کور / راپور / د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس معرفي شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس معرفي شو

د روان کال د سرطان په ۳۰مه نیټه، د رسنیو پر وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشرتابه له لوري د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ډاکټر احمدشاه زمانزی د یوې غونډې په ترڅ کې رسماْ کارکوونکو ته معرفي شو. په پیل کې، ښاغلي حفیظ الله هاشمي د نوموړې د ګمارنې په اړه د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني فرمان ولوست او په ورسپارل شویو چارو کې یی له خدای ج څخه ورته بریاوې وغوښتلې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې له شته وضعیت څخه د خلاصۍ یوازینۍ لار د رڼو او عادلانه ترسره کول دي چې د کمیسیون به یی د خلکو او نړیوالو شریکانو په مرسته ترسره کړي. ښاغلي صیاد د کمیسیون د مشرتابه پلاوي د پریکړو په اجراء کې د دارالانشاء رول مهم وګڼل او زیاته یی کړه چې د کمیسیون د موخو په ترلاسه کولو کې ځانګړی مقام لري له همدې امله د قانون په چوکاټ کې او له تبعیض پرته باید ټولې ورسپارل شوې چارې پرمخ بوځې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس، د رڼو ټاکنو په ترسره کولو یو ځل بیا ټینګار وکړ او زیاته یی کړه چې کمیسیون هڅې کوي ترڅو خپل مکلفیتونه په پوره روڼتیا سره ترسره کړي او د خلکو امانت باید هغه چا ته ورسپارل شي چې وړتیا یی ولري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء نوی ګمارل شوی رئیس ډاکټر احمدشاه زمانزی، د ملي یووالي حکومت د مشرانو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له باور څخه مننه وکړه چې دی یی د دارالانشاء د رئیس په توګه وټاکل. نوموړي ژمنه وکړه چې په ټولو چارو کې به بیطرفي په پام کې نیسي ترڅو کمیسیون یو ځل بیا، خپل باور لاسته راوړي. د مهالوېش له مخې د ټاکنو ترسره کول، له اړونده بنسټونو سره اړیکې ټینګول او ښځو ته ښه کاري چاپیریال برابرول د نوموړي له ژمنو څخه ؤه چې ډیر ټینګار پرې وشو.