کور / تازه خبرونه / د طالبانو د يوه قومندان د نيولو خبر وركړ سو

د طالبانو د يوه قومندان د نيولو خبر وركړ سو


ايتلافي ځواكونه په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي وايي په افغانستان كي يې افغان امنيتي ځواكونو سره په عملياتو كي يو مهم طالب قومندان نيولى دئ.
خبرپاڼه وايي دغه طالب قومندان يې د فراه په ولايت كي د يكشنبې په ورځ وژلى دئ.
په خبرپاڼه كي دغه طالب قومندان په سيمه كي د ماينونو د ايښودلو او وسلو په قاچاق تورن سوى دئ.
په خبرپاڼه كي د طالب قومندان نوم نه دئ په ډاګه سوى او طالبانو هم د دې ادعا په باب څه نه دي ويلي.