ټاكل سوې ده چي متقاعد جنرال اكين بيري افغانستان ته د امريكا د نوي سفير په توګه د لوړي مراسم ترسره كړي.
اكين بيري د باراك اوباما له خوا افغانستان ته د ويليم ووډ پر ځاى د سفير په توګه ټاكل سوئ دئ .
نوموړى يو له هغو پوځي قومندانانو څخه وو چي د بوش د واكمنۍ پر مهال يې په قبايلي سيمو كي د طالبانو پر ضد د عملياتو د پيلېدو غوښتنه كوه .
اكين بيري په ۲۰۰۱ كال پر افغانستان د امريكا د يرغل څخه وروسته د امريكايي پوځيانو مشري كوله، چي وايي هغه وخت په نظامي چارو كي كامياب وو.