نوی ویر (د غوايي ۷مه)

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2009


دغوایی دمیاشتی داوومي نیټي په مناسبت


هیري شوي نه وي هغه تیري پخوانی کیسي
نه وچي شوي لانده ګریوانونه نه هیريشوي هغه پخوانی کیسي
هغه پرونی یتیم لا تر اوسه زلمی شوی نه دی
نه خبردی د بابا له مرګه نه یي اوریدلي هغه خونړی کیسي
نه له اسمانه ورک دی د باروتو  پروني لوګي
نه خالي شوي له جنازونه دزلمیو پخوانی ادیري
چی راغلی سورښامار وهغه پل یي لا وران شوی نه دی
چی راسوځلی یي کورګی ولاپرتي دي هغه پرونی ایري
دپروني ویر ژړا لا تراوسه غلي شوي نه ده
چی راغلی نوی غمازورسره نوي چلونه نوي پلمي
دکور کالي ډوډی په هیله هرڅه له لاسه دی ورکړي موږ
ددیموکراسی سازته مونن بیا دی رانغړلي لستو ڼي او پایڅي
چی تیر وتلي په غلطو وعدو کور په ګور بدل شو
نن بیا دبل په طمع مو را ټیټي کړي خپلي جګي شملي
دپروني دښمن خنجر لا دوینو پاک شوی نه دی
نه خاوري شوي دژوندی ښخ شویو هډوکي زولني
دخوراک په طمع وراغلی له سره خیرسه ګیله نه کو موږ
وژني شروع کړي دي خنزیر چی پورته کړی یی دصلحي لوړي ناري
په دي نوم چی امنیت او بیا ده رغونه موږ دلته یو راغلي
هغه پاتي دی را وران کړل چی راپورته خپل سري ته کړي طیاري
احدی دي خاوري ته له پخوانه پاتي شوی دا صیفت دی
چی دلته تیري کړي ظالیمانو د ژوندن دی وروستی شپي


۱۳۸۸-۲-۷

Copyright Larawbar 2007-2024