کور / راپور / پښتو او د ژباړي اړتيـــــا د سيمینار راپور

پښتو او د ژباړي اړتيـــــا د سيمینار راپور

 پښتو او د ژباړې اړتیا د سمینار راپور


لیکنه او ترتیب:
ګل آغا احمدي وردګ




سریزه
د افغان کلتوري ټولنو جرګې او پښتو مرکې د (پښتو او د ژباړې اړتیا) تر عنوان لاندې  د تیرې جمعې په ورځ چې د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲ او د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوامبر دمیاشتې ۲۳  نیټه وه د کابل ښار د ستاره په هوټل کې د یو شمیر لوړ رتبه حکومتي چارواکو، د ملي شوری د غړو، افغان کلتوري ټولنو د جرګې د استازو، سلګونو لیکوالانو، شاعرانو، ژونالیستانو او یو شمیر بهرنیو میلمنو په ګډون یو ورځنی سمینار رابللی وو چې د ژباړې په هکله د علمي مقالو، ویناوو او یو لړ مهمو پریکړو سره یې خپل کار بشپړ کړ.
غونډه له غرمې مخکې د سهار په لسو بجو د صدیق الله رښتیا له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې ورپسې د هیواد ملي سرود و غږول شو او له هغه وروسته رئیسه هیئت په خپلو ځایونو کښیناستل چې محترم استاد نصرالله حافظ، محترم استاد محمد صابر خویشکی، محترم پوهنمل غلام نبي فراهي، محترم حاجي عزیزالرحمن، محترم پوهاند رسول امین او محترمه انجنیر راضیه نعیمي وو. له دې وروسته په ترتیب سره د غونډې پرانیستونکې وینا، د ژباړې په هکله علمي مقالې، درنو ژباړونکو ته مډالونه ، د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د ویب پاڼې پرانیستنه، د شهید مصور د کلتوري بنسټ د کار د پیل اعلان، د ژباړې د مهالنۍ د چاپ اعلان، د جرګې له خوا د ژباړې د درې غوره کتابونو لپاره د جایزو اعلان، د دیرشو په شاوخوا عنوانونو د کتابونو د چاپ ژمنه، د ژباړې استراتیژي، د کاري ګروپونو کار او نور رنګارنګ پروګرامونه یو پر بل پسې تر سره شول.


د غونډې لنډ راپور
پرانیستونکې وینا د ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري له خوا وړاندې او د سمینار ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه. ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري زیاته کړه چې ژباړه د ملتونو، فکرونو او تمدنونو د یووالي وسیله او د نړۍ د مختلفو وګړو تر منځ کلتوري اړیکې سره شریکوي.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې اضافه کړه د افغانستان معاصر تاریخ کې د ژباړې اهمیت له بل هر وخت څخه زیات تر سترګو کیږي ځکه چې په دې هکله د یوې اغیزمنې استراتیژۍ او موثرو عملي ګامونو د نشتوالي له کبله  ۷۰ میلیونه پښتانه له علمي څیړنو او ادبي شهکارونو څخه محروم دي چې باید وروسته له دې داسې نه وي بلکي دغه لویه نقیصه جبران شي.
شینواري صاحب همدارنګه د خپلو خبرو په ترځ کې د پښتو او د ژباړې د اړتیا سمینار د یوه ورځني کار اجنډا شرح او له هغو ادارو او اشخاصو یې مننه وکړه چې په دې لار کې یې زحمت ویستلی او ونډه یې اخیستې ده چې په دې لړ کې عزیزي بانک، ودان موسسه، خوست والي، اسرار کریمزي، محبوب الله محبوب، قلم ټولنې او داسې نورو اشخاصو او موسساتو نومونه د یادولو وړ دي چې خپلې مالي، فرهنګي، اداري، تخنیکي او هر اړخیزې مرستې یې په دې لاره کې کړي دي.
د سمینار دویم ویناوال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال ښاغلي نبي فراهي وو چې هغه هم د خپل وزارت له لوري د ژباړې له بهیر سره د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ویې ویل چې سږ کال به دغه وزارت د دوو څخه تر درې عنوانه داسې کتابونو د ژباړې او چاپ لګښتونه مني چې د افغان کلتوري ټولنو جرګه او د پښتو مرکه یې نوموړي وزارت ته وړاندیز وکړي. همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د دې کال په پای کې هغه بهترین ژباړل شوي اثر ته یوه غوره جایزه ورکوي چې ستاسو د ټاکلې کمیټې له خوا ورته معرفي شي.



مقالې او ویناوال:
د سمینار په لړ کې د ژباړې په هکله دغه لاندې علمي مقالې او ویناوې واورول شوې:
• د ژباړې په اړه مقدماتي بحث       د نورالحبیب نثار مقاله
• ژباړه یوه دیني او ملي اړتیا         د محمد حسن حقیار مقاله
• تړلې ټولنه، ژباړه او پرانستې ټولنه   د عبدالغفور لیوال مقاله
• ماشیني ژباړه                         د اسرار کریمزي مقاله
• د ژباړې لارښود                     د اسدالله غضنفر وینا
• د ژباړې استراتیژي                    د ډاکتر محمد اکبر اکبر مقاله
• د نانسي ایچ دوپري ژوندلیک      د عبدالجبار څپاند لیکنه
• ابو محمد هاشم سرواني ژوندلیک  د استاد حبیب الله رفیع لیکنه
• د ډاکتر خوشحال روهي وینا
• د پوهاند رسول امین وینا
• د انجنیر احمد شاه احمدزي وینا
• د استاد محمد آصف صمیم وینا
• د ډاکتر پښتونیار وینا
• د استاد اڅک وینا


مډالونه او ستاینلیکونه
لومړی د مشهور نارويژي افغان پوه ګیورګ مورګنسترن په نوم د سرو زرو مډال د امریکا او سیدونکې آغلې نانسي ایچ دوپري د هغو کلتوري خدماتو له کبله ورکړ شو چې د افغانستان لپاره یې د خپل متوفی خاوند سره په ګډه تر سره کړي او اوس هم په دې لاره کې هڅې کوي. مډال د هغه استازې حسینه شیرجان ته استاد نصرالله حافظ په لاس  ورکړ شو.
دویم مډال د لومړي افغان ژباړن ارواښاد ابو محمد هاشم سرواني په نوم د سرو زرو مډال نامتو افغان لیکوال او ژباړن ښاغلي محمد زبیر شفیقي ته د سعودي د سفارت د مرستیال ابراهیم سعید الحازمي په لاس ورکړ شو چې اوس مهال د ویسا د ورځپاڼې د مسوول مدیر په توګه دنده اجرا کوي او تر ۴۰ عنوانه زیات کتابونه یې له بهرنیو ژبو څخه پښتو ته را ژباړي چې خورا مهم سلسله یې د نسیم حجازي ناولونه دي چې خورا زیات مینه وال او لوستونکي یې خپل ځان ته روبللي دي.




مرستې او ژمنې:
استاد محمد اسماعیل یون د هغو کسانو او موسساتو نومونه په لاندې ډول اعلان کړل چې د ژباړې په بهیر کې پښتو ته د را ژباړل شوو کتابونو د چاپ ژمنه کوي:
• داود شینواری                                   یو عنوان کتاب
• یما کرزی                                        یو عنوان کتاب
• د اطلاعاتو او کلتور وزرات                    درې عنوانه کتابونه
• غلام نبي فراهي                                  یو عنوان کتاب
• شاه محمود میاخیل                              یو عنوان کتاب
• میرویس یاسیني                                  یو عنوان کتاب
• عارف نورزی                                    یو عنوان کتاب
• عبدالله لغمانی                                   یو عنوان کتاب
• علی اکبر ژوندی                               یو عنوان کتاب
• فاروق وردګ                                  یو عنوان کتاب
• احسان الله کامه وال                         دوه عنوانه کتابونه
• ډاکتر محمد اکرم خپلواک                 درې عنوانه کتابونه
• حاجي محمد ظاهر قدیر                     څلور عنوانه کتابونه
• ډاکتر ابراهیم شینواری                       یو عنوان کتاب
• نجیب الله امرخیل                             یو عنوان کتاب
• محمد اسماعیل یون                          یو عنوان کتاب
• انجنیر احمد شاه احمدزی                   یو عنوان کتاب
• عبدالجبار نعیمي                              درې عنوانه کتابونه
• استاد زرین انځور او په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه به هر کال پنځه هغه کتابونه چاپوي چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او پښتو مرکې په نوښت به ژباړل شوي وي.



د نغدي جایزو اعلان:
د افغان کلتوري ټولنو جرګه او پښتو مرکه په پام کې لري چې د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال دریو هغو غوره ژباړل شوو کتابونو ته نغدي جایزې ورکړي چې چاپ شوي وي، د ژباړې کمیټه یې د نغدي جایزو وړ وګڼي او سږ کال ژباړل شوي وي:
لومړۍ جایزه: ۳۵۰۰۰ افغانۍ
دوهمه جایزه: ۲۵۰۰۰ افغانۍ
دریمه جایزه: ۱۵۰۰۰ افغانۍ
د دې امکان هم شته چې د مالي امکاناتو د زیاتیدو په صورت کې د دې جایزو مبلغ له یاد شوي رقم څخه نور هم لوړ شي.


د ژباړې د انستتیوت وړاندیز:
ښاغلي ډاکتر محمد اکبر اکبر د خپلې مقالې د وړاندې کولو په لړ کې د پښتو ژباړې د یوه داسې انستیتوت د جوړیدو وړاندیز وکړ چې د ژباړې په نړیوالو معیارونو برابر او همیشنی شکل ولري چې د سمینار د ګډونوالو د مثبت غبرګون سره مخ شو. ښاغلي ډاکتر اکبر زیاته کړه چې که دغه انستیتوت جوړیږي نو نوموړی حاضر دی چې ۳۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي مرسته ورسره وکړي چې ښاغلي پوهاند رسول امین هم له نوموړي انستیتوت سره د خپلې مرستې اعلان وکړ او ویې ویل چې هغه به ۳۰۵۰ امریکايي ډالره له دغه انستتیوت سره د هغه د جوړیدو په صورت کې کوي.


د جرګې د ویب پاڼې، ژباړې د مهالنۍ او مصور بنسټ پرانیستنه:
د پښتو ژبې د سمینار په لړ کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ویب پاڼه رسما پرانیستل شوه چې د هیواد د ځوان کمپیوټرپوه ښاغلي اسرار کریمزي په هڅو رامنځته او ډول ډول کلتوري توکي به و لري. مینه وال کولای شي چې د لاندې آدرس له لارې هغه ته لاس رسي پیدا کړي البته اوس مهال تر کار لاندې ده:
www.jarga.net
www.jarga.org
همدارنګه د ژباړې د یوې مهالنۍ د جوړیدو او چاپ اعلان هم وشو چې په نږدې راتلونکي کې به د جرګې له خوا چاپ شي.
په همدې توګه د شهید مصور د بنسټ پرانستنه هم و شوه او رسما یې په کار پيل وکړ چې د ماشومانو د ادب لپاره به کارکوي او نوموړی بنسټ د همدغه شهید د کورنۍ او د هغه د فرهنګپال ورور ډاکتر محمد اکرم خپلواک له لوري د شل زره امریکايي ډالرو په پانګې سره پيل شو چې د افغان کلتوري ټولنو له جرګې سره یې کړې ده. د پرانیستې وینا یې د ښاغلي علم سحر له خوا د سمینار ګډونوالو ته واورول شوه.




ګډ کار او کاري ګروپونه:
د سمینار کار له غرمې وروسته هم ادامه پیدا کړه او د ژباړې د استراتیژۍ د رامنځته کولو په موخه د غونډې ګډونوال په ۸ ګروپونو تقسیم او په هغه طرح یې خپل نظریات څرګند کړل چې ښاغلي ډاکتر محمد اکبر اکبر وړاندې کړې وه او یوه لړ ګټور وړاندیزونه یې رامنځته کړل چې د دې استراتیژۍ په بډاینه کې به ترې کار واخیستل شي.


د ژباړې د کمیټې تشکیل:
د ژباړې د یوه ورځني کار په ترځ کې د ژباړې د یوې کمیټې د تشکیل اعلان وشو چې نوموړې کمیټه به د ژباړې چارې څاري او په دې هکله به د جرګې د نورو غړو سره د مشورو او ګډ کار له لارې ټول هغه اړوند کارونه پر مخ بیايي چې د پښتو ژبې په ژباړه پورې تړلي وي. باید وویل شي چې د دې کمیټې غړیتوب په خپله خوښه دی او کیدای شي چې په راتلونکي کې یې شمیره نوره هم زیاته شي.


د سمینار پای او دعا:
سمینار د هیواد د مشهور شاعر ښاغلي پیرمحمد کاروان په دې دعاییه جمله پای ته ورسیده چې: پښتو زموږ مور ده، په موږ حق لري، خدای دې زموږ دغه مور په عزت لري او لوی خدای دې زموږ په وطن کې هر اړخیزه سوله او امن راولي. آمین