کور / شعر / پرې نږدئ

پرې نږدئ

غل باسی هیواد نه شتمنی  چی یی  پرینیږدی


تښتی زمرد  سره  بهر ته چی یی   پرینیږدی


غل وه ګرځید له هره  ورځ   په تورو  غرونوکی


وړی اوس  لاجورد د باندی ګوره چی یی پرینیږدی


لارو  کی    شکول    د وطنوالو   ډک جیبونه   تل


اوس چی دیپلومات دی فارغ بال وځی چی پرینیږدی


نه ګوری بکسونه د هغه په وی – آی – پی کی څوک


ګرم اسعاربکسوکی لیږدوی اوس  چی  یی پرینیږدی


حج په نامه کال په کال  ایستل زر  او زیور  له ملک


هغه  حاجی نه دی  غټ سارق دی  چی یی پرینیږدی


ما مل  به  ویل  چی هغه  غل  او  تاړاکګر  دی  تل


ښه دی چی رسوا شو په تاړاک کی چی یی پرینیږدی 



                         ***


                     جرمنی          ۲۵-۱۲-۲۰۰۷