کور / تازه خبرونه / ګورډن براون په كابل پسې اسلام آباد ته ورسېد

ګورډن براون په كابل پسې اسلام آباد ته ورسېد


د انګلستان صدراعظم چي نن په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلى وو، له كابل څخه اسلام اباد ته ورسېد.
دا په تېرو څلورو مياشتو كي د ښاغلي براون دوهم سفر دئ، چي پاكستان ته يې كوي.
په نننۍ ليدنه كي به ښاغلى براون د اصف علي زرداري او صدارعظم رضا ګيلاني سره وګوري او په دغه هيواد كي به د طالبانو د مخ په پراخېدونكي نفوذ د مخنيوي پر لارو چارو وږغېږي.
ګورډن بروان نن په كابل كي له افغان ولسمشر حامد كرزي سره هم د دغه هيواد پر حالاتو وږغېدئ او په هلمند ولايت كي يې د خپلو عسكرو له مركز څخه هم ليدنه وكړه.