کور / تازه خبرونه / غزني : د دواب سای د استنادي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل سوه

غزني : د دواب سای د استنادي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل سوه

په غزنی په ولايت کښي دواب سای خوړ د استنادی دیوال دبنسټ ډبره دغزنی دوالی ډاکتر محمد عثمان عثمانی له خوا کیښودل شوه .
دغه استنادی دیوال دیوملیون یوسل اتیا زره امریکایی ډالروپه لګښت جوړیږی چی دکلیو اوپراختیا دریاست له پرمختیایی بودجی څخه ورکول کیږی یاد شوی دیوا ل درې کیلو متره اوږدوالی لری اوجګوالی یی هم درې مترو ته رسیږی سور یی هم یونیم متردی ددغه دیوال  جوړونه دکلیو دبراختیا دوزارت له لوری دار.یا.بیس تر پروګرام لاندی چی داوه سرحد ی ولایتونو لپاره ځانګړی شوی دی جوړیږی ددعه استنادی دیوال په جوړولوسره نږدی پنځه زره کورنې داحتمالی سیلابونو له خطرڅخه ژغورلی کیږی .


ددواب دخوړددواړو غاړو ددیوال دپرانیستلو په مهال دغزنی والی ډاکتر محمد عثمان عثمانی خبری وکړی زیاته یی کړه ۱۳۸۸ کال به په غزنی کی دبیا رغونی کال وی اوموږ په پلان کی لرو چی سږ کال به دښارداتیا کیلومتر ه سړک په ګډون درې سوه پنځلس کیلو متره دولسوالیو سړک هم جوړیږی او نږدی شپیته میلونه ډالر به هم ددروغتیا ، پوهنی ، اوبیا رغاونی په لاره کې لګول کیږی چی دا کا ل به دغز نی لپاره دبیا رغاونی کال وی او ډیر ژر به دنورو داسی پروژودکاردپیل شاهدان اووسو ورسته په دغو مراسموکی دسمیی یوشمیر مخورو او سپنږیرو خبری وکری اوددغه دیوال دجوړونی کاریی ارزښتمن وباله دداسی ټولګټو پروژو عملی کول یی دخلکو لپاره داسانتیاوو پلاره کی ګټور وباله او دغزنی له چارواکو په تیره بیا دغزنی له والی ډاکتر محمد عثمان عثمانی ځخه یی مننه وکړه چی د داسی سترو پروژو عملی کولوته یی پاملرنه کړی .


د یوبل خبر له مخی دغزنی والی ډاګتر محمد عثمان عثمانی دغزنی د بانک ودانی چی د کار بهیر یی پای ته رسیدلی پرانستله دغه ودانی چی د ۳۷۵ مترمربع ځمکی په ساحه کی جوړه شوی ده دوه د غونډو تالارونه او وه د اداری خونی لری چی مالی لګښت یی پنځه میلونه او دری نوی زره افغانی کیږی چی د افغانستان دمرکزی بانک له پرمختایی بودجی ځخه ورکول شوی دی هغه مراسم چی د همدی ودانی د پرانستینی له امله د بانک په انګړ کی جوړ شوی وه په پیل کی د غزنی والی خبری وکړی وویل د خوښی ځای ده چی نن بیا د یوی نوی پروژی د پرانستلوپه مراسموکی برخه اخلم د دغی ودانی له جوړیدو سره اوس هغه مالی ستونزی راکمی شوی کوم چی په خوا د بانک داری په سستم کی موجودی وی په دغو مراسمو کی ګڼ شمیر قومی مشرانو اومخورو هم برخه اخستی وه  .