کور / راپور / د کندهار – کابل پر لويه لار امنيتي ستونزي ډېري سوي دي

د کندهار – کابل پر لويه لار امنيتي ستونزي ډېري سوي دي

                 د راپورونو له مخي ويل کېږ ي چي د کندهار – کابل پر لويه لار په زابل ولايت کي وسلوال طالبان عمومي لار  کي تلاښي کوي.

ويل کېږي چي پر دې لار د مسافرو تلونکي ګاډي د وسلوالو طالبانو له لوري پلټل کېږي او د دولتي کسانو د لټون په موخه تلاښي کوي.

د کندهار – کابل لويه لار چي له دريو ولايتونو تېرېږي له تېري اونۍ راهيسي چي پر غزني ښار وسلوالو بريد وکړ  د ترافيکو پر مخ بنده وه چي له دوو وروځو راهيسي بېرته خلاصه سوې ده.

خو لا هم دا لويه لار تر بل هر وخت د امنيتي ستونزو د ګواښ سره مخ ده.

د کندهار – کابل د لاري مسافرين وايي چي نن بيا وسله وال طالبان راوتلي دي او د لاري په موټرونو کي په دولتي کسانو پسي ګرځي  .

د زابل ولايت اوسېدونکي وايي ، چي همدا  اوس د ښار صفا ولسوالۍ د اسحاقزو مانده ، سوځلو موټرونو ، خواجه بابا او مکتب سيمو سره طالبان ولاړ دي او تلاښۍ کوي .

د سيمي اوسېدونکي   او مسافر وايي ، چي که دولت د لاري امنيت ونه نيسي کيدای سي حالت نور هم خراب سي .

د زابل امنيتي مسوولين هم په يادو سيمو کي د طالبانو تلاښي مني او وايي ، چي ډير ژر به يي په وړاندي غبرګون وښيي .

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي ، چي دوی د لاري امنيت ته جدي توجه کوي او له دې وروسته به هم جدي متوجه کيږي .