کور / راپور / لندن کې د « ډیورندلاین» د ۱۲۳ تورتلین په مناسبت د غونډې او سېمینار پریکړه لیک:

لندن کې د « ډیورندلاین» د ۱۲۳ تورتلین په مناسبت د غونډې او سېمینار پریکړه لیک:

بسم الله الرحمن الرحیم

پریکړه لــیک

د انګلستان پلازمینې لندن ښار کې د « ډیورندلاین» د ۱۲۳ تورتلین په مناسبت د غونډې او سېمینار پریکړه لیک:   د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبر ۳ مه

درست افغـــان له کندهاره تر اټــکه

 سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

نن د شنبي ورځ د ۲۰۱۶ کال  د  دیسمبر د میاشتې  دریمه چې د ۱۳۹۵  لېږدیز- لمریز کال د لیندۍ د ۱۳ نېټې سره سمون لري د« ډیورنډلاین» د ۱۲۳ تورتلین د غندنې او د بشپړ او تاریخي افغانستان د بیا احیا په مناسبت، د انګلستان – لندن ښار کې د یوشمېر ټولنیزو، ملې او وطنپال ګوندونو استازو، سیاسي کار پوهانو، لیکوالانو، ژورنالستانو او فرهنګی شخصیتونو او د مدرن تخنیک په مټ د نړې له ګوټ ګوټ څخه د مخکښو، ملي او قومي شخصیتونو د ننۍ پرتمینې غونډې په ترڅ کې په فعاله توګه ونډه واخیسته.

د غونډې ګډونوالو د ملي، تاریخي او نړیوالو منل شوو حقوقي ارزښتونو په رڼا کې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په خلاف هر اړخیزي خبرې وکړي او ټولو ویناوالوپه ډاګه کړه چې د دې فرضي او استعماري کرښې دواړو غاړو پرتو ولسونو هیڅکله دا کرښه چې د پیل له ورځې يي یو واحد ملت پر دوو برخو ویشلی، نه ده منلې.

په ۱۹۴۹ کال د افغان ولس استازو د افغانستان (ملي شورا) اوومې دورې د ۱۸۹۳ ز کال، ۱۹۰۵ ز کال، ۱۹۱۹ ز کال او د ۱۹۲۱ ز کال تعهد لیکونه د رایو په اتفاق رسمآ لغوه اعلان کړل.

د یادوو شوو حقایقو او په دې اړه د نړیوالو حقوقي موازینو او ارزښتونو په رڼا کې د انګلستان پلازمینې لندن ښارنننۍ غونډه د اقغان ولس په آستازیتوب په لاندې ډول پریکړه کوي:

۱-«ډیورندلاین» یوه فرضي اومصنوعي کرښه ده. دا کرښه هیڅ ډول عملي، اجراییوي، حقوقي او قانوني مشروعیت او اتبار نه لري. کانفرانس دغه تپل شوې او استعماري کرښه او د هغې  په پایله کې د افغانانو ویش په سیمه او افغانستان کې د ډېرو سترو ستونزو او شخړو او د دې ملت د سترې اوږدې غمیزې او جینوساید بنسټ او سترعامل بولي.

۲- هغه څه ته چې په اصطلاح د « ډیورندلاین» په موافقه لیک کې ویل شوي، له لومړۍ شیبې څخه د نړیوالو حقوقو له عمومي پرنسیبونو، نورمونو او پروسیجرو سره په تضاد او ټکر کې دي. هغه نه د یوه خپلواک دولت لخوا چې د نړیوالو قوانینو له مخې د لاسلیک واک او صلاحیت لري لاسلیک شوي او نه هم د افغان لورې د آزادې ارادي او رضایت څرګندوی دي.

۳- په تاریخی لحاظ هم «ډیورندلاین» نه فزیکي (دیفکتو) او نه هم د کاغذ پر مخ (دیجوره) حقوقي ارزښت لري. په دې فرضي کرښه کې ټول بشري، جغرافیایی او حقوقي معیارونه ترپښو لاندې شوي. د یوه واحد افغان ملت وجود يې څیرلی چې د تیرو ۱۲۳ کلونو په بهیر کې ترې وینې بهیږي.

۴- « ډیورندلاین» له پیل راهیسې، د افغان دولتونو لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او تل يې په دغه هکله د مقابل لوري د وړاندیزونو او غوښتنو په وړاندې د نړیوالو حقوقي او قانوني پرنسیبونو او د کرښې دواړو غاړو اولسونو ارادې ته د درناوی پر بنسټ  د رد ځواب ورکړی دی.

۵- لکه څنګه چې په وروستیوڅو لسیزو کې ویتنام، آلمان، یمن، سره یوځای اوهانګ کانګ په ۱۹۹۷ز کال خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو، په همدغه ډول افغان اولس هم دا حقوقي او قانوني حق لري چې  له هغوی نه جلا شوې خاورې او اولسونه په یوه واحد هیواد افغانستان کې سره یوځای شي.

۶- کنفرانس په پوره تأکید سره د ډیورنډ لاین ترنامه او پلمې لاندې د خپلو ټولو جلا شویو سیمو د استرداد غوښتنه کوي.

۷– کانفرانس د افغان اولس د ملي ارزښتونو د پالنې پر بنسټ په موجوده شرایطو کې د سولیزې سیاسي مبارزې په مټ خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره نه ستړي کیدونکې مبارزه کوي او د بشپړ افغانستان د بیا احیا پورې به خپلې دغې عادلانه مبارزې ته ادامه ورکړي. همدارنګه کنفرانس د دې نامشروع کرښې دواړو غاړو ته پر پرتو  ولسونو د ملي یووالې د دوام لپاره د کوټلې ګامو اخیستو غږ کوي.

۸- کانفرانس په نړیوالې ټولنې هم غږ کوي چې د تاریخی حقایقو په رڼا کې د بشپړ او تاریخي  افغانستان د جوړیدو په لار کې د پرتو خنډونو په له  منځه وړلو کې مرسته وکړي.

۹ــ دا کنفرانس د افغان ملت پر قاتلینو او دوښمانانو غږ کوي چې تر هرې پلمې او عنوان لاندې افغان وژنې ته د پای ټکی کیږدي

د کنفرانس ګډونوال باور لري چې زمونږ لنډمهال او اوږمهاله اهداف او موخې په نښه او برجسته شي. دغه اهدافو او موخو ته  د رسیدو لپاره متناسب  تدابیر ونیسو او هڅې همغږی کړو. ټول ملي، سیاسي ګوندونه، سیاسي او اجتماعي ملت پاله تشکیلات او د دغه ملت مخکښ شخصیتونه باید ګډو اهدافو او موخو ته د رسیدو لپاره د یوې پراخې عالي شورا تر چتر لاندې خپلې هڅې سره شریکې او کارونه کواوردینه او همغږي کړو.

۱۰ــ کنفرانس پریکړه وکړه چې پریکړه لیک دې د ملګرو ملتو ټولنې سرمنشي، امنیت شورا، د اروپا پارلمان، د اسلامي هېوادو نړیوال کنفرانس ټولنې، شانګهای تړون ټولنې، د سترو هېوادو مشرانو او په انګلستان کې کوردیپلوماتیکو نماندګیو ته ولیږل شي.

۱۱ــ دا پریکړه لیک په درې ژبو « پښتو، دري او انګلیسي» ترتیب او ټول متنونه يي مساوی اتبار او حقوقي ارزښت لري.

ومن الله التوفیق                                      Unity.afghanistan@gmail.com

durndjerga@gmail.com