کور / راپور / ټول ۲۵۲۹۰ – افغان حاجيان سعودي عربستان ته ورسيدل

ټول ۲۵۲۹۰ – افغان حاجيان سعودي عربستان ته ورسيدل

 حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي مكه مكرمه (لراوبر ويبپاڼه – سعودي عربستان )


که څه هم د کام اير خصوصي هوايي شرکت په هغه ټاکل سوې موده کي چي وړاندي يې ټاکلې وه افغان حاجيان په ټاکل سوې موده کي ونه لېږدولای سول خو دارشاد حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چي دحاجيانو د انتقال پروسه يې په ښه توګه او په برياليتوب سره پای ته ورسوله .


د کام اير خصوصي هوايي شرکت چي سږکال يې سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد او رالېږ دې دنده پر غاړه اخيستې وه ، وړاندي په کابل کي ويلي وو چي په ۲۳ ورځو کي به ټول حاجيان سعودي عربستان ته انتقال کړي .


 خو دوی دغه حاجيان په نژدې يوه مياشت کي د کوچنيو الوتکو په واسطه ولېږدول .


په مکه مکرمه کي د ارشاد حج او اوقافو وزارت اندېښنه څرګنده کړه چي که له سعودي عربستا څخه دافغان حاجيانو لړۍ هم په همدې کوچنيو الوتکو کي ترسره سي نو کيدای سي ستونزي را پيدا کړ ياو د حاجيانو د انتقال موده اوږده کړي .


 که څه هم ټاکل سوې وه چي سږ کال ۲۴۱۰۰ تنه افغان حاجيان سعودي عربستان ته راسي خو اوس مهال له ۲۵۰۰۰ پنځه ويشت زره څخه زيات کسان د حج په موخه سعودي عربستان ته رارسيدلي دي .



 په مکه مکرمه کي د ارشاد حج او اوقافو وزارت د بعثه کمېټې مشر مولوي اسرار الحق وايي چي ټول ۲۵۲۹۰ تنه افغان حاجيان سعودي عربستان ته د حج د فريضې د اداکولو په موخه راغأي ډي چي په دې ډله کي ۲۴۲۰۰ تنو د وزارت له لاري او باقي د مجمله وېزې په واسطه چي په کابل کي يې د سعودي د سفارت له لاري وېزې ترلاسه کړي او د پاکستان له لاري راغلي دي .


که څه هم سږکال په مکه مکرمه او مدينه منوره کي د افغاني حاجيانو لپاره لازمي اسانتياوي برابري سوي دی خو بيآ هم د چارواحکو په ويڼا يوه ډله ورانکاران سته چي جاجيان اړودوړ ته هڅوي .


د يادوني وړ ده چي سعودي عربستان ته د افغاني حاجيانو د لېږد لړۍ د ۱۳۸۶ کال د لړم د مياشتي پر ۲۳ نېټه پېل سوې وه او پرون د لېندۍ پر ۲۱  نېټه وروستي افغان حاجيان سعودي عربستان ته ورسېدل . 


افغان حاجيان په سعودي عربستان کي د حج د مراسمو پر مهال