کور / تازه خبرونه / هلمنديان خپله ولايتي اداره په فساد او له خلکو سره په زورزياتي تورنوي

هلمنديان خپله ولايتي اداره په فساد او له خلکو سره په زورزياتي تورنوي

د هلمند خلک د تيرو څو ورځو راهيسي د ولايت مقام مخته لاريونونه کوي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي او ورسره راغلي مل پلاوي نن د لاريون کوونکو او ولايام تر منځ د ستونزي پر څېړلو او د حللارو موندلو په موخه د هلمند والي حيات الله حيات سره وکتل

هلمند والي وويل: د قومي او جهادي مشر آمر حفيظ الله خان او استناف څارنوالۍ ترمنځ په را ولاړې شوې جنجال خواشينی دی او هڅه کوي، چې دغه ستونزه د قانوني لارو چارو ترڅنګ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د مشرانو جرګې غړي محمد هاشم الکوزي د ستونزو پر ژر حل ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي په #هلمند کې د روانو برياليو پوځي عملياتو بهير بايد ټکنی نه شي او هغه لاسته راوړنې چې په دې وروستيو کې يې امنيتي ځواکونه لري بايد تر سيوري لاندې را نه شي.

د يادوني وړ ده چي تر ننني پلاوي مخکي درې بېلابېل نور پلاوي هم راغلي دي.