کور / تازه خبرونه / درې امريكايان او دوه نور بهرنيان وژل سوي دي

درې امريكايان او دوه نور بهرنيان وژل سوي دي


ايتلافي ځواكونه وايي د جمعې په ورځ يې د طالبانو په يوه حمله كي پنځه پوځيان وژل سوي دي.
د امريكايي ځواكونو وياند وايي په وژل سوو كسانو كي درې امريكايان او دوه نور د ناټو غړو هيوادونو اتباع دي، چي د افغانستان په ختيځ كي د طالبانو په يوه حمله كي ووژل سول.
نوموړى وايي تر حملې وروسته دوى هوايي مرسته وغوښتل چي د بمباريو له وجي يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله واړوله، خو دقيق شمېر يې نه دئ ورته څرګند.