کور / تازه خبرونه / بيت الله: د پاكستان غټو ښارونو ته ۳۰۰ ځانمرګي لېږم

بيت الله: د پاكستان غټو ښارونو ته ۳۰۰ ځانمرګي لېږم

د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود وايي د پاكستان په غټو ښارونو كي د ځانمرګو بريدونو پلان لري.
نوموړي د پاكستان حكومت ته ګواښ كړى چي ډېر ژر به په اسلام اباد، راولپنډۍ او لاهور كي د پراخو عملياتو لړۍ پيل كړي.
بيت الله مسود وايي د دغو بريدونو دپاره يې خپل پنځه غټ قومندانان مقرر كړي چي د ۳۰۰ ځانمرګو بريد كوونكو عمليات تنظيم كړي.
بيت الله مسود په وزيرستان كي د قبايلي طالبانو مشري پر غاړه لري، چي په تېرو څو كلونو كي په پاكستان او افغانستان كي د حكومتونو او بهرنيو ځواكونو سره جنګېږي.


بيت الله مسود د ځانمرګو بريد كوونكو په روزنه كي خورا شهرت لري، چي امريكا يې پر سر ۵ ميليونه ډالره انعام ايښئ دئ .


پروسږكال د امريكا سي اين اين ټلوېزون خبر وركړ، چي بيت الله مسود د شكري د ناروغۍ له وجي مړ سوئ دئ، خو تر هغه خبر يوه اونۍ وروسته د نوموړي د نوي واده په اړه خبرونه خپاره سول .


بيت الله مسود ويلي وو چي له نوي واده څخه يې يوازنۍ موخه د يوه نارينه ماشوم درلودل دي، ځكه هغه له خپلي پخوانۍ مېرمني څخه څو نجوني درلودې .