کور / تازه خبرونه / په اسلام ابا کې پښتنو مشرانو غونډه کړى

په اسلام ابا کې پښتنو مشرانو غونډه کړى

دجمعیت العلما اسلام (ف)دمشرمولانا فضل الرحمان داسلام اباد په کورکې دپښتنو مشرانو غونډه تره شوې چی په کې دپښتونخوا ملي عوامي گوند مشرمحمودخان اچکزی،دجماعت اسلامي مشرسراج الحق ،دنیشنل عوامي گوندله خوا حاجي غلام احمدبلوراو افراسیاب خټک ،دقومي وطن گوند له خوا جانداد خان اود مسلم لیگ (ن) له خوا امیرمقام برخه لرله په دې غونډه پردریو موضوعاتو خبرې وشوې اول دقبایلي سیمو پراصلاحاتو چې په پښتونخواکې پر څه ډول شاملې شي دویم دافغان مهاجرو دبیرته ستنیدنې خبره اودپاکستان دپښتنو دشناختي کاردونو دبندیدو ستونزه ده پردې دریو موضوعگانو به نن په ملي اسمبلۍ کې هراړخيزې خبرې وشي همدې غونډې ته د جمعيت العلما اسلام (ف) مشر مولانافضل الرحمان ويلي چی افغانستان پرهرډول زمونږ گاونډی هېواد دی دافغان مهاجرو ستونزه دې پرسفارتي توگه حل شی، رجسټرو افغان مهاجرو ته دې نور وخت ورکړل شی او پښتانه پرهر ځای کې ځورول کیږي
پښتنو مشرانو ویلي دي حکومت دې پښتانه ځورول پرېږدي او د افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا موده دېپنځه کاله نوره وغځول شي، ځکه چې افغانانو د پاکستان خدمت کړی دی
په اسلام اباد کې د زیارت په ماسخوتن د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزي په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې په کې د جمعیت اعلماء اسلام مشر مولانا فضل رحمان.د جماعت اسلامي امیر سراج الحق .د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر افراسیاب خټک د مسلم لیګ ن یو مرکزي مشر امیرمقام او د سېنېټر صالح شاه په ګډون نورو مشرانو ګډون وکړ.
په غونډه کې وویل شو چې د ترهګرۍ په نوم د یوشمېر پښتنو شناختي کارډنه بند کړل شوي دا رنګ قبایل هم په یوه او بل نامه ځورول کېږي باید چې حکومت له دې ډډه وکړي او د پښتنو شناختي کارډونه ازاد کړي.د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.د د ه په وینا چې دوی به په دې لړ کې د یوې ډلې په بڼه کې له وزیر اعظمه سره ویني او دا مسلې به ورته په وړاندې کوي
(ایران افغان کډوالو ته تر ۲۰۲۱ کاله د ایسارتیا وخت ورکړی نو باید چې پاکستان هم تر۲۰۲۱ م کاله پورې وخت ورکړي او کوم افغانان چې نه دي رجسټرډ شوي په کار ده چې هغوی رجسټر کړي او دغه رنګ چې د فارن اېکټ لاندې کوم افغانان نیول شوي هغوی دې په فوري توګه خوشې کړل شي او له دې سربېره له حکومته دا غوښتنه هم وکړل شوه چې د فاټا، پښتونخوا یا د بلوچستان سیمې پښتانه چې په پنجاب یا سیند کې د پوليسو لخوا ځورول کېږي د هغوی شناختي کارډونه بندېږي پاکستان حکومت دې په سمدستي توګه په دې لړ کې ګامونه پورته کړي او دا مسله دې مرکزي او صوبايي حکومتونه په ترجیحي بنیادونو حل کړي.)