کور / راپور / د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په اصولنامې کې د مالیاتي جرمونو معافیت تصویب شو

د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په اصولنامې کې د مالیاتي جرمونو معافیت تصویب شو

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د سلواغې میاشتې په ۸ مه نېټه د سوداګرۍ او صنایع وزیر ښاغلي همایون رسا، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ښاغلي امان الله غالب، د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، او د صنایع او کانونو خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، سره یو ځای د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په اصولنامې کې د مالیاتي جرمونو د معافیت تصویب کړ

مالیې وزیر د مالیاتي معافیت نوې اصولنامې په اړه وویل:” د مالیې وزارت له وړاندیز شوې اصولنامې سره سم چې د ملي بودیجې په اصولنامه کې شامله د ولسي جرګې له خوا تصویب او د ولسمشر له خوا توشیح شوې ده، هغه مالیه ورکوونکي چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ پوري یې خپل مالیاتي جرمونه نه وي تصفیه کړي، د دوی د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه په داسی حال کې چې اصله مالیه او ۵ سلنه مالیاتي جریمه ورکړي له پاتي ۹۵ سلنې مالیاتي جریمې څخه معافېږي او دا پروسه به تر راتلونکو نهو میاشتو دوام وکړي او په هیڅ ډول د تمدید وړ نه ده.

نوموړي، له نړیوال بانک سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل، چې نن مو له نړیوال بانک سره د مالي مدیریت ښه والي په موخه د ۱۰۰میلیون امریکایي ډالرو د نوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې د بودیجې د پرمختګ او پراختیا، د عوایدو زیاتوالي، د خزاینو مدیریت، اداري ظرفیت جوړونې او اجرائیوي مدیریت په برخو کې به مصرف شي.

ماليې وزیر زیاته کړه، چې د پیسو نړیوال صندوق د مالیې وزارت له لوري د مالي اعتباري اسانتیاوو پروګرام د ښه پلي کېدو، په مالي او اقتصادي برخو کې د ښه مدیریت او د۱۳۹۷ کال په ملي بودیجه کې د اساسي اصلاحاتو له راوستلو څخه هر کلی کړی، همدا شان نوموړي صندوق د ۲۰۱۸ کال لپاره د افغانستان اقتصادي وده یې ۳ سلنه وړاندوینه کړې، چې دا د افغانستان لپاره یو ښه زېری دی. نوموړي وویل چې مالیې وزارت او د افغانستان مرکزي بانک د مالي او پولي پالیسیو پر مټ توانیدلي دي د افغانیو ارزښت د بهرنیو پیسو پر وړاندې ثابت وساتي.

د سوداګرۍ او صنایع وزیر ښاغلي همایون رسا وویل، چې د مالیاتي جرمونو د معافیت اصولنامه  د خصوصي سکټور لپاره  یو ښه خبر دی او هیله مو دا ده چې یاد سکټور له دې فرصت او اسانتیاوو څخه پوره ګټه واخلي  او خپلې جریمې ورکړې.

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ښاغلي امان الله غالب وویل، چې د اقتصاد عالي شورای د وروستۍ پرېکړې له مخې موږ خصوصي سکټور ته د ډېرې اسانتیا په موخه نن په رسمي توګه د تره خېلو برېښنا سټېشن سویچ روښانه کړ، چې له مخې به یې په صنعتي پارکونو کې د برېښنا پرېکېدو ۹ ساعته موده دوه تر درېو ساعتونو پوري را ښکته شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي او د صنایع او کانونو خونې رئیس ښاغلي شېرباز کمین زاده، په خپلو خبرو کې د مالیې وزارت له دې اصولنامې څخه هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، هغه شرکتونه چې جریمه شوي دي، د اصولنامې په ټاکلې موده کې به خپلې جریمې ورکړي.