کور / تازه خبرونه / د قطر سره مياشت په کندهار کي ۲۴ د اوبو څښلو او زراعتي څاګاني کاږي

د قطر سره مياشت په کندهار کي ۲۴ د اوبو څښلو او زراعتي څاګاني کاږي

نن سهار د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتي سیمه ییز استازي احمد العثماني له کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په کتنه کي وویل چي دوی غواړي په کندهار کي د بیړنیو خدماتو د چمتو کولو په برخه کي کار وکړي او دلته ۲۴ څاګانې وباسي چي ۴ به یې زراعتي او پاتي به یې د اوبو څښلو لپاره وي.  

‍ښاغلي عثماني وویل: دوی پلان لري چي د کلیو او پراختیا له وزارت سره په ګډ تفاهم په اتو ولایتونو کندهار، روزګان، هلمند، زابل، وردګو، پکتیا، غزني او پکتیکا کي دغه ډول څاګانې وکاږي چي په کندهار کي دغه پروګرام د افغان تعلیمي او خیریه موسسې له لاري پر مخ ځي.همداراز نوموړي وویل چي دوی پر دې سربېره د زراعت، روغتیا او تعلیم په برخه کي هم هکاري کوي. 

کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي لومړی دوی ته ښه راغلاست ووایه او په داسي حیاتي برخه کي د دوی مرستې او همکارۍ یې وستایلې زیاته یې کړه: کندهار ولایتي اداره تر خپله وسه له تاسو او هرې مرستندویه ادارې سره پوره همکاري کوي. تاسو ته څرګنده ده چي افغانستان یو په جګړه کي ښکېل هیواد دی چي په لکونو کسان یې پر کور دننه او له هیواد بهر کډوال دي او دا مهال یو شمېر کډوال بیرته له بهرنیو هیوادونو خپل هیواد ته راځي چي ډېر ځایونه د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او  پردې سربېره جګړو زموږ ډېر تاسیسات وران کړي دي چي په دې برخه کي زراعت هم لویه صدمه لیدلې ده. له تاسو او ټولو بهرنیو مرستندویه ادارو مو هیله دا ده چي له موږ سره په دې برخه کي تر خپله وسه مرسته او همکاري وکړي. 

ښاغلي عزیزي د زراعت، کلیو پراختیا، اقتصاد او نورو اړوندو ادارو مسؤولینو ته لار ښوونه وکړه چي د دې څاګانو د ایستلو لپاره مناسبه ساحه تشخیص کړي او په یاده ساحه کي د څاګانو د ایستلو دلایل په ګوته کړي. نوموړي وویل: دغه څاګانې دي په داسي سیمو کي وایستل سي چي هلته واقعا د څا ایستلو ته اړتیا وي او په مجموع کي دي د دغه ډول پروژو د تطبیق پر مهال د عادلانه ویش او واقعي اړتیا اصل په پام کي ونیول سي.