کور / سياسي / مظاهره : بلوا که کودتا؟

مظاهره : بلوا که کودتا؟

Larawbar.com

Larawbar.com

کبير کمال


په دې کې شک نشته چې دولت په ټوله کې او حکومت په ځانګړی توګه نیمګړتیاوې ٬ ستونزې او بې کفایتۍ لري چې په ځینو برخو کې نور دزغم او منلو وړ نه دي٬ خو دا ستونزې ټولې هم اوسنۍ نه دي او ډیره برخه یې دتیرو حکومتونو میراث دی٬ یا ددوه سری حکومتي جوړښت ایبره ده او څه هم دهمدې حکومت دفاسدو چارواکو له سببه او برکته دي چې د« پنځمې ستنې» رول لوبوي اوهغه دچاخبره «هم از توبره میخورند هم از اخور»۰ 
 هېوادوال حق لري دخپل ټاکلی حکومت او مشرانو څخه دامنیت ٬ کار او سوکالۍ غوښتنه وکړي او دهغوی دناغیړیو لامله پرهغوی نیوکه وکړي او دنورو هېوادوالو دپاملرنې دراجلبولو په موخه دقانون په چوکاټ کې مظاهرې ته راووځي او په لیکنې او شفاهي توګه شعارونه وړاندې کړي او دمظاهرې په پای کې هم یو پریکړه لیک چې دمظاهرې دګډون کوونکو غوښتنې او پوښتنې پکې رانغښتې وي تصویب کړي او چارواکو ته یې واستوي ۰ خو که دتیرې جمعې مظاهره داصولو په تله وتلو چې دخپل پیل څخه څو شیبې وروسته په یو وسله وال اخ وډب واوښته مظاهره نه بلکې یوه بلوا او کودتا وه چې له نیکه مرغه خپلو کرغیړنو موخو ته ونه رسیده ٬ خو بدبختانه چې زموږ د څو هېوادوالو دوینو په بیه تمامه شوه چې پړه یې ددې بلوا دمشرانو پغاړه ده ۰ په دې کې هم شک نشته چې دبلواګرانوپه منځ کې به داسې هېوادوال هم ورګډ شوی وي چې فکر یې کاوه چې دا دمدني غوښتنو دپاره یوه قانوني مظاهره ده ٬ خو حقیقت دادی چې یوې ځانګړې ډلې ددې نازک وضعیت درامنځته کیدواو دخلکو داحساساتو دپارولو څو میاشتنی زیار په ځان ګاللی و٬ چې موخه یې دهمدوی په وینا دنظام ړنګول او هغه هم نه یوازې داوسني نظام بلکه بیا هم دهمدوی په وینا ددری سوه کلن نظام ړنګول ول هغه یې چې  یووار دپردیو په لمسون په ۱۹۹۲ عیسوي کال کې ړنګ کړی وه او دکابل په ښار کې  یې دوینو لښتي بهولی وو۰ بلواګرو له مظاهرې څخه خپلې موخې درلودې(دنظام ړنګول) خو ددوی ترشا ولاړ دشرارت محور٬ خپلی ژوری او ستراتژیکې موخې لري ٬ نږدې هدف په کابل کې جوړیدونکي نړیوال کنفرانس مخنیوی او شنډول او په دې توګه په نړیوال ډګر کې دافغانستان منزوي کول او استراتژیکه موخه همغه ده چې پاکستان یې دخپل له پیدایښت له ورځې دافغانستان د ګونډو کیدو په هیله مخته بیایي ٬ روسیه او ایران یې لږترلږه د۱۹۹۲ عیسوي کال راپدیخوا دافغانستان دبی ثباته کولو په منظور او بیا داټول په دې موخه چې له افغانستان څخه د«ترانزیت» امتیاز سلب کړي ۰ لدې ټولو بابصیرته او هېواد ته ژمن افغان ته دوروستیو پیښو سرچینې په ډاګه کیدای شي – هغه څوک چې موږ ته انتحاریان رااستوي همغوی موږ ته بلواګران هم لمسوي (روسیه ٬ ایران او پاکستان) ۰ (ضیا مسعود٬ پدرام او احمد سعیدي ) ۰

کبيرکمال