کور / تازه خبرونه / د جرمني د بهرنيو چارو وزير کابل ته رسېدلئ دئ

د جرمني د بهرنيو چارو وزير کابل ته رسېدلئ دئ

د برلين څخه د اسوشيېټيډ پريس خبري اژانس دراپور له مخي د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک ستاينماير د افغان دولت سره د خبرو په موخه نن په يو ناڅاپي سفرکابل ته رسېدلئ دئ .

د جرمني د بهرنيو چارو د وزارت د اعلاميې له مخي د بهرنيو چارو وزير فرانک نن چهارشنبه سهار دخپل ناڅاپي دوه ورځني سفر په ترڅ کښي کابل ته رسېدلئ چي ښايي د افغان ولسمشرحامد کرزي، د کورنيو او بهرنيو چارو د وزيرانو محمد حنيف اتمر او رنګين دادفر سپنتا وروسته په کابل کښي د امريکايي استازي، کای دي او د اروپايي ټولني د استازو او ديپلوماتانو سره ليده -کاته وکړي .


د نوموړي د نااعلان سوي ناڅاپي سفر علت امنيت ښودل سوئ دئ .


د جرمني د بهرنيو چارو وزير ته دده پدې څلورم سفر کښي په کابل کښي د جرمني د لوی سفير (بيرند موتزلبورګ) سره په ګډه د افغانستان او پاکستان استازيتوب هم ور د غاړي سوئ دئ .


د نوموړي دغه سفر په هالنډ کښي د افغانستان د سياسي چارو په اړه د نړيوال سيمينار تر جوړېدو څخه څو اوونۍ وروسته تر سره کيږي چيري چي افغان او د نړۍ څخه په لسګونو نورو لوړ پوړو چارواکو هم په لوړه کچه برخه اخيستې ول .


جرمني چي په  افغانستان کښي ۳۷۵۰ سرتيري لري د شمال دنسبتاً باامنه سيمي په قندز ولايت کښي د بيا جوړوني په برخه کښي کار کوي .