کور / تازه خبرونه / کنړ:لس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

کنړ:لس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي


ملي پيوستون پروگرام لس پروژي د( ٣،٨٩٠٠٠٠) افغانيو په لگښت پدي وروستيو کي دکڼړ ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
د دغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(٢٣٨) مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه ، د(١٣٥٠) مترو په اوږدوالي دلارواوکوڅو پخول ، د(٦٣٥) مترو په اوږدوالي دبرښنا دشبکي غځول ،اودروغتيايي زده کړواوخياطي روزنيزو کورسونو دايريدل شامل دي .
نوموړي پروژي دکنړ ولايت داسعد آباد ، سرخکان، او پيچ ولسواليو کي بشپړي چي له هغه نه څه دپاسه (١٧٧٨) کورني برخمني شوي .
ديادوني وړ ده چي دکڼر ولايت کي دملي پيوستون پروگرام دسلهاوو نورو پروژو کار جريان لري چي ډير ژر به گټي اخستني ته وسپارل شي .