز سرشار د ټولنو په استازیتوب د غونډې او ښاغلي همدرد ، د ملي دریځ  ملاتړ پیغام ولوست .
غونډې ته محترم جمعه خان همدرد ارزښتناکه او هر اړخیزه وینا وکړه ،ښاغلي همدرد وويل د روانو کړکيچنو حالاتو څخه د راوتلو لاره ملي یوالی دی او پر افغانانو ئې غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي ، یو بل وزغمي ،خپله تاریخي ورورګلوي یو ځل بیا ثابته کړي او په هیواد کې د سولې لپاره یو موټې شي.Joma khan Hamdard Germany جمعه خان همدردجرمني
ښاغلي همدرد په هیواد کې وروستیو تازه پیښو ته په کتو، وویل : «زه د ملي یوالي ددې ډول حکومت ملاتړې نه یم ،که خبره د افغانستان ملي ګټو د تاوان تر بریده ورسیږي او بعضې ډلې د سرو او شنو نمایشي کرښو خبرې کوي نو مونږ په ټول قوت دهغوې پر وړاندې دریږو او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د هیواد او اولس په سر نوشت لوبې وکړي.
د ښاغلي همدرد تر وینا وروسته د غونډې دوهمه برخه د ګډون والو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه،ټولو په افغانستان کې د میشت قومونو په یوالي او ورورولۍ ټینګار وکړاو د سیاسي ډلو څخه ئې په کلکه غوښتنه وکړه چې د هیواد، اولس او ملي ګټو لپاره دې سره نزدې څنګ تر څنګ Joma khan hamdard Dr. Shir wali shir, hassan pacha books gift to Joma khan hamdardدګډ کار لپاره  ملا وتړي.ورپسې ښاغلي همدرد د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه ېې وکړه چې ددې غونډې د ګډونوالو دملي او افغاني نظرونو  او وړاندیزونو لپاره به د خپل وس تر بریده عملي هلې ځلې وکړي .
په پائ کې ښاغلي استاد سید حسن په اروپآ کې د افغاني کلتوري ټولنو په استازیتوب ښاغلي همدرد ته
څو ټوکې  کتابونه ډالۍ کړل.
هڅه کوو ددې ارزښتناکي غونډي د جريان ويډيو هم ژر له لراوبر څخه خپره کړو.

د غونډي جريان انځوريز جريان

کمره: عبدالولي برهاني

image image image image image Joma khan Hamdard Germany جمعه خان همدردجرمني image image Juma khan hamdard Germany جمعه خان همدرد جرمني image image image image image image image image image image image image image image image image image image image image image image image Juma khan hamdard Germany جمعه خان همدرد جرمني Joma khan hamdard Dr. Shir wali shir, hassan pacha books gift to Joma khan hamdardimage imageJoma khan hamdard Dr. Shir wali shir, hassan pacha books gift to Joma khan hamdardپای