کور / راپور / پاکستان، د پښتنو په بنیادي، ذهني او جمساني ځپلو لاس پورې کړدی دی

پاکستان، د پښتنو په بنیادي، ذهني او جمساني ځپلو لاس پورې کړدی دی

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

پاکستان، د پښتنو په بنیادي، ذهني او جمساني ځپلو لاس پورې کړدی دی

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

پاکستاني حکومت په قبايلي سيمو کې له زرو څخه د زیانو تعلیمي او روغیتايي ادارو د بندولو پریکړه کړې ده چې د قبایلي سیمې د ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې د قیایلي سیمو د استازیو له سخت غبرګون سره مخ سوې ده.

له فاټا سيکرټريټ څخه د جاري شويو مالوماتو تر مخه: د ريشنلائزيشن ( د کم تعداد) پاليسۍ په اساس به په قبايلي سيمو کې په مجموعي توګه درې سوه دريشت (۳۲۳) روغیتايي مرکزونه او تر اووه سوه زيات تعليمي ادارې بندې کړي.

د سرچینې په هواله چې دا پریکړه تیره ورځ په یوه غونډه کې چارواکیو له صلاح مشورو وروسته کړې ده، چې د قبایلي سیمو ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې له قیایلي سیمو استازیو خواښیني ښوودلې ده.

بلې خوا ته د (خيبرپښتونخوا ډائريکټريټ آف کالجز) د زده کوونکیو د کمي له امله حکومت ته په ایالت کې د يوولس کالجونو د بندولو سفارشات کړي دي، په دغه سفارشاتو کې ويل شوي دي چې په کالجونو کې د درې نوي زره زده کوونکیو ګنجایش دی، خو په دې کې تر پنځوس زره هم کم زده کوونکي زده کړې کوي.

خو د قیایلي سیمې ولسي خلګ، ملایان، مدني فعالان، مخورین، سیاسي/ مذهبي مشران او له قایلي سیمو څخه په پاکستانی پارلیمان کې د خلګو استازي وايي حکومت ورسره په هره توګه زیاتی کوي، دوی وايي پاکستان ورسره د ژوند په یوه برخه کې زیاتی کوي، نو دا چې دغه دولت به هیڅ کله د دغه تعلیمي او روغیتايي ادارو بندولو ته پرې نه ژدي.

یاده دي وي چې په خیبرپښتونخوا او قیایلي سیمو کې تر دا وخته د وسله والو له لورې تر زرو زیات ښوونځي په بیلا بیلو پلمو په بمونو الوځول سوي او یا هم سوځول سوي دي، چې سیاسي شنونکي او ملتپال ګوندونه دا کار په پښتني سیمو کې د تعلیمي نظام په کمزورې کولو او پښتانه د جهالت و لورته په بیولو پورې تړي او وايي: دغه وسله وال دغه کار د دولت په ملاتړ کوي.