کور / تازه خبرونه / د امريکا ولسمشر د افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل

د امريکا ولسمشر د افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل

د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستي په څنډو کې ولسمشر ډولنډ ټرمپ او افغان ولسمشر اشرف غني يو له بل سره وکتل.

په دې ناسته کې اشرف غني له ټرمپ څخه مننه وکړه چې د افغانستان لپاره د ستراتيژۍ پرېکړه ئې يوه باجراته او د مېړاني پرېکړه وه. او دې پرېکړي په سيمه کي حالات بدل کړي دي. ښاغلی غني وويل چي امريکايي ځواکونه به په جګړئيز ماموريت کي برخه نه اخلي او د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ به ددوی اصلي دنده وي.

اشرف غني دا هم وويل چي موږ له امريکا څخه د مرستي سپين چک نه غواړو، موږ پوهيږو چي څنګه د فساد پر وړاندي مبارزه وکړو او په دې ميدان کی مو پرمختګ کړی او لاسته راوړني لرو.

ولسمشر ټرمپ بيا د افغان ځواکونو ستاينه وکړه چي په ډېره مېړانه خپله دنده پرمخ بيايي او زياته ئې کړه چي په افغانستان کی ۲۰ ترهګری ډلي فعاليت کوي خو موږ به دا ټولي ډلي له منځه يوسو او هيله ئې وښودل چي امريکا به د افغانستان سره اوږه پراوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کي برخه اخلي.

ښاغلی غني له ټرمپ څخه وغوښتل چي سياسي اړيکي لا ورسره غښتلی کړي.

ټرمپ د اشرف غني سره د ليدلو وېډيوپر خپله ټويټر پاڼه خپره کړې او ويلي ئې دی چي له دې ليدني کتني خوښ دی.