کور / شعر / (( ځمکه فساد نیولې))

(( ځمکه فساد نیولې))

تاییزه((۱)) نڅا کوي خوشحاله ښکاري
او په شرابو باندې مست لیونیان
له هرې خوا ورته په مینه ګوري
تاییزه نڅا کوي خوشحاله ښکاري
اوپه خپل لاس ماڼۍ ته اور اچوي
سکندر خاندې ،
نندارې یې کوي
غږ یې له لیرې اورو:
– پریږدﺉ ،ماڼۍ وسوځي
او داوبو پر ځای پرې واین شیندي
نورو هم چیغې کړلې
په مشالونو یې ماڼۍ لمبه کړه
پارمینو((۲)) چیغې وهي:
مه یې سوځی،
مه یې سوځﺉ
خو سکندر یې ،
نارې چیرته
اوري
پخپله چیغې وهي :
– لمبې،لمبې ژوندۍ دې وي لمبې
ماڼۍ په اور کې سوځي
(بس ټوله ځمکه لوی فساد نیولې)((۳))
دادپیړیو هستي
دڅوشیبو په مستي
له تورو خاورو سره ګډه شوله
# # #
تاییزه نڅا کوي خوشحاله ښکاري
او په شرابوباندې مست لیونیان
په مینه مینه ورته ګوري خاندې
ماڼۍ په اور کې سوځي!!!
24/11/1371
کابل – څارندوی مینه
ـــــــــــــــــــــ
((۱)) تاییزه دسکندر معشوقه
((۲)) پارمینو دسکندر دجګړې لوی او ترټولو نږدې ملګری و،چې بیا سکندر د فیلوتاس له وژلو وروسته هغه په اکباتانا کې وواژه.
((۳)) دغه جمله سکندر پخپل قلم پارمینو ته لیکلې وه ، دخپلو تروریستو ملګرو په وسیله یې هغه ته ولیږله او هغه یې ددې جملې له لوستلو سره جوخت وواژه