کور / تازه خبرونه / اسټراليا افغانستان ته ۴۵۰ عسكر لېږي

اسټراليا افغانستان ته ۴۵۰ عسكر لېږي


د اسټراليا حكومت افغانستان ته د نوو پوځيانو د لېږلو پرېكړه كړه.
د اسټراليا صدراعظم كيوين روډ اعلان وكړ چي افغانستان ته به ۴۵۰ عسكر د راتلونكو انتخاباتو د امنيت ساتني او د افغان امنيتي ځواكونو د روزني چاري پر مخ يوسي.
نوموړي وويل چي هيواد يې تر دې دمخه په افغانستان كي ۱۱۰۰ عسكر درلودل، چي غواړي دغه شمېر ۱۵۵۰ تنو ته لوړ كړي.
اسټراليا په داسي حال كي افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو اعلان كوي، چي د دغه هيواد ډېرى اوسېدونكي په افغانستان كي د خپلو عسكرو له ماموريت سره مخالف دي.
دوې مياشتي دمخه د اسټراليا حكومت يوه مطبوعاتي سروې ترسره كړې وه، چي د هيواد ۲۹ فيصده وګړو يې په افغانستان كي د ماموريت ملاتړ كاوه، او پاته ۷۱ فيصده يې په يو نه يو ډول له دې ماموريت سره مخالف وو.