کور / سياسي / ملا څوک دی؟

ملا څوک دی؟

فهيم وردګ fahim wardagملا څوک دی؟ # 
زما پلار هم ملا دی: 
زه به یې د یما باچا، باختر، پکتیس او ګندهارا نه نه بلکې د بایزید روښان نه ملا او جومات په لنډو كې په څېړنیزه توګه وګورم۔ 
بایزید روښان هم ملا و او اخوند دروېزه هم 
بایزید روښان پښتانه د دین حقانیت نه په پښتو ژبه پوهول ٬ په پښتو يې د دين او پښتونولۍ له لارې د مغولو د غلامۍ نه خلاسول او د سیمې مشري یې ورکوله 
خو اخوند دروېزه د پښتون پښتونولي او خپلواکي وژله ، د بایزید روښان او پښتون ملي فکر یې په هغه ساکپاتو کوپر ګرځولو چې د دین نه یې جوړ کړي و، او پښتانه یې په ساکپاتو ساکبس او د مغولو غلامول۔ 
غازي محمد جان خان وردګ هم ملا ‌ؤ ګو‌‌‌‌‌‌ډ ملا و پير مجددي خیل هم ملايان و۔ 
غازي محمد جان خان وردګ او زرهاوو نور ملایانو د لکونو افغانانو سره د یرغلګر او نیواکګر انګرېز لښکرو پر وړاندې د خپلواکۍ مبارزه او غزا وکړه او ماته یې ورکړه۔
خو بیا ګو‌‌‌‌‌‌ډ ملا ، ملا مجددي او ګڼو ملایانو همدا ګټلې خپلواکي د انګرېز په ساکپاتو، امر او پیسو ړنګه او د حبیب الله کلکاني غله په لاس ورکړه 
په زرهاوو ملایانو د یرغلګر شوروي پوځونو پروړاندې د خپلواکۍ مبارزه، جدوحهد او جهاد مې برخه واخیسته او شهیدان شول۔
خو هماغه د جهاد وخت كې هم په زرهاوو ملايانو د ښوونځيو ٬ روغتونونو٬ ښارونو٬ او عامه ځايونو ورانولو او د پنجابي مرتد او فاشست پوځ د كابل سوځونې پاليسي پلي كوله او په زرهاوو ښوونكي٬ مامورين٬ پوليس او پوځيان يې په ناحقه ووژل۔
او بيا ملا پاسنی٬ ملا احسان الله٬ ملا بورجان ٬ ملا عمر او برادر ،زرهاوو نورو ملایانو د لکونو ملي فکر والو پښتنو په مټ د غدارو شروپسایانو لکه مزاري، نجیب، لالي، لالو، دوستمیانو، شورای نظاریانو په سزا رسرلو سره هېواد د بې ناموسيو٬ بې امنيو او ټوپكيانو څخه وژغورولو:
خو همدې ملايانو بيا همدا خپل هېواد د پنجابي مرتد او فاشست پوځ او آی اېس آی او اسامه بن لادن په لاس كې وركړی و٬
او دا نيژدې شپيته كاله كېږي چې زموږ ملا او جومات٬ رباني٬ سياپ٬ ګلبدين٬ مزاري٬ مجددي٬ پيرګيلاني٬ نيازي٬ نبي او سل هاورو نورو ملايانو څخه سي آی اې ٬ ای اېس آی٬ عرب٬ ايران٬ تركيه او د ناټو استخباراتو د ساكپاتو په مټ ساكبس٬ سبوګپ او جفف غوندې شروپساديانو دويم نسل جوړ كړی اودوی  زموږ د نسل وژنې او ورانې لپاره كاروي؛
دا ولې كيږي او د حل لاره څه ده؟
د حل لاره د ملا او جومات بې عزتي او د تقدس په كچه درنښت او موريدي كول نه دي۔
بلكې ملا او جومات د اجماع امت او قانون په چوكاټ كې سمبالول او دين په پښتو وړاندې كول تر څو  ملي پديدې ترې جوړې كړو او ساكپات نه يواځې دا چې ورباندې شنډ كړو بلكې د ساكپاتو مخ نيوی هم ورباندې وكړو او د خپل نسل د پايښت او سمسورتيا لپاره اغيزمن يې كړو۔
چې زموږ لپاره په دغه اساس ګټور شي الهم ربنا اتنا فې دنيا حسنه و فې الاخرته حسنه۔