کور / سياسي / د ۱۲ می ۲۰۰۸ واقعه او پس منظر

د ۱۲ می ۲۰۰۸ واقعه او پس منظر

 
يو وخت وو چې کراچۍ په ټول ملک کې د امن ښار او دسياسي، سماجي او ادبي هلوځلو مرکزوو.خلک به ټوله شپه پياده په دې ښار کې ګرځېدل.دښار په هوټلونو کې به د سياسي مشرانو،مزدور ليډرانو ،طالب علمانو ، شاعرانو ،اديبانو او صحافيانو محفلونه لګېدلي وو. ګرماګرم بحثونه به جاري وو.په سړکونو به دښار دسينماګانو د آخري شو نه فارغه شوي په زرګونو خلک روان وو.هيچاته به دخوف او وېري څه احساس نه وو.دنن په کراچۍ کې هغه ټول سياسي او ادبي محفلونه ختم دي دشپې په هوټلونو کې دناستې تصور هم ختم شوی دی .اکثره سينماګانې ورانې شوې او دهغوی په ځای نور څه جوړ شوي دي. دشپې په سړکونوپياده ګرځېدل خو يوخواچې دورځې هم څوک بغير دڅه ضروري کار نه دکور نه بهر وتلو ته تيارنه دي. هر خوا دخوف او وېري فضاده. هرسړی په بل شکمن دی .دښار ټوله ښائست او رنګيني په توره تياره او وېره ترهه کې بدله شوې ده.ددې ټولو حالاتو په پس منظر کې دډېرو خلکو بدنما څېرې دي چا چې ددې ښار دا بدترين حالت جوړکړی او دادژوند ښار يې دقبرستان په شان ماحول کې بدل کړی دی . په دې ښار کې ددې وحشي کار شروعات دجنرل ضياءالحق د مارشل لاء نه شوي وو. دملک ډکټېټر حکمرانانو ددې ښار دسياسي اوجمهوري کردار دمسخ کولو دپاره دلته فرقه واريت او لسانيت له هواورکړه چې دعامو خلکو نه شعور وتروړي او خپل غيرآئيني او غير جمهوري حکمرانۍ ته لار هواره کړي .دفرقه واريت په لار دلته ډېر ښه ښه خلک چې دانساني جذبې نه سرشار وو دمېنځه يوړل شوچې پکې اکثريت دډاکټرانودی .

دلسانيت شروعات دلته دپښتنو  په بې ګناه مرګونواو جائيدادونو سوځولو وشواو بيا دمهاجرو ديو ګروپ په لاس پنجابيان، سينديان او بلوڅان هم قتل کړل شو.دغه رنګه دمهاجرو دغه تيارکړل شوی مسلح ګېنګ د پښتنو،پنجابيانو،سينديانواو بلوڅانو سره په نمبر نمبر جنګولو نه پس چې دغه ګروپ په لويه توګه قوي کړل شواو د ملکي ايجنسيو نه علاوه غير ملکي ايجنسيوهم ددغه ګروپ نه دخپل مفاد کار اخيستل شروع کړل .په دې وجه په دې ګروپ باندې دسرکاري ادارو له خوااپرېشن هم اوکړل شواو ددغه ګروپ يوې لويې برخي په مغربي ملکونو کې پناه واخيستله .په دغه ګروپ کې دهړه بندي هم وشوه او په زرګونو مهاجر ځوانان ديو بل دلاسه هم قتل شول.نن هم ددغه ګروپ قيادت په لندن کې ناست دی او دهغه ځای نه پاليسي چلوي او دمغربي ملکونو او امريکا حمايت ورته حاصل دی .

دجنرال مشرف په دور کې دغه ګروپ ته دټول ښار واک او اختيار په لاس کې ورکړل شو او په مرکزي او صوبائي حکومت کې هم دغه خلک په اقتدار کې شريک کړل شودغه ګروپ په ښاري ،صوبائي او مرکزي حکومت کې دخپلو اختياراتو نه فائده اخيستل شروع کړل .دلته همېش خلکو په اقتدار کې داختياراتو نه ناجائزه فائده پورته کړېده .نو دغه ګروپ ته خو اختيارات په ناجائزه طريقه ورکړل شوي وو نو ددوی د اختياراتو د ناجائزه استعمالولو وېره او خطره دټولې کراچۍ خلکو ته وه .دغه ګروپ يو خوادنوروقامونو اباديوته دننوتلولپاره دهر قام جرائم پېشه خلک دځان سره ملګري کړل او دجرائم پېشه خلکودغه ګروپ له يې دکراچۍ انتظاميه په لاس ورکړه .دکراچۍ ټوله انتظاميه ددغه ګروپ ماتحته وه او تمام جرائم پېشه خلک ددغې انتظاميې سره منسلک وو.

بل خوادکچه آباديواو د لوګيو دګاډو ختمولو په نوم دپښتون، پنجابيانواو بلوڅانود آباديو ورانول او ګاډو بندکول شروع کړل .په کراچۍکې دپښتنوعددي تعداد دنورو قامونونه زيات دی او په دغه عملياتو کې اکثره دپښتنو آبادۍ او ګاډي په نخښه کړل شو نو ځکه پښتنو ددغه عملياتو دمخ نيوي لپاره يوه لويه جرګه په ((باچاخان مرکز)) کې جوړه کړه او په دغه جرګه کې يې يوه ايکشن کمېټۍ اعلان کړه چې په دغه کمېټۍ کې دهر سياسي جماعت اوسماجي تنظيمونو پښتانه شامل وو.او دخپلو آباديو او ګاډو دبچاؤ او دخپلې بقالپاره يې يوه قانوني مبارزه شروع کړه. ۲م جون ۲۰۰۶ باندې يې يوه لويه رېلۍ واېستله کوم چې په کراچۍ پرېس کلب ختمه شوه اوپه دغه دومره لويه رېلۍ کې په ښار کې چېرته يو شيشه هم ماته نه شوه.چې کله حکومت دپښتنو دغه ايشوز خواته توجه ونه کړه نو بيادغه جرګې ديو پرامنه هړتال کال ورکړ .عموماً دهړتال دپاره دتشدد واقعات په سهار کې کېږي لاکن په دغه هړتال کې دمازديګرپورې هيڅ قسمه دتشدد واقعه ونشوه ټول ښار بند شو چې پکې دکراچۍ بندرګاه هم شامله وه .په دې کامياب هړتال ددغه ګروپ دماغونه خراب شول او دمازديګر نه پس چې دهړتال وخت پوره شوی وو .په ښار کې يې بلاجواز د پښتنو په آباديو کې فائرنګونه اوکړل او دپښتنو دغه پرامن او کامياب هړتال يې په تشدد بدل کړ چې پکې بې ګناه پښتانه زخميان او شهيدان شول او املاک يې وسوځول شو.

دغه ګروپ مسلسل د پښتنو خلاف د اشتعال انګېز بيانونو سلسله شروع کړه په پښتنو يې الزامونه لګول شروع کړل.

۹م مارچ ۲۰۰۷ دچيف جسټس واقعه وشوه او په دغه واقعه دوکيلانو له خوا مزاحمت شروع شو نو دملک دټول اولس په شان دکراچۍ دخلقو همدردۍ هم دچيف جسټس سره وې.

دچيف جسټس دسيند هائي کورټ بار دپنځوس کليزه تقريب ته د سيندهائي کورټ بار په دعوت دراتلو پروګرام جوړ شونو دکراچۍ ټولو سياسي ګوندونو او سماجي تنظيمونو دهغه داستقبال تياريانې شروع کړې د چيف جسټس معامله ديوې سياسي پارټۍ يا ديوه سياسي اتحاد دحکومت خلاف څه پروګرام نه وو بلکې دا خالص د چيف جسټس او عدليې معامله وه او په پښتنو ايکشن کمېټۍ کې دسياسي جماعتونو نه علاوه داسي خلک هم وو چې هغه دسياسي جماعتونو سره تړلي نه ووکه چېري داديو سياسي جماعت ياسياسي اتحاد مسئله وی نو په پښتون ايکشن کمېټۍ کې موجود دهغو سياسي جماعت يا سياسي اتحاد خلک به دخپلو سياسي جماعتونو دپلېټ فارم نه په هغه کې شريکېدل او د پښتنو ايکشن کمېټۍ به ورسره څه تعلق نه وو. خو دا معامله داسي وه نو په دې وجه پښتنو ايکشن کمېټۍ په دې استقبال کې د پښتنو ايکشن کمېټۍله خوا د شموليت اعلان وکړ .که چېري چيف جسټس کراچۍ ته راغلی وای نو دومره لوی استقبال به يې شوی وو چې دهغه تصور به نشو کېدی په دې وجه دغه ګروپ دا خيال وکړ که چېري دادومره لويه داستقبال واقعه وشوه نو يو خو به دنړۍ ټولو خلکو ته معلومه شي چې دا ښار ددوی دمرضي او مېنډېټ ښار نه دی او بل دلته به دعامو خلکو نه دروانې زمانې دپاره وېره ترهه ختم شي او داسي به د خوف دوجې نه چې دوی ته کوم مقام حاصل دی هغه به پاتې نه شي نو دغه ګروپه هم په دغه ورځ دخپلې رېلۍ اعلان وکړ.چې داسې د تصادم فضاپيداکړی شي او خلک دوېري نه د چيف جسټس استقبال ته نه راووځي خو ددوی ددغه سوچ بر خلاف بياهم دخلکو ډېر لوی تعداد د چيف جسټس د استقبال لپاره بهر ته راغلل.دغه ګروپ يو خواچيف جسټس دائيرپورټ نه بهر نه راپرېښود او بلې خواته يې ائيرپورټ ته تلونکې ټولې لارې په کنټينرانو او ګاډو باندې بندکړې اوپه مختلفو ځايونو باندې يې د چيف جسټس په استقبالي رېليو باندې دمخکې نه بلډنګونوکې کښېنولي کسانو په ذريعه ډزي وکړې خو خصوصاً يې دپښتنو رېلۍ په نخښه کړې او په يوه ورځ يې پنځوس کسان شهيدان کړل چې پکې دڅلوېښتو نه زيات پښتانه وو. ګڼ شمېر کسان زخميان شول او داهرڅه د نړۍ ټولو خلکو په پرائيوېټ ټي وي چينلونو وليدل.د ۱۲م مئي دشهيدانو معامله دهائي کورټ ازخود کاروائي هم داسي دمينځه يوړل شوه چې په ۲م نومبر باندې ټول ججان بنديان کړل شو او دخپلې خوښۍ ججان مقرر کړل شو چې هغوی هر کار دحکومت په مرضي کوي .

په سيند اسمبلۍ کې د ارباب رحيم او په لاهور کې د شېر آفګن په واقعه دغه ګروپ رد عمل ښکاره کړ که يوې خوايې ژوندي وکيلان په دفترونو کې وسوځول نو بل خوا يې يو ځل بيا د پښتنو ګاډو ته اورونه ورته کړل د ارباب رحيم  شېر آفګن په حواله خو د پاکستان ټولو سياسي لېډرانو دغه عملونه وغندل او دغه عملو ته يې غلط عمل وويل او دتحقيقاتو مطالبې يې  وکړې خو په سيند اسمبلۍ کې چې دمهاجر قامي مومنټ (حقيقي ) رکن اسمبلۍ يونس خان ددغه ګروپ ممبرانو په شريکه مرګ حال له وواهه او د پيپلز پارټۍ خلک چې دغه وخت په اپوزيشن کې ناست وو هغوی يې په خلاصون کولو کې زخميان شول نو هيچا هم دومره ردعمل ښکاره کړی نه وو او نه چاته داسمبلۍ تقدس يادوو.

نن هر سړی پاسی چې موږ په ملکې مفاد کې د ۱۲م مئي واقعه هېرولو ته تيار يوخودوی ته دا اختيار چاورکړی شېر آفګن په اقتدار کې څه څه ويل ؟؟؟ اوس سياسي خلک خو به داقتدار په خاطر هغه هر څه هېرولو ته تيار شي خو عام اولس نه!!! دغه رنګه ارباب رحيم چې څه ويل تر دې چې هغه نه جام او ساقي هم نه وو پاتې شوی او  هغه عاصمه جهانګير دځانه سره لاهور ته بوتلی ووګنې دهغه ژوند پاتې کېدل ناممکنه وو. دغه سړی به عام خلک څنګه معاف کړي .دغه رنګه که څوک دخپل اقتدار په خاطر دا خبره کوي چې موږ به د ۱۲م مئي واقعه هېره کړو دوی دي يې هېره کړي خو اولس خصوصاً پښتانه به يې هېره نه کړي .پکار د چې د۱۲م مئي په واقعه کې ککړ خلکو ته سزاملاوه شي چې بياڅوک داسي کار نه کوي. که چا ده ۱۲م مئي دهېرېدلو خبره اوکړه نو هغه دي دشېر آفګن او ارباب رحيم انجام په نظر کې وساتي.

مياشتيزه ملي تړون کراچۍ ( مئي 2008 )

ددې ورځي د شهيدانو په اړه تفصيل لپاره دا ځاي کليک کړئ