کور / تازه خبرونه / يکشنبه د جون ۲۵مه د کوچني اختر اوله ورځ ده

يکشنبه د جون ۲۵مه د کوچني اختر اوله ورځ ده

د الجزيره د راپور له مخي، د سعودي عربستان ستري محکمي اعلان وکړ چي سبا يکشنبه د جون د مياشتي ۲۵ مه نيټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ کيږي .

پدي سره نو د سږ کال روژه ۲۹ ورځي ونيول سول او سبا، يکشنبه، ۲۵ جون، ته د شوال مياشت را پيل کيدونکي ده چي د  کوچني اختر د اولي ورځي سره سمون خوري.

الله ﷻ دي دا اختر د لر او بر وطن پر ټولو ولسونو نيکمرغه، سوکاله او د ابدي سولي د پيل اختر وګرځوي – د لراوبر اداره او همکاران