کور / تازه خبرونه / دانش خپرندويه ټولني د بلخ له فرهنګيانو سره د کتابونو مرسته وکړه

دانش خپرندويه ټولني د بلخ له فرهنګيانو سره د کتابونو مرسته وکړه


دانش خپرونديې ټولنې د بلخ فرهنګيانو سره خپله وعده پوره کړه
د انش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرنګيانو سره د ٥٠٠ ټوکو کتابونو د مرستې وعده کړې وه، چې نن دغه کتابونه مومند باباادبي بهير ته ورسېدل.


نوموړي د روان کال په لومړيو ورځو کې بلخ ته د ځينو نورو فرهنګيانو سره سفر درلود چې هلته يې د مومند بابا ادبي بهير په مټ په ځينو فرهنګي ناستو کې ونډه واخيسته.

نوموړي په غونډو کې د مومند بابا ادبي بهير سره د ٣٠٠ او په بلخ ولسوالي کې د ام البلاد ادبي بهير سره د ٢٠٠ ټوکو کتابونو دمرستې وعده کړې وه، چې نن ورسېدل.

د دغې مرستې په تر لاسه کولو د مومند بابا ادبي بهير کتابونو شمېر سلګونو ته ورسېد، چې هره اونۍ ترې د بهير ګډونوال د خپلې ژبې د پوهېدنې په برخه کې په پوره توګه ګټه اخلي.
د بلخ  فرهنګيان د دانش خپرونديې ټولنې مشر له دې سترې پېروزينې څخه مننه کوي او کور ودانى ورته وايي. 
دانش خپروندويه ټولنه د تيرو کلونو را په دې خوا د افغاني ادب په پياوړتيا کې نه هېرېدونکې هڅې کړي،  چې تر دې دمه يې په زرګونو کتابونه چاپ او تر مينه والو رسولي دي.