کور / تازه خبرونه / كابل: شپږ نيمه ټنه نشيي مواد وسوځول سول

كابل: شپږ نيمه ټنه نشيي مواد وسوځول سول


په پلازمنېه كابل كي د نشيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي د يكشنبې په ورځ يې د شپږ نيم ټنه په شاوخوا كي نشيي مواد وسوځل.
د نشيي موادو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد وايي دغه مواد يې په تېرو درو څلورو مياشتو كي په بېلابېلو سيمو كي د عملياتو پر مهال نيولي وو.
د نوموړي په وينا په دې موادو كي چي د كابل ښار څخه دباندي يې سوځلي دي، هيروئين، تارياك او نور ډوډل نشيي مواد شامل دي.
تېر كال ملګرو ملتونو په يوه راپور كي خبر وركړى و، چي افغانستان په يوازي سر ۷۷۰۰ ټنه نشيي مواد توليد كړي وو، چي د نړۍ د نشيي موادو ۹۳ فيصده يې جوړول.
بلي خواته د كورنيو چارو وزارت د نشيي موادو سره د مبارزې معين جنرال داود وايي د تارياكو د كښت پر ضد كمپاين ډېر ښه روان دئ او  سږكال د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه ۱۸ ولايته په بشپړ پاك اعلان سوي دي.
خو ملګرو ملتونو تېره اونۍ په يوه راپور كي خبر وركړ، په هغو سيمو كي چي سږكال تارياك نه دي كرل سوي، بزګرانو يې مخ د چرسو كښت ته اړولئ دئ.