کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د کلني رپورټ په استناد لیکلي دي چې ایران د نړۍ په کچه په ترورزم کې تر ټولو فعاله هیواد دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د قدس پوځیان په افغانستان کې طالبانو، په عراق کې شیعه ملیشو، په فلسطین کې حماس او په لبنان کې حزب اله ته وسلې ورکوي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغانستان او عراق د جنګ بودیجه باید ژر تصویب شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د پي آر ټي یا ولایتي بیا رغونې د ډلو امکاناتو ته په اشارې هغوې يې د انتخاباتو شفافیت ته ستر ګواښ بللې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او په روان کال کې د پراخو پوځي عملیاتو په اړه کیدونکو اټکلونو ته په اشارې لیکلي دي چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید زیاتې هڅې وشي.
ورځپاڼې په عینې حال کې له ولس مشر کرزي سره د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د مخورو د لیدنې خبر هم ورکړې او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې له امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي خو بهرني ځواکونه دې خپل سرې عملیات بند کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او د هغوې ژمنې يې څیړلي دي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د پاکستاني سخت دریځه طالبانو له مشر صوفي پاینده سره د سرحد ایالت د ځینو چارواکو یدنې ته په اشارې دا خبر ورکړې چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره خپله موافقه بیا تازه کړه.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما دا وینا هم راغستې چې د پاکستان ملکي حکومت بې کفایته دې او دوام يې ګران بریښي.
ورځپاڼې د خپل دوهم مخ په یو څیړنیز مطلب کې د انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې دا اټکل کړې چې دا انتخابات به دوهم پړاو ته لویږي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يې توکو د روږدو کسانو په شمیر کې په زیاتوالي تبصره کړې او غوښتې دي چې پدې برخه کې باید جدي ګامونه پورته شي.
ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په پاکستان کې د القاعده په فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي چې امریکا په پاکستان کې د القاعده فعالیتونه د ځان لپاره یو ستر ګواښ بولي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د روانو پیښو په اړه د امریکا د ولس مشر بارک اوباما په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې نوموړي په پاکستان کې د اټومي تاسیساتو د خوندي توب په اړه اندیښمن دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې افغانستان ته د نورو اوو سوو برطانوي سرتیرو د استولو لپاره د ګورډن براوون پریکړې ته په اشارې په افغانستان کې د یو برطانوي قومندان په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي چې یو خونړې اوړې په وړاندې لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدیدو په بهیر تبصره کړې او لیکلي دي پداسې حال کې چې د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر یوازې نهې نورې ورځې پاتې تراوسه پورې هیڅ یو کاندید خپل نوم ندې ثبت کړې.