کور / سياسي / پاکستان باید د افغانستان په هکله په خپلی پالیسۍ بیا کتنه وکړی

پاکستان باید د افغانستان په هکله په خپلی پالیسۍ بیا کتنه وکړی

 

پاکستان په تیرو څه کم څلویښتو کلونو کښی دافغانستان د میلیونونو بی وزله مهاجرو لپاره دبل هر ملک په پرتله غوره پناه ځای وو . زمونږ به لکونو مهاجر هلته زیږیدلی ،هلته لوی شوی او هلته یی لوړی زده کړی ترلاسه کړی دی اود تیر او اوسنی حکومت په کابینه کښی په پاکستان کښی دتحصیل یافته وو غوښنه برخه وه اوده . نوموړی مهاجر د پاکستان په هکله ښه نیت لری او په ناوړه حالاتو کښی خو پاکستان خپل دوهم کور ګڼی . 

ګرچی پاکستانی پولیسو په تیرو کلونو کښی هم افغان مهاجر کله ناکله زورول خو په عمومی ډول د پاکستان دملکی حکومت رویه ورسره ښه وه ، اوپه ځانګړی ډول دعوامو برخورد یی دستایلو وړدی .

خو په دی وروستیو وختو کښی خاصتآ دتورخم دپیښی راپه دی خوا دپاکستان پالیسی او سیاست د افغانستان په هکله ۱۸۰ درجی تغیر کړی ، دمهاجرو سره ډیر ناوړه چلند کوی ، مطبوعات یی هم د مهاجرو په هکله د تعصب ډکی خپرونی کوی چی دی حالت حتی دعوامو په ذهنیت هم ناوړه اغیزه کړی او دافغانانو په هکله دپاکستانی عوامو ذهنیت هم څه ناڅه بدل شوی او لاهم دبدلیدو په حال کښی دی 

. که چیری دپاکستان دحکومت اوسنۍ پالیسی دوام وکړی نو ددوو ګاونډیو او مسلمانو هیوادو په اړیکو ډیره ناوړه اغیزه کولای شی .او لری نه ده چی دافغانستان او پاکستان اړیکی به د پاکستان او هند تر اړیکو هم بد تر شی چی بیا به یی رغونه اسان کار نه وی. نو پاکستان ته پکار ده چی دافغانستان په هکله په خپلی پالیسۍ بیا کتنه کړی .

تاریخ ثابته کړی چی افغان غیور ملت هیڅکله هم په جبر اوزور چاته سر نه دی ټیټ کړی او دهغه چا خبره په زور درسره جنت ته هم نه ځی. خو برعکس په نرمه او پسته ژبه او خو اړیکو او خپله خوښه درنه خپل ژوند قربانوی او دوزخته هم  درسره ځی.نو پاکستان ته پکار ده تر څو دلاندینیو سپارښتنو په ترسره کولو سره  دافغانستان سره خبل مناسبات عادی کړی :

1. دحسن نیت په ښکاره کولو سره دی بی درنګه په پاکستان کښی دمیشتومهاجرینو سره په خپل سلوک او رویه کښی بدلون راولی او پولیسو ته دی په جدی ډول امر وکړی تر څو د افغان مهاجرینو دزورولوڅخه لاس واخلی . او په جبر او زور دی د ماجرینو راشړل سمدستی ودروی .

2. دتورخم دروازه دی دمهاجرو پر مخ بیا  خلاصه کړی او دویزی غوښتنه دی دتل لپاره ختمه کړی . د کنترول په منظور دی تلونکو  اوراتلونکو افغانانوته د یو ډول کارت دورکولو تجویز وکړی .

3. دهند په پرتله دی افغان محصیلنو ته زیات تحصیلی بورسونه ورکړی او په هر پوهنتون کښی دی دافغان محصلینو سهمیه زیاته کړی .

4. په تجارت کښی دی ترانزیتی ستونزوته دپای ټکی کیږدی او په خاص ډول دټازه میوو په موسم کښی دی لا ډیری اسانتیاوی برابری کړی .

5. دانکشافی پروژو په پلی کولو کښی دی لا ډیر زیات سهم واخلی او داسی پروژی دی تمویل کړی چی تل پاتی ،اغیزمنی او مفیدی کی لکه پوهنتونونه، شفاخانی او دبرق بندونه . 

افغان حکومت دی هم په خپل وار دپورتنیو سپارښتنو په هکله بالمثله رویه اختیار او کړنی تر سره کړی او خپله هغه انرژی او منابع چی دپاکستان سره یی دتقابل او رویارویی په سیاست کښی مصرفوی په نورو بلا ورپیښو مسایلو ولګوی .
سخی جان سالارزی