کور / راپور / لويي څارنوالي درې افغان چارواکي په بند محکوم کړل

لويي څارنوالي درې افغان چارواکي په بند محکوم کړل

د افغانستان لویي څارنوالي د درنو جرمونو پرضد محکمې د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد، د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند په پنځه کاله او دوو میاشتو او د کابل حج او اوقافو رییس عبدالرحمن احمدزی په درې کلونو بند محکوم کړي دي. لويه څارنوالي وايي ياد کسان ئې د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم کړي دي.

ياد درې کسان نن د اداري فساد د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې له خوا په بند محکوم شوي او د نیولو امر یې ورکړل شوی.

د افغانستان دلويي څارنوالي په وينا، په بند محکومو شویو چارواکو په یوه موضوع کې جعلي اسناد او د لوړپوړو چارواکو جعلي لاسلیکونه جوړ کړي وه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي دي:

“په بند د محکومو شویو کسانو له ډلې یو تن یې د حج او اوقافو وزارت برحاله مرستیال دی، بل هغه یې د بلخ د ولایتي شورا غړی او دریم کس یې د کابل د اوقافو مشر دی، پر دوی د جعلي اسنادو د جوړونې او کارونې او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې تورنه پورې دي، د حج او اوقافو مرستیال او دبلخ د ولایتي شورا غړي ته د پنځه کاله او دوه میاشتې بند او د کابل د اوقافو مشر ته د درې کاله تنفیذي بند سزا اورول شوې ده.”

يوې سرچينې ويلي: په بند محکومو شویو کسانو په بلخ کې د څه باندې ۷ زره متر مربع ځمکې لپاره د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جعلي لاسلیکونه جوړ کړي وو.

د عدلي او قضایي مرکز دغه سرچینه زیاتوي، د محکمې له حکم سره سم دغه کسان له دندو لرې شوي او پولیسو ته یې د نیولو امر شوی دی.

اصف مهمند له دې وړاندې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره شخړه درلوده او هغه یې په اداري فساد تورن کړی و.

د مهمند له دې تورونو وروسته هغه د مزار شریف په هوایي ډګر کې ونیول شو او وروسته په داسې حال کې خوشی شو چې پر بدن یې ظاهراً د ربړونې او شکنجې نښې لیدل کېدې. دغو چارواکو ته اورول شوې سزا وروستۍ نه ده او د عدلي او قضایي مرکز مسؤولین وایي محکومین د استیناف غوښتنه کولای شي.

دوې ورځې ړاندې هم دغې محکمې د کورنیو چارو وزارت مرستیال له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په جرم په بند محکوم کړی و.