کور / سياسي / د افغانستان وروستى حال

د افغانستان وروستى حال

روان كال د افغانستان له پاره مهم كال دى، ځكه په دې كال كې د افغانستان له پاره د امريكې نوې تګلاره او ستراتيژي تر كار لاندې نيول كيږي او د ولسمشرۍ ټاكنې په مخ كې دي.

د امريكې د نوې ستراتيژۍ له مخې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتو مهال وېش په ګوتو كيږي او د دولت له مخالفينو سره خبرې پيلېږي.

دا ټول كارونه په اسانه نه ترسره كيږي او د دې ټولو كارونو په مخ كې بلا خنډونه شته او ډېرى داسې كړۍ شته چې د نوموړو كارونو په ترسره كېدو سره له واكه پرېوځي او لاسونه يې له واك، قاچاق او اداري فساد له عايداتي سرچينو لنډېږي، نو څرګنده ده چې دا كسان او كړۍ به د افغانستان د ادارې د اصلاح او سولې د بهير په لاره كې خنډونه او ستونزې جوړوي.

بل پلو د دغه تګلارې په مخ كې نور بهرني خنډونه هم شته.

دغه خنډونه په دوه ډوله دي.

يو ډول هغه خنډونه دي چې له نړيوالو ستراتيژيو څخه سرچينه اخلي.

بل ډول هغه خنډونه دي چې له اداري فساد څخه سرچينه اخلي.

ستراتيژيك خنډونه دا دي چې د امريكې او ناټو د منځنۍ اسيا او د كسپين سمندرګي د تېلو زېرمې په كارې دي او د دې زېرمو په تر لاسه كولو سره كولى شي خپل له لاسه وتلى برم بېرته ترلاسه كړي، خو اروپا، روسيه، جاپان، چين، كوريا، ايران، هند او پاكستان د دغو زېرمو په وېش كې امريكې ته د ساقي او ټول سامراج په رول نه دي قايل او دوى په دې اند دي چې نور د امريكې د ټول سامراجۍ دوران پاى ته رسېدلى او امريكې ته په كار ده چې له دغه موقفه څخه يو قدم شا ته لاړ شي او نړۍ په څو سامراجيو او قطبونو سره ومني او كه يې نه مني نو ورته په كېندل شوې څاه يانې افغانستان كې داسې قبر جوړ شي لكه له دې مخكې چې شوروي ته جوړ شوى و.

د افغانستان د ستونزې د هواري پر وړاندې بل لوى خنډ د نړيوالې اداري او نشه يي توكو د مافيا خنډ دى چې دغه مافيايي كړۍ دا مهال د افغانستان له جګړې، نړيوال كړكېچ او نړيوالې نا امنۍ څخه غټه ګټه پورته كوي او د دغو كړيو ريښې تر دولتي او نړيوالو استخباراتي بنسټونو رسېږي چې ځينې يې د نړۍ په اړه د تصميم نيوونكو مقامونو غړي هم دي.

يا په بله وينا د دغو مافيايي شبكو ريښې د افغانستان له كليو، دولت، او د جنګ له لومړۍ كرښې نيولې د سپينې ماڼۍ او د لويديځو هيوادونو تر كابينو، د دفاع او استخباراتو تر ادارو پور غځېدلې دي.

خو يوه تمه چې د حالاتو د بدلون له پاره شته هغه دا ده چې په لويديځو هيوادونو كې قانون واكمني لري او كله چې يو منطق، نظر، فكر او تګلاره رسمياتو ته لار مومي، نو قانون يې ملاتړ كوي او په دې توګه قانون سرغړونكي تر فشار لاندې راځي او مجبورېږي چې قانون ته غاړه كېږدي.

بيا هم په لنډه توګه ويلى شو چې د امريكې په نوې ستراتيژۍ كې څو مهمې خبرې شته چې د افغانستان په اړه راتلونكى كورنى او بهرنى سياست په ګوته كوي.

د ظرفيتونو پياوړتيا، د افغان اردو ډېرول او په عصري وسلو سمبالول، د اداري فساد پر وړاندې د ګامونو پورته كول، له پولې پورې غاړې د ترهګرۍ د مركزونو په نښه كول، د دولت له مخالفانو سره د خبرو اترو پيلول، د قومي مشرانو او د سيمه ييزو ارګانونو ملاتړ او د ولايتونو او ولسواليو په كچه د پراختيايي پروژو پر لاره اچول هغه څه دي كه يوازې د كاغذ پر مخ پاتې نه شي نو د هيواد په حالاتو مثبت اغېز ښندلى شي.

خو د دغې ستراتيژۍ نيمګړتيا دا ده چې د يوې معلومې مودې له پاره به جګړه لاپسې پراخه او توده كړي، مرګ ژوبله به زياته او بشري حقونه به تر پښو لاندې كړي، كوم څه چې د پاكستان او ايران د غلطو پاليسيو له امله پر سيمه تحميلېږي.

بله نيمګړتيا دا ده چې له يوه پلوه د جګړې په توندېدو سره بشري حقونه تر پوښتنې لاندې راځي، بل پلو په نوې ستراتيژۍ كې د بشري حقونو د ساتنې او خونديتوب په اړه هيڅ هم نه دي ويل شوي او د جګړې قهر به زيات قربانيان له پښتنو څخه واخلي، ځكه چې دا مهال پنجاب او ايران پښتانه د امريكايي تاړاك پر وړاندې د ځانونو له پاره ډال ګرځولي دي.

بلخوا اټكل كيږي چې امريكا غواړي تر 2012 كاله پورې له افغانستان څخه ووځي، خو د دوى وتل په دې پورې تړلي دي چې د افغانستان واك داسې يوې ډلې ته وسپاري چې د افغانستان د اداره كولو او په هيواد كې د سولې او امنيت د ټينګولو وړتيا ولري.

بل شرط په هيواد كې د ښځو د حقونو ساتنه، د ټولټاكنو له لارې واك ته د رسېدو سيستم او په ځينو تعديلاتو سره د اساسي قانون منل او بل مهم شرط له امريكې سره د نژدې دپلوماتيكو اړيكو ساتل او دوام دى.

كه د دغو شرطونو په رڼا كې د هيواد شرايط وڅېړو، نو ليدل كيږي چې د نورو شرطونو د پلي كېدو پر وړاندې غټ خنډونه نشته، خو په هيواد كې هيڅ داسې يوه ډله نشته چې په يوازې ځان د هيواد د كنټرولو وړتيا ولري او يا ټولو قومونو او ولسونو ته د منلو وړ وي.

كومه زياته شونتيا چې په دې برخه كې ليدل كيږي هغه دا ده چې كېداى شي د طالبانو په محورۍ يو پراخ بنسټه او ايتلافي حكومت وكولى شي هيواد اداره كړي، خو د طالبانو د حاكميت پر وړاندې ايران، روسيه او هند په بهرنۍ كچه، د شمال ټلواله، له لويديځ څخه راغلي تكنوكراتان او دموكراتان په كورنۍ كچه غټ خنډونه دي او امريكا له همدې امله په اندېښنه كې ده چې له پراخ سياسي ايتلاف څخه پرته د افغانستان كنترولول هر يوې ډلې او ګوند ته ناشوني دي.

اوس د طالبانو په محور د يوه ائتلاف او دولت جوړېدل د طالبانو زيات ځان تېرېدنو او ان له خپلو ځينو ايډيالوژيكو غوښتنو څخه لاس په سر كېدلو ته اړتيا لري.

په افغانستان كې په اوسنيو شرايطو كې يوازې يو ملي معتدله او غير ايډيالوژيك سياست او ائتلاف د دولت د ادارې له پاره اغېزمن دي او چې كومه ډله او يا ګوند د هيواد اداره پر غاړه اخلي نو مجبوره دي چې اساسي قانون او د واك انتخاباتي سيستم ومني.

دا څه له مذهبي ډلو څخه په خپلو دوكتورينو، پاليسيو او چلن كې د زياتو بدلونونو غوښتنه كوي.

همدا لامل دى چې امريكا د دولت د مخالفينو تر منځ د منځلارو تر سرليك لاندې د داسې كسانو د موندلو په تكل كې ده چې د دغو بدلونونو د رامنځته كولو ډاډ ورته وركړي.

بلخوا امريكه له افغانستان څخه د داسې يو شاتګ غوښتونكې ده چې په افغانستان كې د خپل شاتګ تر شا د مذهبي او ليبراله ډلو تر منځ د موازنې د رامنځته كېدو او دوام ډاډ ترلاسه كړي.

كه چېرې امريكا خپل پورتني هدفونه ترلاسه نه كړي، نو څرګنده ده چې د افغانستان له پاره نوې ستراتيژۍ يې ماتې خوري او په دې صورت كې به امريكا دوه انتخابه په مخ كې ولري، يا به له قيد او شرط پرته افغانستان خوشې كوي او د تېښتې لار به غوره كوي او يا به بېرته شاته ګرځي او د بوش د مهال غوندې پر زور به تكيه كوي، كوم څه چې برى په كې اټكلېداى نه شي چې د جګړې د كومې غاړې په برخه به وي.

 دا به جګړه پراخه او اوږده كړي، ځكه چې د امريكې له پاره د افغانستان د جګړې برى د پاكستان او ايران د دولتونو په ځپلو او له منځه وړلو پورې تړلى دى.

په دې صورت كې امريكه به اړه وي چې خپله جګړه ايران او پاكستان ته هم وغځوي او د دې جګړې دروند لګښت ته غاړه كېږدي.

خو امريكه له دې پرته د افغانستان په اړه د مجبوريت يوه بله كړنلاره هم په پام كې لري هغه هماغه د بوش كړنلاره ده چې په اوسنۍ بڼه به د افغان دولت او امريكې پلوو طالبانو ملاتړ ته تر هغې دوام وركوي چې تر څو پاكستان تجزيه او ايران د كورنۍ جګړې په غم اخته كړي.

كېداى شي دا د امريكې او ناټو هيوادونو دويم انتخاب وي او هله به تر كار لاندې نيول كيږي چې د اوباما پاليسي نتيجه ور نه كړي.

د امريكې دغه كړنلار به هغه وخت تر لاس لاندې ونيول شي چې د اوباما د ولسمشرۍ دوره پوره او پر ځاى يې بل ولسمشر له جمهوري غوښتونكو څخه راشي، نو دا به د پاكستان او ايران له پاره يو نوى د خطر زنګ وي.

بلخوا ايران او پاكستان په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شتون په موخو او منځنۍ اسيا د تېلو د بازار په سياليو ښه پوهېږي او د افغانستان په ګرداب كې د امريكې د ډوبولو له پاره يې مټې نغاړلي او د امريكې د پراختيا د مخنيوي له پاره يې په پښتني مېشتو سيمو كې د جګړې لومړۍ كرښه جوړه كړې او غواړي د جهاد تر سرليك لاندې د جګړې په مذهبي عنوانولو سره د پاكستان او ايران موخې او غرضونه پرې پټ وساتي او هم په كم لګښت سره داوطلبه اردو رامنځته او د امريكې پر ضد يې وجنګوي.

په ترهګرۍ ضد جګړه كې پاكستان او ايران دواړه دوه طرفه شطرنج لوبه پر مخ بيايي.

دا ډول لوبه دوى ته دا فرصت وركوي كه په يوه اړخ كې لوبه بايلي، نو په بل اړخ كې د لوبې ګټونكي به وي او په هر صورت كې لوبه د دوى په ګټه پاى ته رسېږي.

دا په دې مانا چې پاكستان او ايران پښتنو ته د ګډ سيال او دښمن په سترګه ګوري او له همدې امله دغه قوم يې د طالبانو په نوم د افغانستان او پاكستان دننه د امريكې پر وړاندې د ځانونو له پاره سپر ګرځولى او له دې انتخاب څخه يې موخه دا ده، كه پښتانه ماتېږي او امريكه برى مومي، نو پاكستان او ايران به د ترهګرۍ ضد جګړې د ګډونوال او غړي په توګه له امريكې څخه برخه غواړي او كه امريكه ماتېږي او پښتانه برى مومي، نو په دې جګړه كې پښتنو ته د درنې مرګ ژوبلې په اوښتو او كمزوري كېدلو سره د پاكستان او ايران له مخې به بيا هم يو دښمن لرې كېږي او پښتانه به د نړيوال ملاتړ په لاسه وركولو او له جګړې وروسته، نور دا وس ونه لري چې په سيمه كې د پاكستان او ايران د يو سيال په توګه سر راپورته كړي، نو تل به د دوى په ستراتيژيك دام كې نښتي پاتې وي او د دوى د ستراتيژيكې سامراجۍ يوه برخه به ګرځېدلي وي.

په دې وروستيو كې د عابدي په نوم د ايران يو لوړ پوړي امنيتي چارواكي د خپلې ټلوالې په هيوادونو(پاكستان، يو شمېر عربي، روسيه، منځنۍ اسيا) او ملاتړو(شيعه ډلې، تاجك ستميان او يو شمېر نورو) غږ كړى چې د پاكستان د تجزيې مخنيوي ته راودانګي او په سيمه كې د كردستان او پښتونستان په نومونو سره د دوه نويو خپلواكو هيوادونو د جوړېدو مخه ونيسي.

دى په دې برخه كې له امريكې او برتانيا څخه سرټكوي چې ګوندې دغه دسيسه دوى جوړه كړې او وايي چې د كردستان او پښتونستان جوړېدنه د سيمې د امنيت له پاره ستر ګواښ دى او خبردارى وركوي چې دغه كار به په سيمه كې ستره جګړه او ناورين رامنځته كړي.

د ايراني چارواكو له پورتنيو څرګندونو څخه د ايران او پاكستان فاشيستي ايتلاف او فاشيستي سياستونه ښه بربنډېداى شي، چې څرنګه خپله سلامتيا د نورو په ژوبلتيا او كمزورتيا كې لټوي او خپلې پراختيايي او ښكېلاكي غوښتنې د نورو قومونو په اسارت او زبېښاك سره پلې كوي.

دوى د سيمې مظلومو قومونو كردانو، بلوچو او د ايران ختيځو سنيانو او پښتنو ته د حق او ازادۍ وركول غميزه او ناورين بولي او ګواښ كوي چې دوى به يې ځواب په وينې تويولو او جګړې سره ووايي.

يا په بله وينا ايران او پاكستان په هيڅ ډول چمتو نه دي چې هغو قومونو ته چې ورسره په يوه دولت كې د اوسېدو تابيا نه لري ازادي او خپلواكي وركړي او دوى به خپل ښكېلاك او زبېښاك پر هغوى د ټوپك او اتومي بم پر زور ومني.

د ايران او پاكستان د سياستونو مطالعه او په اړه يې قضاوت په همدې بېلګې سره كېداى شي چې د ايران او پاكستان سترګې لاهم د استعمار او پراختيا غوښتنې هماغه د تېرو پېړيو خيالونو او خوبونو ړندې كړي او د يوويشتمې پېړۍ غوښتنو يې سرونه او سترګې نه دي پرانستي.

ايران او پاكستان په دې سترګې پټوي چې په زور زياتي سره د پارسيانو او پنجابيانو له خوا د كردانو، سنيانو او پښتنو ښكېلاكول او زبېښاك په سيمه كې د همېشنۍ ناامنۍ بنسټيز لاملونه دي، نه دغو مظلومو قومونو ته د خپلواكۍ او ازادۍ وركول.

روسيه او چين په دې جګړه كې هم دوه موخې لري، كه امريكه ماتېږي، نو د نړۍ د يوه زبرځواك په توګه به د دوى له مخې لرې كيږي او كه چېرې طالبانو د بري چانس زياتېږي، نو دغه كار امريكه د روسيې، هند او چين غېږې ته غورځوي او دوى به له امريكې سره د مرستې په بدل كې له ناټو او امريكې څخه امتيازونه غواړي.

امريكې چين ته په افغانستان كې د عينكو د مسو كان په ونډې وركولو سره ظاهراً هغه له روسيې نه لرې وساته او هم غواړي له روسيې سره د ايران او افغانستان په سر معامله وكړي او د دغې معاملې په ترڅ كې په اروپا كې د خپل توغوندويي دفاعي سيستم له لګولو څخه لاس په سر شي.

خو روسان دغې معاملې ته د شرايطو تر برابرېدو غواړي امريكايانو ته مورال وركړي، تر څو په افغانستان كې جګړې ته ادامه وركړي او دغې جګړې ته شا ونه ګرځوي.

په همدې موخه كله چې د ناټو پر اكمالاتو د خيبر لاره تنګه شوه، نو روسانو ورته د منځنۍ اسيا لار پرانيسته، هغه هم په داسې شرطونو سره چې ناټو ونه كړاى شي خپل د اړتيا وړ ټول توكي له نوموړې لارې ولېږدوي.

دا د دې له پاره چې روسان غواړي ناټو په افغانستان كې د اوږده مهال له پاره په يوه كمزوري او مړژواندي حالت كې په ساتلو سره په جګړه كې وساتي.

پورته څرګندونو د افغانستان د جګړې او ستونزو د سياسي او جغرافيوي ريښو په اړه عمومي او ستراتيژيك ټكرونه په ګوته كول، خو له دې سربېره د افغانستان د ستونزې په رامنځته كولو كې ځينې تكتيكي، مفكوروي او ايډيالوژيك ټكرونه هم ونډه لري.

افغانستان دا مهال له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره له ستراتيژيكي پلوه په معكوس تناسب كې رانغاړل شوى چې د يوه برم د بل پرېوتل دي او د يوه شتمنېدل د بل بېوزله كېدل دي.

په افغانستان كې دوامداره بې ثباتي او د ګاونډيو هيوادونو لاس وهنه افغانستان ته دا وخت نه وركوي چې خپلې اړيكې له ګاونډيو هيوادونو سره د تناسب پر مسقيمه معادله سمې كړي.

بل پلو ګاونډيان د افغانستان له كمزورۍ څخه ناوړه استفاده كوي او دا كار افغانستان مجبوروي چې له خپلو ګاونډيانو څخه د ځان ساتنې له پاره پر نړيوالو زبر ځواكونو ډډه ولګوي.

د افغانستان په شاوخوا كې د سني مذهبه او شيعه مذهبه هيوادونو شتون بله ستونزه ده چې دغه هيواد د ايډيالوژيك ټكر او د نفوذ د ستراتيژيكې سيالۍ پر ليكه دروي.

له لويديځ څخه پر ايران د سعودي سلفيانو فشار ايران په افغانستان كې د شيعه ډلو ملاتړ او د خپل نفوذ پراختيا ته هڅوي.

بل پلو پر پاكستان د سعوديانو د پور او بسپنې پېټي پاكستانيان د سعوديانو غېږې ته غورځولي چې دا هم د سويل له لوري پر افغانستان د سعودي نفوذ د تپلو او ستراتيژيك ټكر د رامنځته كولو چانس زياتوي.(د پاكستان 90 سلنه مدرسو او جوماتونو ته سعودي، بريتانيا او امريكه پيسې وركوي)


د افغانستان مذهبي ګوندونه او كړۍ همدا اوس د ايران، پاكستان او سعودي عرب د ستراتيژيك اختلاف تر اغېز لاندې دي، خو دا درېواړه هيوادونه له دين او مذهب څخه د خپلو سياسي او اقتصادي ستراتيژيو د پراختيا له پاره كار اخلي او له همدې امله وه چې د امريكې او سعودي عرب د تېلو كمپنيو او د پاكستان استخباراتو د منځنۍ اسيا د تېلو د زېرمو ښكارولو پروژه د استخباراتي او مافيايي هڅو په ترڅ كې لومړى د اسلامي بنسټ پالانو پر مټ پيل او بيا يې په لږ شاتګ سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر سرليك لاندې خپلو بې پولې مزدورانو ته وسپارله، چې د ايران سپاه پاسداران، روسان، چينايان او يو شمېر نور يې مخالفت كوي.

په لنډه توګه ويلى شو چې د افغانستان پر سياست او سياستوالو د نړيوالو ستراتيژيو، ايډيالوژيو او سياستونو سيورى پرېوتى او په هيواد كې ډېرى سياسي ګوندونه او سياسي كړۍ د همدغه نړيوالو ستراتيژيكي ټكرونو زېږنده ده چې له ځانګړو بهرنيو ستراتيژيكو حركتونو سره موازي حركت كوي.

يا په بله وينا، زياتره دغه ډلې د نړيوالو ستراتيژيكو پروژو يوه برخه ده چې په بې پولې او بې سرحده ډول نړيوالو ستراتيژيكو پروژو له پاره كار كوي.

خو لا هم ډيرى افغانان په خپلو پولو او سرحدونو باور لري او لكه سياسي ګوندونه او مذهبي تنظيمونه، ديوالي، بې سرحده، بې هيواده او بې هويته شوي نه دي او د افغان ګټو، افغان دولت او افغان ولس د هويت له پاره كار كوي.

زيات اوسني سياسي ګوندونه، افغان سياستوال او چارواكي، افغان ولس په تيارو كې ساتي او له دغه تت او تياره چاپېريال څخه ناوړه ګټه پورته كوي.

په تيارو كې د افغان ولس په ساتلو كې له ازمون څخه وتې پخې تجربې كارول كيږي او هم داسې زمينه سازي كېږي چې د جګړې اصلي قرباني يې افغان ولس وي او د دوى هڅې او قربانۍ په كې موخې او پايلې ته ونه رسېږي او دغه هڅې او قربانۍ د بهرنيو ستراتيژيو په ګټه تمامې شي.

سره له دې چې پوهېږو له شورويانو سره د امريكې په جګړه كې افغان ولس د خپل دين، هيواد او خپلواكۍ د ساتنې له پاره ډېرى قربانۍ وركړې، خو له دغه جګړې څخه ګټه يوازې امريكې، ناټو هيوادونو، پاكستان، چين، ايران او نورو ته ورسېده، خو لاهم افغانان د نورو له پاره جنګيږي او د نورو ځواكمنېدا ډادمنوي او د خپل هيواد له پاره په دغه جګړه كې د هيڅ ډول ګټې وړاندوينه نه شي كولى او له جګړې وروسته بيا هم د افغانانو د بري ډاډ تضمين څوك نه شي وركولى.

اوس راځو د افغانستان وروستي حال يانې ټولټاكنو او د ولسمشرۍ نوماندو ته.

اوس پوښتنه دا رامنځته كيږي چې كله افغانستان د پرديو ستراتيژيو پر ليكه ولاړ او مخته ځي او افغان دولت دې له خپله ځانه رښتينى ادرس، ستراتيژي او ګټه وټه ونه لري، نو دلته افغان زعيم او افغان ټولټاكنې به څه مانا ولري؟

ولسمشرۍ ته وتلي نوماندي چې په تولټاكنو كې د بري چانس يې زيات دى تر دا دمه د افغانستان په ادرس يې هيڅ خبره له خولې نه ده راوتې او د نورو له ګټو او ادرسه غږېږي.

هر هغه ولس چې ظاهراً خپله مسخه وي، نورو سره په نړيوالو ستراتيژيو كې نابرابر ګډون او د نورو ملاتړ به ورته لږ له وخته څخه مخكې كار وي او تر ټولو ړومبى ورته اړينه ده چې خپل ادرس جوړ او خپلې ګټې تعريف او ډاډمنې كړي؟

دا په دې مانا چې افغان دولت د ترهګرۍ ضد ايتلاف كې يو شامل هيواد دى، خو په دغه ايتلاف كې يې د ونډې او ګټو انځورونه تت او روښانه نه دي.

تر ټولو لومړى افغان دولت ته دا په كار دي چې له دغې جګړې او په دې جګړه كې له خپلې ونډې او موقف څخه روښانه او تعريف شوى ډاډ تر لاسه كړي.

د ولسمشرۍ په نوماندو كې تر دا دمه د كرزي، اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي او زلمي خليلزاد د بري چانس زيات دى، خو دا په داسې حال كې ده چې د دوى ټولو په خولو يوازې تشريفاتي خبرې ښكته پورته كيږي.

كه د دوى خبرو او تګلارو ته وكتل شي داسې ښكاري لكه د رېبوټونو په شان چې څوك يې ديكتې كوي او د هيواد د ستونزو هواري ته له امريكايي عينكو ګوري. يانې كوم څه چې دوى وايي هغه نه يوازې د افغانستان د ستونزو هوارى نه دى، بلكې د ستونزو يوه برخه ده.

د بېلګې په توګه، په ولس كې د فرضي كرښو وېستل، بيايې په فرضي ليكو وېشل او پرې د يوې فرضي جګړې تحميلول او شوبلو ته يې تړل، د افغانستان له غټو سياسي او امنيتي ستونزو څخه دي او لا هم د ولسمشرۍ كانديدان د فرضياتو په طرحه كولو، هغه ته په كاذب شخصيت وركولو او په قانوني ګرځولو بوخت دي.

دا له ولس سره ستره جفا ده چې په هغه بې سواده كروندګر كليوال چې لمونځ يې سم نه دى زده، يا اوه ورځني ماشوم او بې لاسه او بې پښو افغانو ښځينه و د طالب، ملا او القاعدې نوم ايښودل كيږي، او هغه چې له خپلې عقيدې بې خبره دى ورسره د يو ايډيالوژيك جنګيالي په توګه چلن كيږي او د مرګ خولې ته تړل كيږي.

سره له دې چې ترهګر معلوم او د ترهګرۍ ضد جګړې موخه څرګنده ده، خو د جګړې د ګوزارونو نښه بيا بدله ده.

تر اوسه نه كوم دولتي چارواكي په دې اړه كوم اقدام كړى او نه هم د ولسمشرۍ نويو مدعيانو په خپلو خبرو كې د نوموړې ستونزې د هوارۍ د كړنلارې د عطف ټكي په ګوته كړي.

دوى دا نه وايي او نه يې ښيي چې د افغانستان د ستونزو هوارۍ ته به څنګه لاس رسى مومي، په دې برخه كې څومره امكانات لري او په خپلو امكاناتو څومره ډاډمن دي او هم افغان ولس او شته ستونزو ته يې تعريف څه دى.

اوس كه د كانديدانو په تګلارو كې د هيواد ستونزو او ورته د هوارۍ پرځاى او عملي لارې چارې په ګوته شوې نه وي، نو دا به د دې څرګندوى وي چې د ولس او هيواد د ژغورلو، ابادۍ او پرمختيا له پاره د كانديد د ارمانونو په كڅوړه او جاغور كې څه نشته، پر روان يې سياسي غوښتنې نه بلكې غريزوي غوښتنې واكمنې دي او كانديد يوازې د واك او صلاحيت د ترلاسه كولو لېوالتيا لري او كله چې واك ته ورسېد له واكه به د خپلو شخصي او غريزوي غوښتنو د پوره كولو له پاره كار اخلي. لكه څنګه چې موږ په تېرو ټاكنو او كرزي صيب په مشرۍ په دولتي چارواكو كې وليدل.

اوس په داسې شرايطو كې د هيواد د برخليك ژغورلو مسووليت تر ټولو زيات په هيواد مينو پوهانو، لوستو او هيوادوالو پورې اړه لري.

يا په بله وينا كه نور څوك غواړي چې د ولس په سترګو كې خاورې وشيندي او هغه ړوند كړي، دا د ولس دنده ده چې دغو كسانو ته وخت ورنه كړي چې د دوى په سترګو كې خاورې وشيندي او دوى ړانده كړي.

ولس بايد د كانديد په هره خبره باور ونه كړي، هغه له څېړنې پرته سمه ونه بولي او بايد له هر كانديد سره په شمېرو ولاړه ارزونه او شمېرلى چلن وكړي.

كه داسې نه وي، نو تر ټولو ښه هم دا ده چې كرزى صيب له خپلو درجنو درجنو جنګ او فساد سالارانو او د پښتون ځپنې او جګړې ځپنې له زړو اودسو او تراوو سره په څوكۍ پاتې شي چې لږ تر لږه ګټه خو به يې دومره وي چې د ټاكنو له اضافي لګښته به مخنيوى شوى وي.

د افغانستان له پاره جګړه او نا امني تر ټولو لويه ستونزه ده، د جګړې دوام تباه كونكى دى، جګړه د افغانانو له پاره له بدبختۍ او بدمرغۍ پرته بله پايله نه لري، جګړه پيسه خوړونكې او شتمنۍ تباه كونكې ده، جګړه بريمن نه لري او بايد ودرېږي.

د جګړې پاى، د سولې او امنيت ټينګښت د افغان ولس له پاره حياتي ارزښت لري او بايد افغان ولس هم د جګړې درولو، د سولې او امنيت ټينګولو ته رايه وركړي.

لكه څنګه چې د جګړې دوام افغان ولس ته كومه ښه پايله نه لري، نو د جګړې په دوام سره به د ولسمشر ټاكل هم افغان ولس ته كومه ښه پايله ونه لري.

د بېلګې په ډول ولسمشرۍ ټول كانديدان د امريكې په څېر د دولت له مخالفانو سره خبرو كولو ته شرطونه او قيدونه ږدي.

د امريكې په څېر د دولت مخالفان په دوو ډلو يا نې په تندلارو يا القاعده او منځلارو وېشي.

له منځلارو طالبانو سره خبرې شوني بولي او له تندلارو سره خبرې بيا ردوي.

خو دا په داسې حال كې ده چې تراوسه په دې څېړنه نه ده شوې چې د دولت په مخالفانو كې څوك تندلاري دي او څوك منځلاري او نه په دې اړه د نومونو كوم نوم لړ خپور شوى.

كله چې داسې كوم ليست شتون ونه لري، يانې ستاېدونكي موجود نه وي، نو ستاينه يې څه مانا لري.

په دې صورت كې نوموړي نومونه په هر چا ايښودل كېدى او هر ډول ګټه ترې پورته كېدى شي.

بلخوا ليدل كيږي چې د دولت او ولس د انتخاب او ژبې تر منځ هم زيات توپيرونه شته.

كوم معيارونه او ژبه چې د دولت له خوا د ولس د پوهاوي له پاره په كار وړل كيږي، هغه له ولسي معيارونو او ژبې سره زيات بېګانتوب او واټن لري نو له همدې امله ده چې ورځ تر ورځ د دولت او ولس تر منځ واټن زياتېږي او د ولس مخه د دولت مخالفانو ته اوړي.

 كه چېرې شرايط په همدې ډول پاتې كيږي او بنسټيز بدلونونه په كې نه رامنځته كيږي، نو د ولسمشر په بدلېدو سره به يوازې د ولسمشر په څېره كې بدلون راغلى وي او د حالاتو له ښه كېدو سره به هيڅ ډول مرسته ونه شي.

كله چې دولت په ټپه ولاړ حالت سره مخ، خپل باور او صلاحيت يې له لاسه وركړى وي، نو د حركت او مخته تګ له پاره دوه انتخابه په مخ كې وي. هغه دا چې، يا په دولت كې د ژورو اصلاحاتو لړۍ پيل شي او يا واك ولس په لاس كې واخلي، زوړ سيستم او د دولت اډانه ړنګه او پر ځاى يې نوي بنسټونه او سيستم رامنځته كړي.

د ولسمشرۍ په كانديدانو كې نژدې ټول يې له اصلاحاتو څخه خبرې كوي، خو كه بيا د اصلاحاتو له پاره وړانديزونو او سكالوګانو ته يې وكتل شي، نو بيا هماغه د تېرو او زړو سكالوګانو بوى ترې راځي.

بل پلو د دولت مخالفين هم په خپل خره سپاره او د څو پېړيو په زړو سياسي-ټولنيزو افكارو، دپلوماسۍ او سياستونو شخوندونه وهي او دومره ځيركه نه ښكاري چې د خپلو سيالانو له نيمګړتياو ګټه پورته كړي.

د دوى دوكتورين هم د پاكستان پر استخباراتي منافقت ولاړ دي چې دين يې ځانونو ته پرده ګرځولى او نور د افغانستان او مسلمانانو او په تېره د پښتنو د ورانولو او تباه كولو له پاره كار كوي.

د دواړو اړخونو د مشرانو له كپړيو د خپلو هيوادوالو د وينو تويولو بوى ځي او مغزونه يې د پرديو په شرابو مست او پريمينځل شوي دي.

بلخوا ولس هم په دې دريځ كې نه دى چې واك په خپل لاس كې واخيستلى شي او د حالاتو د ښه كولو له پاره په خپله ملاوې وتړي.

ځكه خبره د وسلې او جګړې ده او صلاحيت د تمثيل معيار دلته ټوپك او د ټوپكوالو درلودل دي.

ولس د واك د اخيستلو په برخه كې بايد جوګه كړاى شي، تر څو واك واخيستلاى شي.

دا په دې مانا، يا په جګړه كې دواړه ښكېلې غاړې په داوطلبه توګه د پرېكړې حق او واك ولس ته وسپاري او يا ولس هم په هغه اندازه په وسلو سمبال شي، څومره چې ولس د حق يرغملوونكي سمبال دي.

خو تر كومه ځايه چې ښكاري، د جګړې دواړه غاړې چمتو نه دي چې واك ولس ته وسپاري، نو په دې توګه ولس دا مهال د دوو بدو انتخابونو تر منځ د يوه په انتخابولو اړ دى.

يانې يا د نړيوالې ټولنې په ګټه ټولټاكنو ته غاړه كېږدي او يا هغه د دولت د مخالفينو په ګټه سبوتاژ كړي.

دريمه لار هم شته چې ولس لاس تر زنې كېنني او له شتو سياسي او نړيوالو شرايطو څخه ګټه پورته كړي.

په دې صورت كې د ولس لومړۍ دنده به دا وي چې د خپل واك د اعادې له پاره مټې راونغاړي او له سوله ييزې لارې نړيواله ټولنه او د دولت مخالفين دې ته اړ كړي چې په داوطلبه توګه دې ته چمتو شي تر څو د ولس له يرغمله لاس واخلي او ولس ته خپل حق وسپاري.

ولس چې كله په تش لاس د وسله والو ځواكونو پر وړاندې واك ترلاسه كولو ته درېږي، نو په دې سوله ييزه مبارزه كې يوازې پياوړى يووالى، قوي منطق او منطقي غوښتنې كولى شي عمومي نظر د ولس په لور واړوي او ولس ته برى په برخه كړي.

اوس كه ولس په يوه غږ او يا كم تر كمه د ټولنې له نيم څخه د زياتو وګړو په يووالي سره، خپلې غوښتنې د جګړې دواړو لورو ته وړاندې كوي او د دوى هڅې سبوتاژوي، نو په پايله كې شونې ده چې جګړه ماران د ولس غوښتنو ته غاړه كېږدي.

په هيواد كې ډېرى وګړي د جګړې پاى ته رسول او سوله غواړي او د جګړې د دواړو لورو له كړنو تر پوزې رسېدلي دي، نو د نورو شونتياو تر څنګ يوه شونتيا دا هم ده چې ولس ټولټاكنې د جګړې تر پاى ته رسولو او سولې ټينګېدو پورې سبوتاژ كړي.

بله لار به هماغه د ټولټاكنو د ترسره كولو وي چې لكه د تېرو ټولټاكنو په شان به له ورته پايلو سره مل وي.

بله شونتيا چې اټكل يې كېږي دا ده چې كېداى شي په هيواد كې نا امنيو او د دولت د مخالفينو له ګواښ او وېرې له امله په هغه شمېره وګړي چې د ټولټاكنو د مشروعيت له پاره په كار دي په رايو وركولو كې ګډون ونه كړي چې په دې توګه ټولټاكنې به خپل مشروعيت له لاسه وركړي.

 كه په لنډه توګه وويل شي، نو ښه دا ده چې ټولټاكنې د جګړې تر درولو او بشپړې سولې پورې وځنډول شي.

په هيواد كې د اعتماد او باورسازۍ له پاره بايد كار پيل شي او د ولس په منځګړيتوب د دولت له مخالفينو او نړيوالو ځواكونو سره خبرې وشي.

جګړه د يو امنيتي تضمين په وركولو سره بنده، بهرني ځواكونه دې خپلو پوځي مركزونو ته په شا شي.

د لارو، سيمو او ولسواليو امنيت دې قومي اربكيو ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو، اسلامي كنفرانس، ناټو او شانګهاى غړو هيوادونو په غړيتوب دې يو اوږد مهالې كمېټه جوړه او د افغانستان د سولې د بهير څارنه دې كوي.

 د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د افغانستان له پاره يوه اقتصادي تګلاره جوړه او تر كار لاندې ونيول شي.

په پاى كې ويلى شو چې د امريكې په نوې ستراتيژۍ كې زياته پاملرنه د پاكستان حالاتو او په افغانستان كې د سولې ټينګولو ته ده.

امريكه او نړيواله ټولنه په پاكستان كې د ناامنيو پراختيا اندېښمنه كړې او پاكستان عملاً د ټوټې كېدو له ګواښ سره مخ دى او د پاكستان د اټومي وسلو خونديتوب هم نه شي ډاډمنېداى.

د پاكستان د اټومي وسلو ګواښ تر ټولو ړومبى، افغانستان، په افغانستان او عراق كې مېشتو نړيوالو ځواكونو، هند او اسراييلو ته متوجه دى، نو داسې شرايطو ته په كتنې سره افغاني طالبان د پاكستان، ايران او نورو هيوادونو له مخالفت سره سره بايد د سولې خبرو ته كېني او د خپل هيواد د بقا او سوكالۍ له پاره له جګړې لاس واخلي او د پاكستان د حكومت د بقا له پاره ترې كار وانه خيستل شي.

نړيواله ټولنه بايد په سيمه كې د يوه دايمي ثبات له پاره مټې ونغاړي او په سيمه كې د محرومو قومونو د حقوقو د اعادې او خپلواكۍ له پاره كار وكړي.

اوس د دې وخت را رسېدلى چې نړيواله ټولنه د شوروي ښكېلاك او زبېښاك وروسته پر فلسطين د اسراييلو، پر كردانو، بلوچو او سنيانو د ايران د شيعه پارسيانو، پر پښتونستان د پنجاب راجاګانو واكمنيو ته د پاى ټكى كېږدي.