کور / سياسي / مرګ پر پاکستان ولي؟

مرګ پر پاکستان ولي؟

دا شعار که څه هم د افغاني زړونو آواز دی خو له کلونو راهیسې په زړونو کې د ننه پاتې شوی دی، ما چې کله هم دا آواز له زړه بیرون د فسبوک پاڼې ته راوایست د ډیرو هېوادوالو لخوا بدرګه شو او تل زما د فسبوکي پوسټونه په کومینټ کې راته لیکلې مرګ په پاکستان. خو ورسره بعضي داسې سوالونه هم مطرح کیږي چې تش په شعارونه څه نه کیږي، دا مرګ په پاکستان ویل هیڅ معنی نه لري او یا وایې چې دا کار بنسټيز نه دی او تر ټولو چې ډيره بده پدیده زموږ په ملت کې اوس حاکمه ده هغه شک دی. هر کوم مثبت عمل چې را پیل شي ولوکه هغه هر څومره د ملت او وطن په خیر وي خو د شک په سترګه ورته کتل کیږي او په ذهنونو کې رقم رقم کیسې زېږوي. څوک وایې چې دا کار به یې څرنګه پیل کړی وي؟ د چا په لمسون به یې پیل کړی وي؟ ولي به یې پیل کړی وي؟ آیا دا به د ملي امنیت لخوا حمایه کیږي او که به د ملي امنیت شورا لخوا؟ او داسې نور دې ته ورته لسګونه سوالونه… په یو لحاظ خلک ګرم نه دي ځکه تل مقدس حرکتونه د څو فرصت طلبو په خاطر له رسوایې او شرم سره مخ شوي چې په پایله کې یې ملت مایوسه شوی دی.خو له بله اړخه لږ ملامت هم دي چې د انسان په ظاهر باید درست قضاوت وکړي ځکه له باطن څخه د هر انسان خبریدل زموږ د بس خبره نده او شریعت هم ظاهر ته ګوري.

ما چې کله مرګ په پاکستان ویل پیل کړل او یا مې د خپل ژوند په منشور کې ځای ورکړ دا غږ زما په زړه کې هم لکه د نورو افغانانو له کلونو راهیسې غونځیده خو د رایستلو الهام یې د وزیر محمد اکبر خان مېنې ۱۰/۳/۱۳۹۶ نېټې د ټانکر بم چاودنې له پیښې سره راته وشو، او په هغه ورځ مې وویل چې نور زه مرګ په پاکستان ویل یوه لحظه هم نه بندوم او دا مې د زړه غږ دی. که دا د سره په بیه راته تمام شي هم یوه لحظه به دریغ ونه کړم. ډیر د ژوند نږدې ملګرو مې راسره مخالفت وکړ او زما د دې اقدام په اړه یې کلکه اندیښنه وښوده په رنګ رنګ خبرو یې وګواښلم او دا یې هم راته ویل چې سړیه؛ د هر افغان د وینې جریان، د زړه آواز او د سینې نفس یې مرګ په پاکستان وایې خو ضرور نده چې،دا کار ته وکړې وخت او شرایطو ته په تمه شه… حتی زما د کورنۍغړیو چې تر اوسه مې لا پلار جان، مورجانه، میرمن او اولادونه په دې نه دي خبر خو وروڼو مې هم په ټینګه راته وویل چې دا کار له خطر څخه خوندي نه دی او ته یې هم مه کوه ځکه نه غواړو چې ته په يوه نا معلومه جګړه کې د خپلې وطندوستي په مینه کې خپل شیرين ځان قربان کړې ستا د وینو به له دې حکومت سره هیڅ قدر پیدا نشي…. خو زما د هوډ کلک والی ور معلومه کړی چې خبرې مو اغیزه نه کوي. نو زما د دې مبارزې مخکې یې نور ممانعیت ونه کړ، زه یې منندوی یم. دا چې زما ملګرو او وروڼو په ټول مخالفت برسیره چې زما له دې کار سره یې درلود بیا یې همزما پوسټونو ته لایک او کومنټ راکړي، د زړه له تله یې کورودانی وایم او نړۍ مننه ترې کوم، زه په دې پوهیږم چې زما ملا یې را مضبوطه کړه جزاک الله، زه د هغه ملګرو پوروړی یم چې زما دا غږبدرګه کوي او یا زما پوسټ ته د ورځې په تمه وي چې د خپل زړه بړاس په کومنټ کې پر پاکستان وباسي او مرګ په پاکستانلیکې.

د وروڼو پوښتنو ته داسې خپل ځوابونه پیل کوم:

که څوک وایې چې په شعار څه نه کیږي: زما ځواب دا دی چې، موږ او تاسو په هېواد کې حکومت تاند دی امنیتي ځواکونه مو تر اوسه د داخلي امنیت په راوستلو کې مطمعین نه دي، په طبیعي زیرمو مو کار د امنیت په خاطر په ټپه ولاړ دی، معارف مو په اطرافو کې د طالب تر هدایت لاندې نفس باسي، کورنی سیاست مو په اشخاصو او ډلو پورې تړل شوی، په ټولنیز وضعیت کې مو لکه د لوبو د ماشومانو داسې ناندرۍ روانې دي، دې ته ورته په سلګونو نورې ناخوالې دي چې زموږ ټبر یې کوربه دی…. خو د دې ټولو تر شاه د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) لاس دی. هغه داسې چې پاکستان ته جوته ده چې د افغانستان تشنج، جنګ، ناخواله، بدبختي، بې اتفاقي، تفرقه او د قومونو تر منځ بې اعتمادي د پاکستان د بقاء او پرمختګ سبب کیدای شي. دا هر پاکستاني ته اوس هویدا ده چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې زموږ د دربدرۍ په بدل کې څومره نفع وکړه. پاکستان په ډيره لوړه کچه زموږ په اذهانو واقف دی ځکه چې زموږ ډیری وطنوال څو لسیزې هلته استوګن ول، حتی تر دې حده چې اوس هم لا بعضې خلک شته چې پاکستان ته د ورور ملک خطاب کوي، افسوز یې حال. همدا ذهني جکړه ده چې روانه کړي یې ده، تل غواړي چې خپلو شومو اهدافو د رسیدو په خاطر افغانان یو پر بل نامه په خپلمنځي شخړو کې سره اخته کړي او دوی یې له دې کړنو څخه خوند واخلې او نفع ترلاسه کړي. زه نن غواړم چې د افغانستان شمال، جنوب، شرق او غرب ټول اقوام په یو غږ په اوچت آواز سره ووایې چې مرګ په پاکستان ځکه چې زموږ قسم خوړلی دوښمن دی. قسم خوړلی په دې معنی؛ چې د هغوی ضیاءالحق تندروې ډلې د افغانستان د حکومت په وړاندې وروزلې، بې نظیرې ځان د همدې ډلو معنوي مور وبلله، نواز شریف د کابل د بربادۍ او نظام د نسکوریدا هوډ ترسره کړی وو او په واقعیت یې هم بدلکړ او پرویز مشرف د طالب تر نامه لاندې پروژې ته ریښتینې بڼه ورکړه او بریالیتوب ته یې ورسوله نږدې و چې افغانستان د پاکستان پینځمه صوبه اعلان کړي. د دې شعار (مرګ په پاکستان) ورکولو ګټه دا ده چې په هېواد کې به د اصلي دوښمن تعریف او معلوم شي، زموږ د هېوادوالو تر منځ په همدې شعار سره یووالی او همغږي رامنځته کیدای شي او له خپل منځي ناندریو مو راګزوي. تر ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې به واضیح دریځ او معلومدار دوښمن وپیژندل شي، تر څو زموږ حکومت هم د ملت دا غږ بدرګه کړي او د پاکستان په وړاندې د دې بې هوده دوستۍ څخه تیر او په وړاندې یې د یو دوښمن هېواد غوندې کرښې وټاکي.

که څوک وایې چې دا شعار بنسټیز نه دی: زه يې په ځواب کې وایم چې دا شعار اوس بنسټیز ځکه اوبوله چې زموږ د حکومت یوه نیمه لسیزه د دیموکراسۍ به دُرشل کې بشپړه کړه، له هغه حالت څخه را وتلې یو چې موږ نظام، ثلاثه قوه او د خلکو حکومت نه درلود. موږ یو افغان شموله حکومت لرو چې د افغانانو په آزادو رایو یې بنسټ ایښودل شوی او د ولسمشرۍ په ټاکنو برسیره د پارلمان او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ټول افغان ملت په رایه ترسره شوي دي او په سوله ییز ډول واک له یو شخص څخه بل ته منتقل شوی دی. موږ مسلکي او متخصصه کابینه لرو، څه کم څلور لکه امنیتي ځواکونه وجود لري پوځ، پولیس او ملي امنیت ورځ تر بلې غښتلی کیږي، د هېواد ټول وګړې مو د دیموکراسۍ په پلې کولو کې اوږه په اوږه روان دي، د بیان آزادۍ حاکمه ده نو زموږ شعار د یو داسې ملک په درلودلو سره سل په سلو کې بنسټیز دی ځکه چې موږ تشخیص کړي چې زموږ دوښمن افغان نه بلکې پاکستانی دی او دا شعار موږ له ګیډې نه بلکې په شعوري ډول لومړی افغانانو او بیا نړيوالو ته وړاندې کوو.

د دې لپاره چې دوښمن ښه در وپیژنم پاکستان په ۱۳۷۰ یم کال کې د کابل په حکومت کې خپل سیاسي حضور تضمین کړ، هغه ډلې چې په کلونو یې روزلې وې او د واک تر ګدۍ یې ورسولې د هغوی په مینځ کې تفرقه او بدبختي پیل کول یې د پلان دویم اړخ وو، چې د هغه بې بنسټه او بې اعتماده حکومت څو میاشتې عمر هم د دوی لپاره د زغملو وړ نه وو او په داسې غمونو او غضبونو یې افغانان واړول چې کور په کور جنګ کوڅه په کوڅه چور او چپاول یې ددې دیار میلمه کړ.

دا چې د نوي حکومت په راتګ کې یې لاس لنډ شو نو اوس ارام ځکه نشي کینستلای چې خپله بقا یې په خطر کې ده، نو د دې په خاطر چې ځان حفظ کړي پوره یوه نیمه لسیزه زموږ د بې وزله افغانانو په وژلو کې په وینو سره چاړه ګرزوي. ځانمرګې روزي او رالیږي یې او زموږ ښاریان پرې وژني، باروت او بمونه رالیږي او زموږ مکتبونه، سړکونه، پُلونه، پُلچکونه او دولتي تأسیسات پرې را الوزوي، مدرسې او ترهګریز مرکزونه یې خاص د افغانستان د تباهي او افغان ملت د مرګونو لپاره کمپنۍ خلاصه کړي چېخاص د افغان د وینو او د افغانستان د ورانولو په سر داو  پکشېلګول کیږي. دوی بیا غواړي چې د افغان دا لږ پیوند شوی کور دې د ۱۳۷۱ کال په ناخوالو بدل کړي. نو زه د پاکستان د دومره لویې بې شرمۍ او ښکاره دوښمنۍ په وړاندې دا غږ چې یو شعار دی او زه یې غواړم په ملي شعار بدل کړم چې ټول ملت په یوه خوله ووایې چې مرګ په پاکستان لا به هم کم وي. ځکه موږ اوس هم صرف شعار ورکوو نه انتحاري روزو، نه انفجار کوو، نه باروت تولیدوو او نه هم ځانمرګې ورلیږو. مګر زموږ مبارزه باید د پاکستان په وړاندې ډیره استواره او پرېکنده وي. دا خبره چې پاکستان تضعیف او منزوي شي په سیمه او منطقه په خاصه توګه په افغانستان کې ارامي راځي دا یوه ټوکه نه بلکه حقیقت دی، ځکه چې پاکستان د تروریزم په ځاله بدل شوی له افغانستان څخه ور اخوا د ټولې نړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی او که د پاکستان په وړاندې زموږ او دونیاوالو دريځ واضیح نشي ستونزمنه ده چې سوله، امنیت او سکون په سیمه او افغانستان کې حاکم شي.

مرګ په پاکستان

عبدالخالق نېکمل حقیقي

نېټه۲۱/۳/۱۳۹۶