کور / تازه خبرونه / ولسمشر کندهار ته پر نوي والي غور کوي

ولسمشر کندهار ته پر نوي والي غور کوي

جمهوري رياست د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي پر ځای د نوي کس پر ټاکلو غور کوي، په دې اړه ۹ کسه په رسمي توګه ولسمشر ته وړانديز سوبدي.

ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۵کال د سلواغې ۱۴ په ماښام په جمهوري رياست کي د کندهار ولايت له يوشمېر مشرانو او اشخاصو سره وکتل.
په دې کتنه کي په ولايت مقام کي د چاودنو او په اړه يې د پلټنو تر څنګ د امنیت، تعلیم، برېښنا، کرنې، د بندونو او کانال، سپېڅلو او تاریخي ځایونو جوړولو او د کندهار د کدرونو د جذب په برخه کې پر ستونزو بحث وسو او استازو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
يو له دغو وړانديزونو څخه د کندهار لپاره د نوي والي د ټاکلو وړانديز وو چي د ولايت مقام چوکۍ ته د ولسمشر سلاکار حاجي اغالالي دستګيري لخوا ۹ کانديدان  ولسمشر ته ور وپېژندل سول او له ولسمشره غوښتل سوي چي يو له دغو ۹ کسانو د کندهار د والي په توګه وګماري، په دغه وړانديز کي ولسمشر ته ليکل سوي چي د کندهار ولايت د سرپرست والي لخوا اداره کيږي او د مشرتابه د نشتون له امله د کندهار خلک نور هم له مشکلاتو سره مخامخ دي.
ولسمشر ته لاندي اته کسان وړانديز سويدي:
۱-حکمت خليل کرزی د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال
۲- الحاج ګل اغا شېرزی د ننګرهار پخوانی والي
۳- حاجي کريم الله نقيبي د جميعت ګوند مرستيال قومي مشر
۴- جنرال محمد يونس نورزی د سرحدي پوليسو پخوانی قومندان
۵- عبدالحامد قادري د ټرانسپورټ پخوانی وزير
۶- جنرال مسعود عزيزي د ګل اغا شيرزي پخوانی سکرټر او د کورنيو چارو وزارت برحاله مرستيال
۷- څارنوال محمدعيسی قومي مشر
۸- جنرال حمدالله نازک د ډنډ ولسوالۍ پخوانی ولسوال
۹- حاجي محمد داود ګلزار د ولسمشر سياسي سلاکار
له بلي خوا د کندهار د زخمي سوي والي ډاکټر همايون عزيزي په اړه ويل کيږي چي روغتيا يې د ډاډ وړ ده او ډير ژر بيرته خپلي دندي ته ستنيږي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دفتر ريس شکيب مجروح نن لراوبر ته د عزيزي د روغتيا ډاډ ورکړ او دندي ته د هغه ژر بيرته راتګ يې تائيد کړ.
دا په داسي حال کي چي پر ولايت مقام تر خونړي بريد مخکي هم د نوي والي د ټاکل کېدو په اړه ګنګوسې او بحثونه کيدل.
د چارو څارونکو له نظره که ډاکټر همايون عزيزي وار له مخکي هم ولسمشر ته د ولايت د چوکۍ پرېښودلو خبر ورکړی وي بيا نو اټکل کيږي چي ولسمشر به لکه په ډيرو نورو مقرريو کي يوار بيا يو ځوان او په ښه حکومتدارۍ کي د تجربې لرونکی وړانديز سوی شخص دغه مقام ته وټاکي چي په دې توګه په لومړۍ درجه کي د حکمت خليل کرزي، په دوهمه درجه کي د حمدالله نازک او دريمه درجه کي ښايي جنرال مسعود عزيزي تر نورو ډېر چانس ولري.
دا چي حکمت خليل کرزی ممکن تر ډيرو نورو د کندهار ولايت د چوکۍ لپاره مناسب کس دی خو په اړه يې ډيرئ ملاتړ کوونکي ټينګار کوي چي نوموړی په خپله اوسنۍ دنده کي مخکښ او بريالی دی. د حمدالله نازک او ګل اغا شېرزي په اړه يوه مياشت مخکي هم داسي اوازې خبري سوي وې چي ګواکي د والي کيدو په اړه يې په لوړه کچه په هکله خبري رواني دي دوی دواړه د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري خو دا لومړی ځل دی چي د لراوبر ادارې ته له جمهوري رياست څخه يوې باوري سرچيني داسي سند وړاندي کړ چي د کندهار د نوي والي په اړه د ريس جمهور او سلاکار حاجي اغالالي دستګيري تر منځ بحث په رسمي توګه تائيدوي.

 

کندهار والي
کندهار ولايت ته د کانديدانو ليست او وړانديز – لراولر ويبپاڼه