کور / تازه خبرونه / اسدالله وفا افغان طالبانوته عفوه اعلان كړه

اسدالله وفا افغان طالبانوته عفوه اعلان كړه

دهلمندوالي وايې هغه افغان طالبان چې په موسى كلاكې له جنګ څخه لاس واخلي اوخپله وسله پرځمكه كيږي دي نودى به يې هركلي وكړي .


نومه وړي په پيل كې په موسى كلاوالسوالي كې له جنګيدونكوافغان طالبانوڅخه غوښتنه كړي وه چې له جګړي څخه دي لاس واخلي اودولسي خلګوپه ژغورنه كې دي برخه واخلي .


اسدالله وفا لراوبرته وويل هغه افغان طالبان چې خپل ځان دولت ته  وسپاري اوله جګړي څخه لاس واخلي (زه يي ملاتړكوم اوخداي دي راولي )


له څلوروورځووسختونښتوسره سره اوس هم دموسى كلادجګړي په اړه جوزيات ندي وركړل سوي .
چارواكې وايې چې وروسته به هرڅه دخبريالانوپه واك كې وركړي .


دموسى كلادجګړي مشري دافغان ملى پوځ په غاړه ده .


دسيمي اوسيدونكي وايې چې جګړه دموسى كلاوالسوالۍ مركزته نږدي سوي اويوازي دشپږكيلومتره په واټن افغان اوبهرني ځواكونومورچې نيولي دي .


له موسى كلاوالسوالۍ څخه تازه وركړل سوي راپورونه وايې چې ځايي خلګ دجګړوله ويري  له خپلوكورونوڅخه دباندي راوتلي اوپه دښتوكې ترخيمولاندي ژوندكوي .


سيمه ييزخلګ وايې چې دچښاك دپاكواوبواوخواركې توكوله نشت والي سره مخ دي .